په سوداګري کې مشري څه ته وایي ؟

د هر ډول مشري لپاره تر هر څه لمړی خپلمنځي وړتیاوې زده کول او تمرین کول اړین دي. که چېرې تاسې کې د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا نشته وي نو له ځانه د باور وړ شریک، د تکیې وړ لوړ پوړی او یا هم د اعتماد رامنځته کوونکی مسلکي کس نشئ جوړولای.

خپلمنځي وړتیاوې څه دي او ولې سوداګري کې اړینې دي ؟
خپلمنځي وړتیا ته د خلکو وړتیاوې او نرمې وړتیاوې نومونه هم اخلي. نرمې وړتیاوې له نورو سره د فعل او انفعال طریقه رانغاړي، په کار ځای او له کار ځای بهر کاریږي. مسلکي وړتیاوې بیا یوازې کارځای کې د فعالیت او یا یوې چارې ترسره کولو لپاره کاریږي.

نرمې وړتیاوې له چلند سره تړاو لري او لاندې یاد شوي پکې شامل دي :
– د خبرو اترو وړتیاوې
– له نورو سره د اړیکو جوړولو وړتیا
– په اغیزمنه توګه د شخړو هواری
– د مذاکرې وړتیا
– د خپل سټرس مدیریت
– د تشویقولو وړتیا
– د ټیم جوړونې وړتیا
– په ستراتیژیکه توګه فکر کول
– په خلاقه توګه د ستونزو هواری

هر کس یادې ځانګړنې په خپل چلند کې په مختلفه توګه ښي او د ښودنې طریقه له احساساتي زیرکتیا سره تړاو لري. له دې پرته له دوستانه چلند خوشبینه اوسېدو سره تړاو لري. ټولې ټولنې که سوداګریزې دي او که غیرې سوداګرېزې ټولنې دي د ښو اړیکو جوړولو وړتیا ته ارزښت ورکوي، له دې پرته د هر وګړي زهني او فزیکي روغتیا ته هم له نورو سره ښې اړیکې لرل اړینې دي.

تر ۱۹۲۰ لسیزې پورې خلکو ته د ښو اړیکو مطالعه اړینه نه وه او نه هم کوم ارزښت ورکړل شوی وو. خو کله چې کمپنیو او شرکتونو خپلمنځي اړیکو ته کتنه وکړه او د خپلمنځي اړیکو له امله یې د چارو تولید ته کتنه وکړه پایله کې یې د یادو وړتیاو مطالعې ته ارزښت ورکړ. په دې وخت کې د امریکا اروا پوه تورن ډایک د “ټولنیزې زیرکتیا” اصطلاح ابداع کړه او له یادې اصطلاح یې موخه د یو کس داسې وړتیا وه چې نور پرې درک کولای او مدیریت کولای شي. وروسته په ۱۹۳۶ کال کې د امریکا لیکوال او لېکچر ر ډېل کار نېګي د “څرنګه ملګري وګټو او په خلکو نفوذ وکړو” کتاب چاپ کړ کوم تر اوسه په ۲۱ پېړۍ کې هم نامتو کتاب ګڼل کیږي. د کتاب لویه برخه وروسته د پلور د تخنیکونو د ښه کولو لپاره او له پېرېدونکو سره د ښو اړیکو جوړولو لپاره وکارول شوه. په ۱۹۶۰ لسزه کې د انسانانو د اړیکو په اړه دا مطالعه د امریکا تر پوهنتونونو پورې ورسېده او په محصلینو کې د ځانته د احترام لوړولو او د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا ترلاسه کولو لپاره وکارېده. په ۱۹۸۰ لسیزه کې د انسانانو د اړیکو په اړه مطالعه په دودیزو زدکړو بدله شوه. په ۲۱ پېړۍ کې خلک ګمان کوي چې د چلند ځانګړي ډولونه شرکتونه خپلو ټاکلو موخو ته رسولی شي. د نړۍ په پرمختللو ټولنو کې هر کس هڅه کوي چې نرمې وړتیاوې زده کړي او له خپلې کورنۍ، ملګرو، ټولنې او کار ځای کې له کار کوونکو سره په خپل فعل او انفعال کې غوره والی رامنځته کړي.

انسانان ټولنیز چلند لري، هغه طریقه چې د انسانانو ترمنځ خپلمنځي اړیکې جوړوي زمونږ د ژوند په مختلفو برخو او بریا لوی اغیز لري. دا وړتیا هغه وخت تر هر بل وخت اړینه ده کله چې یو کس یوه سوداګري پر مخ بیايي او په دوامداره توګه پېرودونکو، د تولید یا خدماتو لېږدونکو، کار کوونکو، پانګه اچونکو او نورو خلکو سره په اړیکه کې وي. په دې اړیکو کې مونږ د نورو خلکو لخوا څه ډول درک کېږو یا هم د کوم ډول کس په توګه پېژندل کېږو په موخې او لاسته راوړنې مو مستقیم اغیز لري لکه د لویو پېرودونکو جلب، له پانګه اچونکي سره په بریالۍ توګه د پانګې په اړه خبرې اترې او شرایط ټاکل، د پور ترلاسه کول، د کار کوونکو ترمنځ شخړې هوارول، د اغیزمن ټیم جوړول، د رسنیو له لارې خپل نفوذ کول او داسې نور…

د فشار وخت کې ارام او په ځان باور لرونکی اوسېدل، په دې وخت کې د خپل فکر او تمو په روښانه توګه بیانول او د فشار وخت کې په خلاقه توګه د ستونزو هوارول د نورو لپاره ډېر جذاب او سرګرمه کوونکي وي. یادې چارې ستاسې پېرودونکي تاسې ته بېرته راولي او په تاسې یې باور جوړوي. کوم خلک چې خپلمنځي وړتیاوې لري هر منفي حالت هم په خپل مثبت چلند مثبت لور ته بیايي. چلند یې تل ستونزه د هوارولو لور ته بیايي.

Sidebar



Share
Hide Buttons