2018 اگست

Tropical monsoon climate – د ګرمو سیمو مون سون اقلیم

په انګرېزۍ کې د (tropical wet climate or a tropical monsoon and trade-wind littoral climate) نومونه هم ورته اخلي. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، ځانګړنه یې کلنۍ لوړه د تودوخې کچه او زیات ورښت ده. په ژمي کې زیات لوندوالی لري، د اسیا په سوېل او د سوېل… read more »

Indian summer – هندی اوړی

د متحده ایالتونو په ختیځه او مرکزي سیمه کې، د اکتوبر او نومبر په پای کې هوا چې کله توده او وچه شي د هوا همدې پېښې ته د هندي اوړي نوم اخلي. د نوم ریښې په امریکا کې له نیو انګلنډ سیمې سرچینه اخیستې او ممکن په دې وخت کې د امریکايي هندیانو د… read more »

Ice age – د یخچالونو دوره

یوه جیولوجیکي اوږدمهاله دوره وه په کومه کې چې د ځمکې د سطحې او اتوموسفېر تودوخه کمه شوې وه او په شمالي قطب، د شمالي قطب په سوېل او په الپ غرونو کې د یخچالونو یا د یخونو د لویو ټوټو د پراخېدو لامل شوې وه یا هم په ساده توګه د جیولوجي ټولې هغه… read more »

Nuclear winter – اټومي ژمی

د اټومي چاودنې وړانګې، تودوخه او د الیکټرو میګنېټیک په توګه د انرژي د څپو خپرېدا په غېرې مستقیمه توګه او مستقیمه توګه په چاپېریال اغیز لري. په ۱۹۷۰ لسیزه کې مختلفو مطالعو او څېړنو فرض کړې وه چې په سټراټوسفیر کې د اوزون طبقه کومه چې ځمکه له ماورای بنفش وړانګو پوښلې ممکن ډېره… read more »

Humid continental climate – د لویو وچو لوند اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، په دې سیمو کې ژمی سوړ او اوړی تود وي، د شمالي نیمې کرې د ۳۰° او ۶۰° عرض البلدونو ترمنځ سیمه ده. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې په (Dfa, Dfb, Dwa, and Dwb) فرعي ډولونو وېشل شوی. په (Df) برخه کې… read more »

Highland climate – غرنی اقلیم

د اقلیم عمده ډول ده کوم چې نورو خلکو د کوپېن د اقلیم په ډلبندۍ کې اضافه کړی او خپله د کوپېن د اقلیمي ډلبندۍ برخه نده. په دې ډول کې د نړۍ ټولې غرنۍ سیمې شاملې دي. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې د (H) په لنډیز ښودل شوی.   د نړۍ عمده… read more »

Heat wave – د ګرمۍ څپه

دغېرې عادي ګرمۍ اوږدې شوې مودې ته وایي. په انګرېزۍ کې (heatwave) هم لیکل کیږي. د ګرمۍ څپه ممکن له څو ورځو تر څو اوونیو دوام وکړي. په انساني فعالیت باندې په دواړو د پرمختګ په حال کې او پر مختللو هېوادونو کې یو ډول اغیز کوي. د ګرمۍ څپې له ۱۹۵۰ لسېزې را په… read more »

Harvest – د لو وخت

په انګرېزۍ کې (Harvest) د فصل حاصل، د حاصل د لاسته راوړنې بهیر ته هم وایي خو په اقلیم پېژندنه کې یې مانا د حاصل لاسته راوړنې موده ده. ګمان کیږي چې د انګلو سکسون له (haerfest) کلیمې د کومې چې مانا منی ده او یا له زړې (herbist) څخه اخیستل شوې کلیمه وي. په… read more »

Greenhouse gas – د شنو خونو ګاز

ټول هغه ګازونه چې د انفرارېډ وړانګو (د تودوخې د خالصې انرژۍ) د جذب وړتیا لري، هغه وړانګې جذب کوي چې له ځمکې بېرته فضا ته منعکسې شوې وي او له جذب وروسته یې بېرته د ځمکې لور ته منعکسې کوي او د شنو خونو په اغیز کې مرسته کوي. تر ټولو زیات اغیز کوونکي… read more »

Greenhouse effect – د شنو خونو اغیز

د ځمکې د سطحې او د ځمکې د ټروپوسفېر (troposphere) ګرموالی کوم چې د تبخیر شوو اوبو، کاربن ډایوکسایډ، میتان او ځینې نورو ګازونو په فضا کې د شتون له امله رامنځته کیږي – ټروپوسفېر د ځمکې د اتوموسفېر تر ټولو لاندینۍ طبقه ده کومه چې فضا کې ۶ کیلو متره پورته پېل او پای… read more »

Global warming – نړیواله تودوخه

نړیواله تودوخه له تېرې یوې یا دوه پېړیو را په دیخوا د ځمکې سطحې ته نږدې په منځنۍ کچه د هوا ګرمومېدو ته وایي. داقلیم ساینس پوهانو د ۲۰ پېړۍ له نیمایي را په دیخوا د باران، تودوخې، بادونو او له دې پرته په اقلیم باندې منفي اغیز کوونکو په اړه لکه د سمندر جریانونه… read more »

Glacial stage – د یخچالونو بهیر

په جیولوجي کې، د یخچالونو په دوره او موده دواړو کې یو سوړ ټوک ته وایي. د یخچالونو دوره یا عصر د جیولوجیکي وخت یوه برخه ده په کوم چې د ځمکې لویه سطحه یخونو پوښلې وه. د پلایسټوسین وخت (Pleistocene Epoch) ته (د ۲.۶ میلیونه کاله او ۱۱۷۰۰ کاله وړاندې ترمنځ وخت) ته د… read more »

Ellsworth Huntington – اېلس ورت هنټېنګټون

د سپټمبر په ۱۶ نېټه، کال ۱۸۷۶، د متحده ایالتونو په ګېلزبرګ کې زېږېدلی او د اکتوبر په ۱۷ نېټه، کال ۱۹۴۷، د کوون ایالت په نیو هاون کې مړ شوی. د متحده ایالتونو جغرافیه پوه وو چا چې پر تمدن د اقلیم اغیز کشف کړ.   هنټېنګټون د ۱۸۹۷–۱۹۰۱ کلونو ترمنځ د ترکې په… read more »

Climate change – د اقلیم بدلون

په ځانګړو مودو کې د ځمکې د اقلیم بدلون ده، د اقلیم بدلون په اتوموسفېر کې د بدلون له امله رامنځته کیږي. د اقلیم د بدلون بل لامل د ځمکې په سیستم کې د اتوموسفېر له جیولوجیکي، کیمیاوي، بیولوجیکي او جغرافیایي فکتورونه سره فعل او انفعال ده. اتوموسفېر په دوامداره توګه خوځنده یا متحرک ده…. read more »

Climate classification – د اقلیم ډلبندي

د سیستمونو په داسې طریقه فارمول کول کوم چې د جغرافیایي سیمو اقلیمونه مطالعه کوي، ساده کوي، روښانه کوي تر څو د سیمو د اقلیمونو ورته والی او توپیرونه وښي او د اقلیم په اړه ساینسي پوهې کې مرسته وکړي. دا ډول طرحه په هغو هڅو تکیه کوي کوم چې د چاپېریال په اړه خورا… read more »

Climate – اقلیم

اقلیم په یوه ځانګړې سیمه کې د اتوموسفېر اوږدمهاله حالت ده؛ د اتوموسفېر د عناصرو اوږدمهاله ټولګه او په دې عناصرو کې تغیر ده. هوا (weather) او اقلیم (climate) خپلمنځ کې توپیر لري پورته ټول یاد شوي که لنډ مهاله وي هوا ورته وېل کیږي. د فضا عناصر لمریزې وړانګې، تودوخه، لوندوالی، ورښت، د ورښت… read more »

Tropical wet-dry climate – د ګرمو سیمو لوند وچ اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، ځانګړنه یې وچ او لوند اقلیم ده، ډېر ورښت پکې په اوړي کې کیږي، وچ موسم یې د مون سون ګرمو سیمو په پرتله اوږد ده. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په سیستم کې د (Aw) په لنډیز ښودل شوی. د کال په اوږدو کې یې… read more »

Tundra climate – تنډرا اقلیم

د کوپېن د اقلیم په ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، په دې سیمه کې یوه میاشت د منځنۍ کچې تودوخه لري کومه چې واوره ویلې کولای شي په دې مانا چې تودوخه صفر °C وي خو هېڅ داسې میاشت نشته چې تودوخه پکې تر ۱۰ °C زیاته شي.د ورښت کچه منځنۍ وي…. read more »

Wladimir Köppen – ولادي میر کوپېن

د سټمبر په ۲۵ نېټه، کال ۱۸۴۶، د روسې د امپراتورۍ په سنټ پېټرز برګ کې زېږېدلی او د جون په ۲۲ نېټه، کال ۱۹۴۰، د اتریش په ګراز کې مړ شوی. د جرمني هوا پېژندونکی (meteorologist) او اقلیم پېژندوکی (climatologist) وو چا چې د نړۍ اقلیمي سیمې تشرېح او نقشه کړي. تر ۷۰ کالو… read more »

Charles Greeley Abbot – چارلز ګريلي آبټ

د مې په ۳۱ نېټه، کال ۱۸۷۲، د متحده ایالاتو په وېلټن کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۷ نېټه، کال ۱۹۷۳، په رېور ډېل کې مړد شوی. د امریکا ستور پوه فزیک پوه (astrophysicist) وو چا چې په (Smithsonian Astrophysical Observatory) اداره کې، په واشنګټن ډي سي ښار کې د ریس په توګه څلوېښت… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons