Ellsworth Huntington – اېلس ورت هنټېنګټون

د سپټمبر په ۱۶ نېټه، کال ۱۸۷۶، د متحده ایالتونو په ګېلزبرګ کې زېږېدلی او د اکتوبر په ۱۷ نېټه، کال ۱۹۴۷، د کوون ایالت په نیو هاون کې مړ شوی. د متحده ایالتونو جغرافیه پوه وو چا چې پر تمدن د اقلیم اغیز کشف کړ.
 
هنټېنګټون د ۱۸۹۷–۱۹۰۱ کلونو ترمنځ د ترکې په اوفرېټس کالج (Euphrates College, Harput, Turkey) کې روزونکی وو، په کال ۱۹۰۱ کې یې د ترکې اوفرېټس سیند کشف کړ، د ۱۹۰۳–۰۶ کلونو ترمنځ یې مرکزي اسیا ته خپل سفرونه وکړل او خپل سفرونه یې په (The Pulse of Asia) کې تشرېح کړل او وروسته د ۱۹۰۷ او ۱۹۱۷ کلونو تر منځ د متحده ایالتونو په (Yale University) پوهنتون کې پروفیسر شو. په کال ۱۹۱۱ کې یې فلسطین او د فلسطین تغیر (Palestine and Its Transformation) خپور کړ.
 
د ۱۹۱۰–۱۳ کلونو ترمنځ یې په متحده ایالتونو، مکسیکو او مرکزي امریکا کې اقلیمي پلټنې پیل کړې. پلټنې یې د اقلیم له ځمکې سره تړاو، د اقلیم له جیولوجیکي او تاریخي تغیرونو سره تړاو او د اقلیم پر انساني فعالیت د اغیز په اړه وې. خپلې څېړنې او پلټنې یې په څو کتابونو کې خپرې کړي خو تر ټولو نامتو یې تمدن او اقلم (Civilization and Climate) کوم چې په ۱۹۱۵ او بیا ځلې په ۱۹۲۴ کې چاپ شوی، انساني عادت (The Human Habitat) په کال ۱۹۲۷ کې خپور شوی او د تمدن عمده لاملونه (Mainsprings of Civilization) چې په کال ۱۹۴۵ کې چاپ شوی.
Ellsworth Huntington
Ellsworth Huntington for image detail page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons