Climate change – د اقلیم بدلون

په ځانګړو مودو کې د ځمکې د اقلیم بدلون ده، د اقلیم بدلون په اتوموسفېر کې د بدلون له امله رامنځته کیږي. د اقلیم د بدلون بل لامل د ځمکې په سیستم کې د اتوموسفېر له جیولوجیکي، کیمیاوي، بیولوجیکي او جغرافیایي فکتورونه سره فعل او انفعال ده. اتوموسفېر په دوامداره توګه خوځنده یا متحرک ده. پر فزیکي خواصو او د خوځښت پر لوري او نرخ یې مختلف فکتورونه لکه لمریزې وړانګې، په لویه وچه کې جغرافیایي موقیعت، سمندر، د غرونو موقیعت، د اتوموسفېر کیمیا او پر ځمکه وده کوونکي شنه اغیز کوي. یاد شوي ټول فکتورونه د وخت له تېرېدو سره تغیر کوي او په ځینو کې یې لکه د ځمکې پر سطحه شینوالی، د اتوموسفېر کیمیا او په سمندر کې د تودوخې وېش کې ډېر ژر تغیر پیدا کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons