Climate classification – د اقلیم ډلبندي

د سیستمونو په داسې طریقه فارمول کول کوم چې د جغرافیایي سیمو اقلیمونه مطالعه کوي، ساده کوي، روښانه کوي تر څو د سیمو د اقلیمونو ورته والی او توپیرونه وښي او د اقلیم په اړه ساینسي پوهې کې مرسته وکړي. دا ډول طرحه په هغو هڅو تکیه کوي کوم چې د چاپېریال په اړه خورا زیات مالومات راغونډوي، ګروپ کوي او ترتیب کوي تر څو د اقلیمي بهیرونو تر منځ فعل او انفعال روښانه کړي. د طرحې لپاره دوه طریقې کاریږي یوه تجربوي طریقه ده او بله جنتیکي طریقه ده.
 
د یوې سیمې اقلیم د چاپېریال د حالتونو ترکیب ده لکه خاوره، شینوالی، هوا او وغیره. اقلیم یو داسې مفهوم ده چې د نړۍ د چاپېریال ټولې برخې په نظر کې نیسي او له همدې امله د نړۍ هېڅ برخه یو بل ته ورته اقلیم نلري.
 
د اقلیمي ډلبندۍ تر ټولو زړه طریقه د کلاسیک یونان طریقه ده کومې طرحې چې نړۍ د عرض البلدونو په زونونو وېشلې وه او وېش یې هم د پام وړ موازي وو ۰°، ۲۳.۵° او ۶۶.۵° کوم چې د استوا خط ده د سرطان استوایي سیمې او مرغومی او د شمالي او جنوبي قطبونو په دایرو باندې یې نړۍ وېشلې وه او همدسې یې وېش د ورځو د اوږدوالي پر بنسټ وو. د اقلیم عصري ډلبندي په ۱۹ پېړۍ کې شوې په کومه کې چې د نړۍ د سیمو د تودوخې او ورښت نقشه هم موجوده وه. تر اوسه پورې تقریبا تر ۱۰۰ زیاتې اقلیمې طرحې جوړې شوي او ټول طرحې له یو بل سره توپیر لري.
 
په جنتیکي ډلبندۍ کې اقلیمي طرحه د اقلیم جغرافیایي ښودونکو پر بنسټ، د سطحې د انرژۍ پر بنسټ او له هوا څخه لاسته راوړل شوو مالوماتو د څېړنې پر بنسټ جوړیږي. په تجربوي ډلبندۍ کې اقلیمي طرحه د اقلیم د سیستم د یوه یا څو اجزاو دمالوماتو پر بنسټ اقلیمونه سره ګروپ کوي. په دې اجزاو کې شینوالی تر ټولو اړین جز ده. شینوالی یوه داسې اله ده په کوم چې اقلیم کچه کیږي.
Lifezones Pengo
Life zones Pengo By Peter Halasz

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons