Climate – اقلیم

اقلیم په یوه ځانګړې سیمه کې د اتوموسفېر اوږدمهاله حالت ده؛ د اتوموسفېر د عناصرو اوږدمهاله ټولګه او په دې عناصرو کې تغیر ده. هوا (weather) او اقلیم (climate) خپلمنځ کې توپیر لري پورته ټول یاد شوي که لنډ مهاله وي هوا ورته وېل کیږي. د فضا عناصر لمریزې وړانګې، تودوخه، لوندوالی، ورښت، د ورښت ډول، تکرار او کچه ده، د اتوموسفېر فشار ده او د بادونو سرعت، لوری یا جهت ده.
 
د انګرېزۍ (climate) له یونانۍ (klima) څخه اخیستل شوې او مانا یې ماېل شکل ده لکه د لمر وړانې چې له پورته ښکته غورزیږي، د ځمکې عرض البلدونه ښي خو انګرېزۍ کې یې مانا له پخوا څخه په یوه ځانګړې سیمه کې د فضا اوږد مهاله حالت درک شوی. د عصري انګرېزۍ د (climate) کلیمې پخوانۍ املا (clime) ده او ځینې وخت یې د چاپېریال د شینوالي په شمول هر څه ته رجوع کوله. د هرې سیمې اقلیم هر کال، هره لسیزه، هره پېړۍ کې توپیر کولای شي کله دا تغیر کم او کله د پام وړ وي. اقلیم له وخت سره تړاو لري او له همدې امله د یوې سیمې ښودل شوی اقلیم باید د کال، لسیزې یا پېړۍ له مودې سره یاد شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons