Nuclear winter – اټومي ژمی

د اټومي چاودنې وړانګې، تودوخه او د الیکټرو میګنېټیک په توګه د انرژي د څپو خپرېدا په غېرې مستقیمه توګه او مستقیمه توګه په چاپېریال اغیز لري. په ۱۹۷۰ لسیزه کې مختلفو مطالعو او څېړنو فرض کړې وه چې په سټراټوسفیر کې د اوزون طبقه کومه چې ځمکه له ماورای بنفش وړانګو پوښلې ممکن ډېره برخه یې هغه نایټروجن اوکسایډ له منځه وېسي چې له اټومي چاودنو تولیدیږي. همداسې بلې مطالعې ښودلې چې اټومي چاودنه خورا زیاتې دوړې اتموسفیر کې خپروي کومې چې ځمکې ته د لمریزو وړانګو رسېدو مخنیوی کولای شي او په موقته توګه ځمکه سړولی شي.
 
کله چې د اټومي سروکو چاودنه تر سره شي نو په ښار او چار چاپېره ځنګلونو کې د اور نه کنټرول کېدونکی توپان رامنځته کوي کوم چې تر څو میلیونه ټنه پورې د بې کچې لوګي او دوړو لامل کیږي په نړۍ کې د بادونو دوران یې خپرولای شي او دا ډول د دوړو خپرېدا کولای شي تر څو اوونیو پورې ځمکه کې اټومي ژمی رامنځته کړي کوم چې د په ځمکه کې د شینوالي لویه برخه له منځه وړلای شي او د شینوالي کمېدا د انسان او ژو ژوند ګواښلی شي. ډېر ژوي او انسانان د ولږې او ناروغیو ښکار کولای شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons