Greenhouse gas – د شنو خونو ګاز

ټول هغه ګازونه چې د انفرارېډ وړانګو (د تودوخې د خالصې انرژۍ) د جذب وړتیا لري، هغه وړانګې جذب کوي چې له ځمکې بېرته فضا ته منعکسې شوې وي او له جذب وروسته یې بېرته د ځمکې لور ته منعکسې کوي او د شنو خونو په اغیز کې مرسته کوي. تر ټولو زیات اغیز کوونکي د شنو خونو ګازونه تبخیر شوې اوبه، میتان ګاز او کاربن ډایوکسایډ ده مګر اوزون، نایټروس اکسایډ او فلورین شوي ګازونه بیا په کمه کچه د انفرا رېډ وړانګې بېرته د ځمکې لور ته منعکسې کوي.
 
په فضا کې د شنو خونو د ګازونو غلظت د نړۍ په تاریخ کې تل د پام وړ توپیر کړی او په اوږدمهاله موده کې یې د نړۍ په اقلیمي بدلون کې پراخه ونډه اخیستې. کله هم چې د نړۍ په تاریخ کې د ځمکې تودوخه زیاته شوې په فضا کې د شنو خونو د ګازونو غلظت زیات وو خو کله هم چې تودوخه کمه وه غلظت یې فضا کې کم وو. د شنو خونو د ګازونو پر اقلیم باندې اغیز د هر ګاز له کیمیاوي طبیعت سره تړاو لري. ځینې ګازونه د دې وړتیا لري چې د انفرارېډ وړانګې په پراخه کچه جذب کړي.
 
په ځمکه کې ټکټونیکي فعالیت د میلیونو کلونو په اوږدو کې د فضا د شنو خونو د ګازونو پر غلظت اغیز کوي؛ شینوالی، خاوره، لندې ځمکې او سمندري سرچینې بیا سلګونه زره کاله موده کې د شنو خونو د ګازونوپر غلظت خپل اغیز ښي خو له صنعتي انقلاب را په دیخوا د شنو خونو د ګازونو په غلظت کې د زیاتوالي لامل یوازې انساني فعالیت ده په ځانګړې توګه د فوسیلي تېلو کارونه.
 
Greenhouse Effect
By Robert A. Rohde

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons