Indian summer – هندی اوړی

د متحده ایالتونو په ختیځه او مرکزي سیمه کې، د اکتوبر او نومبر په پای کې هوا چې کله توده او وچه شي د هوا همدې پېښې ته د هندي اوړي نوم اخلي. د نوم ریښې په امریکا کې له نیو انګلنډ سیمې سرچینه اخیستې او ممکن په دې وخت کې د امریکايي هندیانو د ژمي لپاره چمتوالي نیولو ته کارول شوې وي. د مني دا ګرم موسم په اروپا کې هم رامنځته کیږي او په انګلستان کې ورته د (All-hallown summer or Old Wives’ summer) نومونه اخلي. هندی اوړی ممکن په یوه کال کې څو ځله راشي خو په ځینو کلونو کې ممکن رانشي. تر یوې اونۍ یا زیات دوام کوي، د شپې لخوا هوا سړه وي، په اسمان کې ورېزه نه وي او کم باد سره هوا کې ډېر ښه والی رامنځته کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons