Global warming – نړیواله تودوخه

نړیواله تودوخه له تېرې یوې یا دوه پېړیو را په دیخوا د ځمکې سطحې ته نږدې په منځنۍ کچه د هوا ګرمومېدو ته وایي. داقلیم ساینس پوهانو د ۲۰ پېړۍ له نیمایي را په دیخوا د باران، تودوخې، بادونو او له دې پرته په اقلیم باندې منفي اغیز کوونکو په اړه لکه د سمندر جریانونه او په هوا کې د کیمیاوي ذراتو د ګډیدلو د کچې په اړه تفصیلي مالومات راغونډ کړي. دا مالومات ښي چې د جیولوجیکي وخت له پېل څخه تر اوسه د نړۍ په اقلیم کې د پام وړ تغیر رامنځته شوی چې لامل ېې انساني فعالیتونه، ضنعتي انقلاب او داسې نور دي.
 
کله چې ساینسي ټولنې د تودوخې د زیتېدو په اړه خپل غږ د ګواښ په توګه پورته کړ نو په کال ۱۹۸۸ کې د (Intergovernmental Panel on Climate Change IPCC) اداره رامنځته شوه. یاده اداره د (World Meteorological Organization WMO) او (United Nations Environment Program UNEP) لخوا تاسیس شوې. په ۲۰۱۳ کال کې همدې ادارې د خپل راپور انټروال خپور کړ چې له ۱۸۸۰ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د نړۍ د سطحې سره نږدې د هوا تودوخه ۰.۹ °C لوړه شوې; د تودوخې د زېاتېدو لامل ېې انساني فعالتونه ښودلي وو او وړاندوینه ېې کړې وه چې د ۲۱ پېړۍ تر پای پورې به له ۰.۳ تر ۴.۸ °C پورې تودوخه لوړه شي. ډېرو ساینس پوهانو نظر ورکړی چې که چېرې په هوا کې د غبار شکل کې صنعتي ذرات کوم چې د (aerosols) په نامه یادیږي کم شي نو د تودوخې د زېاتېدو مخه به نیول شوې وي.
 
د اقلیم ډېر ساینس پوهان وایي چې که د هوا تودوخه کې ۲ °C زېاتوالی راشي نو پایله به ېې ټولنیز، اقتصادي او ایکولوجیکي د پام وړ زېان وي؛ د ډېرو حیواناتو او بوټو نسل به له منځه ولاړ شي او همداسې به د سمندر په کچه کې لوړوالی رامنځته شي. یادې ادارې راپور ورکړی چې له ۱۹۰۱ تر ۲۰۱۰ پورې د سمندر کچه کې ۱۹–۲۱ سانتي متره لوړوالی رامنځته شوی؛ خو د شلمې پېړی د اولې نیمې برخې په پرتله په وروستۍ نیمې برخې کې ژر او زېات لوړ شوی. یادې ادارې دا وړاندوینه هم کړې چې د ۲۱ پېړۍ تر پایه پورې به د سمندر په کچې کې ۲۶–۸۲ سانتي متره لوړوالی راشي. دې راپور کې د تودوخې د زېاتېدو پرلاملونه ډېر تمرکز شوی چې یو لامل ېې د شنو خونو ګازونه دي کوم چې هوا ته خپریږي. دا ګاز په صنعتي شرکتونو کې د فوسیلي سوڼ له کارولو تولیدیږي. د تودوخې د زېاتېدو نور لاملونه په فضا کې د اوبو بخار، کاربن ډایوکسایډ، میتان، د نایتروجن اکسایډ او نور د شنو خونو ګازونه دي.
 
یادې ادارې خپل راپور کې لیکلي چې په ۱۸ پېړۍ کې، په فضا کې د کاربن ډایوکسایډ شتون (280 parts per million) وو خو تر ۲۰۱۴ پورې ېې کچه (400 parts per million ppm) ته ورسېده او که شرکتونه فوسیلي سوڼ سوزولو ته ادامه ورکړي نو د ۲۱ پېړۍ تر پایه پورې به ( parts per million ppm 560) ته ورسیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons