Heat wave – د ګرمۍ څپه

دغېرې عادي ګرمۍ اوږدې شوې مودې ته وایي. په انګرېزۍ کې (heatwave) هم لیکل کیږي. د ګرمۍ څپه ممکن له څو ورځو تر څو اوونیو دوام وکړي. په انساني فعالیت باندې په دواړو د پرمختګ په حال کې او پر مختللو هېوادونو کې یو ډول اغیز کوي. د ګرمۍ څپې له ۱۹۵۰ لسېزې را په دیخوا د اقلیم له بدلون سره تړاو لري. د هوا دا ډول ځانګړنه په هوا کې لوندوالی کموي کوم چې د وچکالي لامل ګرځي او یا هوا کې لوندوالی زیاتوي کوم چې انسانانو کې له هوا سره د تړاو لرونکي سټرس لامل ګرځي.
 
د ګرمۍ څپه کوم عمومي او معیاري تعریف نلري خو د نړېوالې هوا پېژندنې ادارې داسې تعریف کړی: پنځه یا تر پنځو زیاتې پر له پسې ورځې کومو کې چې تودوخه له منځنۍ کچه ۵ °C تودوخه زیاته شي. ځینې هېوادونه ورته خپل تعریف لري لکه هند کې: که تودوخه له منځنۍ کچې ۵–۶ °C زیاته شي خو متحده ایالتونو بیا د ګرمۍ څپه غېرې عادي ګرمي چې له دوه ورځو زیاته وي او لوندوالی هم له نورمال کچې زیات کړي د ګرمۍ څپه ګڼي.
 
که چېرې توده او لنده هوا په ابادي لرونکو سیمو کې تر ډېره پاتې شي د ډېرو خلک د مرګ لامل ګرځېدای شي په ځانګړې توګه په منځنیو عرض البلدونو کې کوچنیان د ډېر عمر خلک او روغتیا نلرونکي خلک په ډېره اسانۍ وژني. په ۲۰۱۰ کال کې، د روسې د ګرمۍ څپه کومه چې په ۱۰۳۶۰۰۰ کیلو متر مربع کې خپره شوې وه تقریبا ۵۵ زره کسان ووژل. د اروپا د ۲۰۰۳ کال د ګرمۍ څپه د ۳۰۰۰۰ کاسانو د مرګ لامل شوه او په متحده ایالتونو کې د ۱۹۸۸ کال د ګرمۍ څپې ۴۰۰۰ کسان وژلي او د هند د ۲۰۱۵ کال د ګرمۍ څپې د ۲۵۰۰ کسانو ژوند اخیستی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons