Wladimir Köppen – ولادي میر کوپېن

د سټمبر په ۲۵ نېټه، کال ۱۸۴۶، د روسې د امپراتورۍ په سنټ پېټرز برګ کې زېږېدلی او د جون په ۲۲ نېټه، کال ۱۹۴۰، د اتریش په ګراز کې مړ شوی. د جرمني هوا پېژندونکی (meteorologist) او اقلیم پېژندوکی (climatologist) وو چا چې د نړۍ اقلیمي سیمې تشرېح او نقشه کړي. تر ۷۰ کالو پورې یې د هوا پوهنې او اقلیم پېژندنې په پرمختګ کې ونډه اخیستې. د کوپېن عملي او تیوریکي لاسته راوړنو د اتوموسفير د ساینس په ودې خپل اغیز لرلای.
 
کوپېن تر ۲۰ کلنۍ پورې په روسیه کې پاتې شو. د کوپېن نیکه یو ښه جرمنی ډاکټر وو او د کترین دې ګرېټ (Catherine the Great) لخوا روسې ته دعوت شوی وو تر څو د ولایتونو په حفظ الصحه کې ښه والی رامنځته کړي. نیکه یې وروسته د تزاري روسانو شخصي ډاکټر شو. د کوپېن پلار پېټر فون کوپېن (Peter von Köppen) چا چې د ۱۷۹۳–۱۸۶۴ کلونو تر منځ ژوند کړی د سنټ پېټرز برګ په یوه اکاډیمې کې یې د احصیایه پوه، جغرافیه او تاریخ پوه په توګه کار کړی. کوم خدمتونه یې چې روسۍ ټولنې ته کړي وو د همدې خدمتونو له امله د مننې په پار د دوېم تزاري الکسندر (Tsar Alexander II) لخوا د اکاډمي ریس وټاکل شو.
 
ولادي میر کوپېن چې کله د خپل پلار لاسته راوړنو ته وکتل نو په ډېر کم عمر کې یې د خپل پلار له رشتې سره مینه پیدا شوه او خپل ځوان فکر، وړتیا او لر لید یې د کریمیا په ټاپوزمه کې د جغرافیایي مالوماتو د راغونډولو لپاره وکاروه. د مالوماتو راغونډولو لپاره به یې تل د کریمیا غرونو او غونډیو ته سفر کوه. وروسته یې د بوټو له جغرافې او له اتوموسفير سره د بوټو له اړیکې سره مینه پیدا شوه.
 
په کال ۱۸۶۴ کې یې د سنټ پېټرزبرګ پوهنتون کې خپلې زده کړې پېل کړې، په بوټپوهنه کې یې ماستري وکړه. کله به چې له خپل پوهنتون څخه کور ته تله نو د پوهنتون د سیمې شمالي تیاره ځنګلونو او نیمه معتدلې کریمیا سمندر غاړو یې د جغرافې په اړه لر لید نور هم پراخ کړ. په کال ۱۸۶۷ کې د (University of Heidelberg) پوهنتون ته ولاړ تر څو خپله دوکتورا وکړي. په کال ۱۸۷۰ کې یې خپله ډګري ترلاسه کړه او هلته یې د حرارت لاندې د بوټي په ودې څېړنې وکړې.
 
کله چې په ۱۸۷۰–۷۱ کې د پروسیا فرانکو (Franco-Prussian War) جګړه پېل شوه کوپېن په امبولانس کې سرتیری وو. له جګړې وروسته بېرته سنټ پېټرز برګ ته راوګرځېده او په (Central Physical Observatory) کې یې دنده تر لاسه کړه. درې کاله وروسته یې په هامبورګ کې له (German Naval Observatory at Hamburg) سره دنده پېل کړه چېرې چې د ادارې د ریس په توګه جرمنانو وګماره. په یاده اداره کې یې دنده د هوا ټیلیګرافي، د توپان د خبرداري سیستمونه او سمندري هوا وه. په کال ۱۸۸۴کې یې دنړۍ د تودوخې د کمربندونو نقشه جوړه کړه په نقشه کې یې له قطبي سیمو تر د ګرمو سیمو عرض البلدونو پورې د تودوخې زیاتېدنه او کمېدنه د میاشتو د شمېر پر بنسټ ښودلې وه. په کال ۱۹۰۰ کې یې د اقلیمي ډلبندۍ ریاضیکي سیستم خپور کړ. په دې سیستم کې یې پنځه عمده اقلیمي ډولونه تشرېح کړي وو او هر ډول ته یې د تودوخې او ورښت پر بنسټ ریاضیکي قیمت ورکړی وو. کله چې د کوپېن دا نقشه خپره شوه نو نورو ډېرو هوا او اوقلیم پوهانو هم د کوپېن د سیستم پر بنسټ خپلې نظرې خپرې کړې.
 
په کال ۱۹۱۹ کې تقاوت شو او په کال ۱۹۲۴ کې له هامبورګ څخه د اتریش ګراز ته ولاړ. په کال ۱۹۲۷ کې یې له (Rudolph Geiger) سره په ګډه په یوې لاسګرځنده اقلیمي رسالې کار پېل کړ. کله چې مړ کېده دا رساله تقریبا پوره شوې وه.
Picture Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=476267

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons