AgustaWestland AW189 – اګوسټا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۸۹

د منځنۍ کچې، د پنځه پرو څرخ لرونکې چورلکه ده. په لکۍ کې څرخ یې څلور پرې لري. دناستې لپاره درې ټایرونه یا ټري سایکل ګېر لري. دوه (General Electric CT7-2E1) مایشنونه پکې نصب وي. وړه چورلکه ده او له همدې امله په اوږد واټن کې د الوتنې لپاره مناسبه ګڼل کیږي. په سمندر کې د تیلو راوېستونکي شرکتونه یې د ټیم د ملاتړ لپاره، په سمندر کې د لټون او ژغورنې لپاره کار ترې اخیستل کیږي.

د هرې چورلکې په ګېر بکس کې غوړ ډېر اړین دي، که چېرې غوړ پکې ختم شي نو سملاسي ناستې ته اړتیا پیدا کوي او یا هم نسکوریږي. د اې ډبلیو ۱۸۹ ګېربکس له غوړو پرته ۵۰ دقیقې د الوتنې وړتیا لري. له اې ډبلیو ۱۳۹ او اې ډبلیو ۱۶۹ چورلکو سره یې د ډیزاین فلسفه، د خوندیتوب ځانګړنې او د الوتنې د ترسره کولو ځانګړنې ورته دي.

د څلورو رنګونو اېل سي ډي سکرینونه پکې موجود دي. د الوتنې د کنټرول سیستم یې اتومات څلور محوره ډوبلېکس مخابراتي سیستم دی. د لوري د کنټرول لپاره اتومات سیستم پکې دی. همداسې د لټون رادار، د هوا رادار، د غږ ثبت کوونکی، د الوتنې د مالوماتو ثبت کوونکی، د شپني لید لپاره ښیښه، د چورلکې د تخنیکي ستونزې لټونکی سیستم پکې موجود دی. خوځښت کونکی د نقشې سیستم هم لري. د پیلوټ لپاره پکې د مصنوعي لید سیستم نصب شوی.

له ځمکې سره د ټکر د مخنیوي لپاره پکې لټونکی سیستم موجود دی. په هوا کې د نورو چورلکو لټون کوي او پیلوټ ته یې په اړه مالومات ورکوي تر څو په هوا کې د ترافیکي پېښې مخنیوی وکړي. د لوري موندونکی سیستم او مخکې لور ته د کتونکي انفرارېډ کامره هم لري. د ډېرې لوړې فریکونسي او د فوق العاده لوړې فریکونسي راډیو پکې موجوده ده. د ډېرې لوړې کچې فریکونسي له ۳۰ تر ۳۰۰ مېګاهرټز پورې فریکونسي ده معمولا د تلویزیون د سګنال خپرولو لپاره کاریږي ؛ د فوق العاده لوړې فریکونسي کچه له ۳۰۰ تر ۳۰۰۰ مېګاهرټز فرېکونسي ده. برېښنایي سیستم یې (open architecture) کارولی شي په دې مانا چې اضافه کېدنه او له نورو سیستمونو سره تباله پکې امکان لري.

هره چورلکه داخل کې مختلف ډیزاین لري خو تر دوه پیلوټانو پورې او نهه کسانو پورې داخل کې ځایدلی شي. چوکۍ یې د دې وړتیا لري چې د نسکورېدو پر وخت پکې د ناست کس له ضربې او زیان لیدنې ساتنه وکړي. بهر کې د وسایلو کېښودو لپاره پکې برخه جوړه شوې، دروازې یې ښوېدونکې دي په دې مانا چې څنګ لور ته ښویږي او بهر لور ته پرانیستل کېدونکې نه دي. داخل کې د مسافرو لپاره، د بیړنیو مرستو رسونکي ټیم لپاره جوړښت لري. په ځانګړو شرایطو او حالتونو کې یې یو پیلوټ هم د الوتنې لپاره کافي دی.

له دې ټولو پرته د وزن پورته کولو لپاره، په واورې د کوزېدو لپاره دړې، د تېلو لپاره اضافي ټانکۍ، د اوبو په سطحه د لامبو لپاره سیستم، په تیاره کې د لټون لپاره لوی ګروپ هم پکې د نصب کېدو وړ دي.

اې ډبلیو په لیډ هوایي ډګر کې

مخینه
د دوه ماشینونو چورلکه ده. جوړونکي شرکتونه یې لیونارډو اېس پي اې او اګوسټا وېسټ لنډ دي. طرحه یې د اې ډبلیو ۱۴۹ څخه اخیستل شوې. د دواړو ترمنځ توپیر اې ډبلیو ۱۴۹ نظامي چورلکه ده خو اې ډبلیو ۱۸۹ د ملکي موخې لپاره د تولید ډول دی. د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۰ نېټه د پاریس په هوایي نندارتون کې اګوستا وېسټ لنډ نندارې ته وړاندې کړې وه، په نندارتون کې یې تر ۲۰۱۳ پورې د کارونې د تصدیق ترلاسه کولو او په ۲۰۱۴ کې کارونې ته د چمتو کېدو اعلان کړی وو. اوسمهال تر ۷۰ زیاتې چورلکې تولید شوي.

لمړۍ طرحه یې اې ډبلیو ۳۹ نظامي چورلکه وه، د اې ډبلیو ۳۹ د تولید غټ ډول اې ډبلیو ۱۴۹ دی، او د اې ډبلیو ۱۴۹ نظامي چورلکې د ملکي موخې لپاره د تولید ډول اې ډبلیو ۱۸۹ دی. د جلا موخې لپاره کارېدونکې چورلکې دي خو د فزیکي جوړښت طرحه او انجنیري یې خپله کې ګډ دي.

اګوستا وېسټ لنډ پرېکړه وکړه چې خپله چورلکه په سمندر کې د لټون او ژغورنې لپاره پلور ته چمتو کړي، همداسې یې د کسانو د انتقال لپاره د ټرانسپورټ چورلکه کړي. د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۲۱ نېټه یې لمړۍ د ازموینې الوتنه وکړه. د ازموینې لپاره الوتنه کې ټولې شپږ چورلکې کارېدلې وې. په شپږو کې څلور د تولید لمړی ډول وو او دوه لمړۍ تولید شوې چورلکې وې. له ازموینې وروسته یې سملاسي تصدیق ته چمتو کړې او مارکېټ کې پېرېدونکو ته منتظر وو.

اګوستا وېسټ لنډ دوه شرکتونه دي اګوستا د ایټالیا او وېسټ لنډ د انګلستان دی خو دواړه په چورلکو ګډې پروژې لري. د ۲۰۱۳ کال په اګسټ کې یې اوومه چورلکه جوړه کړه او د انګلستان وېسټ لنډ شرکت ته یې د ازموینې او تصدیق ترلاسه کولو لپاره وسپارله. انګلستان ته سپارل شوې چورلکې د ۲۰۱۳ کال په ډسمبر کې خپله لمړۍ الوتنه ترسره کړه او مارکېټ ته چمتو شوه. په ۲۰۱۴ کال کې یې د اروپا له (Aviation Safety Agency – EASA) او (the Federal Aviation Administration FAA) ادارو تصدیق ترلاسه کړ او د ۲۰۱۵ کال په اګسټ کې (Interstate Aviation Committee IAC) هم تصدیق ورکړ.

په ۲۰۱۵ کال کې یې تولید وځنډېده او لامل یې د کنګل او واورې ضد سیستم په تولید او تصدیق ترلاسه کولو کې ځنډ وو. خو ډېر ژر یې د واورې ضد تصدیق ترلاسه کړ او تولید ته یې ادامه ورکړه.

د اې ډبلیو ۱۸۹ طرحه

د ۲۰۱۵ کال تر د جنوري تر ۵ نېټې پورې تر ۱۵۰ زیاتو ډلو د یادو چورلکو ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه. تر ۲۰۲۵ کال پورې یوازې د روسې روس نېفت د تیلو شرکت د ۱۶۰ چورلکو غوښتنه ترې کړې وه. ټولې چورلکې به د وېسټ لنډ شرکت، د روسې د چورلکو په نوم شرکت او فاین میکانیکا شرکت جوړوي. هیلي ورټ پکې د ورستیو چآرو دنده په غاړه لرله. د ۲۰۱۳ کال په اګسټ کې د انګلستان بریسټو ګروپ د یولس چورلکو غوښتنه کړې وه. همداسې دوه چورلکې د انګلستان د دفاع وزارت غوښتې وې. په منځني ختیځ کې د خلیج هیلیکوپټرز په نوم شرکت هم یادې چورلکې پېرلي.په ۲۰۲۱ کې چین هم د یادو چورلکو غوښتنه کړې او لمړۍ جوپه به یې تر ۲۰۲۳ پورې ترلاسه کړي.

اې ډبلیو ۱۸۹ د پاریس په هوایي نندارتون کې

کارونکي

ازربایجان
  • ازاربایجان اېرلاین
مصر
  • د مصر هوایي ځواک
اېندونیزیا
  • د اېندونیزیا ملي پولیس
جاپان
  • د ټوکیو اور وژونکې اداره
مالیزیا
  • وېسټ سټار
  • د اور وژنې اداره
قطر
  • د خلیج چورلکې
روسیه
  • د ایکسون نېفتې ګاز شرکت
سوېله کوریا 
  • د اور وژنې او طبيعي پېښو اداره
متحده عرب امارات
  • دوبی رویال ایر وېنګ
متحده ایالتونه
  • مایلسټون اووېشن ګروپ
انګلستان
  • بریسټو ګروپ
وېتنام
  • د ویتنام د سوېل د چورلکو شرکت

ځانګړنې

  • پیلوټان : یو یا دوه
  • سپرلۍ : تر نهو پورې مساپر
  • اوږدوالی : ۱۷.۶۰ متره
  • لوړوالی : ۵.۰۶ متره
  • له وسایلو سره وزن : ۸۳۰۰ کیلو ګرامه
  • د تیلو ظرفیت : ۲۰۶۳ لیتره
  • ماشین : دوه (General Electric CT7-2E1 turboshaft engine) ماشینونه
  • سرعت : په یو ساعت کې ۳۱۳ کیلو متره، له ۳۷۰ تر ۹۰۷ کیلو متره پورې په یو ځل الوتنه کولای شي
اې ډبلیو ۱۸۹ د مالټا په نړیوال هوایي نندارتون کې

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons