Airbus RACER – اېربس رېسر

چټکه الوت کوونکې د کم لګښت چورلکه ده. اېربس هیلیکوپټرز شرکت جوړه کړې. د طرحې بنسټ یې د (Eurocopter X³) چورلکې دی. په لمړي ځل د ۲۰۱۷ کال په جون میاشتې کې د پاریس هوایي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوه.

په یو ساعت کې تر ۴۰۰ کیلو متره پورې سرعت لري او تر دودیزو چورلکو یې د الوتنې لګښت ۲۵% کم دی. له دودیزو چورلکو یې سرعت ۵۰% لوړ دی. دوه ماشینونه پکې کارېدلي. د دې وړتیا لري چې اسمان ته پورته کېدو پر وخت یې یو ماشین ګل پاتې شي او بېرته د الوتنې پر وخت ولګیږي، په دې چارې د تیلو سپما او د الوتنې واټن زیاتول کولای شي. د تنې په جوړښت کې یې وسپنیز کمپوزیټ سپک دی، د تنې وزن یې هم سپک دی، همداسې د لوړ ولټیج لپاره د مستقیم برېښنایي جریان په سیستم کې یې د وزن کموالي ته پام شوی.


مخینه
د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۰ نېټه د پاریس هوایي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې. د پاک اسمان د څېړنې د پروګرام برخه ده. ایرو ډاینامیک طرحه یې په ۲۰۱۷ کې تصدیق شوې. په بنسټیزه توګه د (RTM322) ماشین ورته خوښ شوی وو خو په ۲۰۱۸ کې د ۲۵۰۰ هارس پاوره ځواک تولیدونکی (Safran Aneto-1X) ماشین ورته غوره وګڼل شو. دواړه ماشینونه ورته ځواک تولیدوي خو سفران بیا کوچنی او سپک جوړ دی.

ایټالیا یې د دوه اړخونو لپاره ګېر بس یا ټایرونه تولیدوي، انګلستان یې د وزرو ځینې برخې، په رومانیا کې تختې ته ورته برخې تولیدیږي او هسپانیا یې د لکۍ بنسټیزې برخې تولیدوي.

له ۲۰۱۸ کال وروسته یې د غږ او لړزې کمولو په سیستم، د کارونې لپاره په مختلفو موخو او طرحو یې، د ټولو برخو په نصب او وروستیو چارو او ۲۰۲۱ کې د لمړۍ الونې پلان باندې کار روان وو خو د کورونا له امله یې یوازې ۵۰ % چارې تر ۲۰۲۱ پورې بشپړ شوې وې. تمه وه چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې خپله لمړۍ الوتنه ترسره کړي.

 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons