Jan Howard Finder – جان هورډ فاینډر

د ۱۹۳۹ کال، د مارچ په ۲ نېټه د متحده ایالتونو د اېلېنای ایالت په شیکاګو ښار کې زېږېدلی او د ۲۰۱۳ کال، د فېبرورۍ په ۲۶ نېټه مړ شوی. د پوهنتون مدیر، د مسلک مشاور، د ساینسي افسانو لیکوال، د ساینسي افسانو لپاره د فیلکر میوزیک هنرمند، د لیلیو لرونکی، د سېلانیانو لارښونکی او د جامو نندارې ته وړاندې کوونکی وو.

په ۱۹۶۴ کال کې یې د جان رونالډ روېل ټالکین له کتابونو سره مینه پیدا شوه، د لوست تر څنګ یې د پوهنتون په مدیریت کې دنده لرله او د ژوند لویه برخه یې د مسلک د مشاور په توګه تېره کړې. خلکو د وامبټ لقب ورکړی وو – وامبټ د لنډو پښو لرونکی څورب ژوی دی. د ژوند د نورو چارو تر څنګ د ساینسي افسانو د کنوانسیون ریس هم پاتې شوی.

فاینډر د (The Spang Blah) اېډېټر هم دی. کومې لیکنې یې چې کړي په (The Grapes of Rath 1980) او (Microcosmic Tales 1981) کې خپرې شوي. په کال ۱۹۸۲ کې یې (Alien Encounters 1982) اېډېټ کړ. په ۲۰۰۶ کې، په دوه فلمونو کې (UnCivil Liberties and The Break-Up) د لنډ وخت لپاره راڅرګند شوی. وروسته د پروستات په سرطان اخته شو او د ۲۰۱۱ کال له مارچ تر اګسټ پورې روغتون کې د درملنې لاندې وو. د سرطان درملنې ته یې د ۲۰۱۳ کال د فېبروري تر ۲۶ ادامه ورکړه او بلاخره په ۲۶ تاریخ د الباني میډیکل سنټر په نوم روغتون کې مړ شو.

Sidebar



Share
Hide Buttons