احساساتي غبرګون مو په ځان باور کموي

انسان د احساساتو لرونکی ژوی دی. احساسات د خوښي، مینې، وېرې، غسې او کرکې احساس دی. د رامنځته کېدو لامل یې ممکن هغه حالت وي کوم کې چې ته ېی او یا هم هغه خلک وي له کومو سره چې ته یې. احساسات مختلف ډوله احساسونه دي او هر حالت کې د غبرګون په توګه لمړی احساسات کاروو وروسته سملاسي د مغز هغه برخه کاروو کومه چې منطق تولیدوي. که چېرې مونږ هر حالت کې مخکې تر دې چې غبرګون وښیو لمړی دا خپل زهن کې ومنو چې په احساساتو ډک شوی یو، دوېم ګام کې د زهن منطقي برخې کارولو ته رجوع وکړو او بیا غبرګون وښیو نو په دې مدیریت باندې به مو په خپلو کړنو او وینا ډېر کنټرول ترلاسه کړی وي او کله مو چې وینا او کړنې کنټرول کې شي نو خپل ځان ښه او ډېر پېژنئ او په خپل ځان ډېر باور لرئ.

په ځان باور تاسې سره د خپل ځان ښه پېژندلو کې مرسته کوي، په مناسبه طریقه مو د احساساتو تجربه کولو کې مرسته کوي، له نورو سره پوهاوي کې مو مرسته کوي او د ځان هماغسې منلو کې مو مرسته کوي لکه څرنګه چې یاستی.

څرنګه خپل احساسات مدیریت کړو ؟ د بېلګې په توګه یو چا نیوکه درباندې وکړه او ته غسه شې، وېره دې پیدا کړه، یا یې خپه کړې د احساساتو تر ښودلو مخکې ارام سره سا واخلئ، په ډوبې سا اخیستنې د خپل ځان له احساساتو سره اتصال ختم کړئ او خپل ځان ته ووایئ چې زه د خپګان/غسې/ یا وېرې احساس لرم دا ډول خبره او سا اخیستنه له تاسې احساسات خالي کوي. دا تخنیک تاسې سره مرسته کوي چې غبرګون مو منطقي وي، کړنې مو کنټرول کې وي، په ځان د باور کچه مو زیاته وي.

Sidebar



Share
Hide Buttons