زهني او فزیکي روغتیا په ځان باور باندې اغیز لري

د فزیکي او زهني روغتیا لپاره تر ټولو اړین خوب، سپورت او مناسب خواړه دي. د خوب په اړه څېړنې ښي چې نورمال روغتیا لرونکی کس په یوه شپه کې د ۷ او ۹ ساعتو ترمنځ خوب ته اړتیا لري.

څرنګه ښه خوب کولای شو ؟
– د خوب ځای مو ارام بښونکی کړئ، پام مو بل لور ته له اوښتو را وګرځوئ، د خوب خونه مو تیاره وساتئ، له ۱۸°C کمه یا زیاته تودوخه کې خوب مه کوئ.
– د خوب وخت کې بدلون مه راولئ، په یوه وخت ویده کیږئ او په یوه وخت پاڅېږئ.
– د خوب کوټه کې مبایل، کمپیوټر، تلویزون مه کاروئ.
– له ماسپښین درې بجو وروسته چای او کافي مه څکئ.
– له ویده کېدو دوه ساعته مخکې خواړه خورئ ځکه چې کله خواړه هضم کیږي تاسې خوب نشئ کولای.

سوپورت
بدن د ناستې لپاره نه دی جوړ شوی بلکې د خوځښت لپاره جوړ شوی. که چېرې تاسې کلب ته د تلو وخت نه لرئ نو د ورځې اوږدو کې قدم ووهئ، کور کې هره ورځ تر دېرش دقیقو عضلو ته نرمښت ورکړئ. له سپورت سره ستاسې بدن د اېنډورفین په نوم کیمیاوي توکي تولیدوي او اېنډوفین بدن کې مثبت احساس پیدا کوي او مثبت احساس مو په ځان د باور کچې لوړولو کې مرسته کوي.

خواړه
په خپلو خوړو کې د غوړو، بورې او وچې ډوډۍ کمول خو برعکس میوه لکه انار، هندوانه، خټکۍ، انګور، مندتې، الوچې زیاتول نه یوازې ستاسو د غړو لکه د معدې، پښتورګو، زړه، سږو او ځیګر ساتنه کوي بلکې بدن کې مو منګ او پړسوب هم له منځه وړي. همداسې تازه سبزي زیاتول لکه مرچ، ملۍ، ملي سرخک، چغندر یا لبلبو، پودینه، دڼیا، ګندنه، پیاز، رومیان، کاهو، لیمو، بادرنګ او داسې نور ستاسې د زهني او فزیکي روغتیا ساتنه کې مرسته کوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons