د خلاقیت وړتیا ته وده ورکول

ولې خلاقیت تر هر وخت ډېر اړین دی ؟
خلاقیت د نوي فکر او نظر د یو نوي څه رامنځته کولو لپاره کارونه ده. د مختلف توکو په مختلفو طریقو جوړلو ته خلاقیت وایي.
د انساني ټولنو له پیل تر اوسه هنر او خلاقیت د کلتورونو په وده کې مرکزي رول لرلای. له هغو خلکو چې په سمڅو کې اوسېدل او په ښکار یې خپل ژوند پر مخ بیوه د سمڅو په دیوالونو له انځورګري نیولې تر د مصر د اهرامو پورې او تر اوسني عصري مهندسي پورې هنر او خلاقیت خپل مرکزي رول لوبوي. هنر، طرحه او خلاقیت د انساني هڅو اوج دی او ټول هغه نظرونه رانغاړي کوم چې د نړۍ په هیوادونو او نسلونو کې موجود دي. هنر او خلاقیت سیاسي نظر، توکم، عمر، جنسیت، مذهب او ژبې ته له پام پرته انسانان سره یو ځای کوي. هنر او خلاقیت دواړه یو انرژي او احساساتي تجربه تولیدوي کومه چې د خلکو ترمنځ د اتصال لامل کیږي.

جورنال جوړونه
د خلاقیت وړتیا ته د ودې ورکولو لپاره یوه طریقه په یوه ځانګړې کتابچه کې درې پوښتنې لیکل او په مختلفو طریقو یې ځوابول دي. پیل یې له درې سوالونو وکړئ. دا طریقه تاسې د مغز له خودمختارې برخې سره وصل کوي. سوالونه لاندې لیکل شوي :

۱ – ولې زه د خلاقیت وړتیا ته په ځان کې وده ورکول غواړم ؟
۲ – کله چې زه په کار ځای او ژوند کې ډېر خلاق واوسم له دې چارې د څه تمه ترې لرم ؟
۳ – په خلاقیت زه د څه لاسته راوړلو هیله لرم ؟

ډېری خلک له خلاقیت سره جوړ نه وي او لامل یې ځوان عمر کې یا هم په ټولګي کې ناکامه هڅه وي، دا ویره ده او په ویرې برلاسي کېدل په بیا بیا هڅې امکان لري. وېره انسان کې طبیعي ده او له مونږ سره په محفوظ پاتې کېدو کې له خطره لرې کېدو کې مرسته کوي. کله هم چې وېره احساس کړو نو له درېو په یوې طریقې غبرګون ورته ښیو : مقاومت، تېښته او یا جام پاتې کېدنه. وېره انسان کې یو ډېر زوړ مېکانېزم دی کوم چې مونږ خپل چاپېریال کې محفوظ ساتي. پخوا وخت کې انسانان په خپل چاپېریال کې له ډېرو ګواښونو سره مخ وو خو په عصري وخت کې دا ګواښونه بدل شوي. ډېری وخت په مونږ کې وېره موجوده وي خو مونږ یې نه درک کوو. دا زهن کې ولرئ چې تاسې مو خپل فکرونه او وېره نه یاستئ بلکې دواړه له وخت سره بدلیږي خو تاسې تل تاسې اوسئ.

که چېرې تاسې کې لکه د وېرې په څېر داسې نور کمزوري ټکي وي چې ستاسې د خلاقیت د وړتیا مخه نیسي نو داسې سوالونه ولیکئ او ځواب یې کړئ :
– کوم فکرونه مې د خلاقیت وړتیا د ودې ورکولو مخه نیسي ؟
– د هغو وېرو نوملړ جوړ کړئ کومې چې ستاسې د وړتیا مخه نیسي لکه زه په خلاقیت کې ښه وړتیا نشم لرلای.
– د خلاقیت په اړه مو مثبت او منفي فکر دواړه ولیکئ.

دا ډول لیک تاسې له خپل ځان سره اشنا کوي او دواړو کمزور ټکو او وړتیاو ته مو ورپام کوي. مونږ ټول د خلاقیت وړتیا لرو خو په ځینو کې د ښونځي ښونکو او ځینو کې خپلې کورنۍ دا وړتیا وژلې وي او ځینو بیا د نه کارونې له امله دا وړتیا هېره کړې وي.

د خلاقیت لپاره تر ټولو اړین لمړی خپل فکر ته اجازه ورکړئ چې هر ډول نظرونه تولید کړي. دوېم ګام کې خپل پام بل لور ته له اوښتو راوګرځوئ لکه مبایل کتلو، له خلکو سره له خبرو او داسې نور. که چېرې ستاسې پام بل لور ته واوړي نو تر ۲۵ دقیقو بېرته په بشپړ توګه ټول پام خپلې چارې ته نشئ اړولی. د ځینې خلکو پام بهرني عوامل بل لور ته اړوي خو ځینې بیا خپل زهن کې داخلي بې کچې زیات چورتونه او فکرونه لري او یاد فکرونه یې د تمرکز او پام بل لور ته اوښتو لامل کیږي. که چېرې تاسې په داخل کې د فکرونو او چورتونو ستونزه لری نو هره ورځ تر دېرش دقیقو پورې په اوسمهال کې د اوسېدو طریقه تمرین کړئ. په اوسمهال کې د اوسېدو طریقه ستاسې د مغز د دواړو نیمو کرو په فعالیت کې توازن رامنځته کوي.

د خلاقیت د وړتیا ښه کولو لپاره هره ورځ خپل فکرونه که هغه د هر څه په اړه وي تر پنځلس دقیقو پورې لیکئ. دا ډول لیکل ستاسې مغز له اضافي فکرونو پاکوي او منظم کوي. له مغز مو د فکرونو تولید ته لار هواروي. په مغز کې زخیره اړینو مالوماتو او پوهې ته ستاسې لاسرسی پیدا کوي. په خپل فکر مو کنټرول زیاتوي او په نظرونو مو تمرکز ښه کوي.

ځینې خلک د ورځې په ځانګړي وخت کې چارې ښې پر مخ وړي. که تاسې د خلاقیت په وړتیا کار کول غواړئ نو د ورځې په اوږدو کې هغه وخت پیدا کړئ کوم کې چې تاسې چارې سمې پر مخ وړلای شئ، تاسې پکې له انرژي ډک احساس لرئ او کړنو ته پکې چمتو یاستی. داسې میوزیک ته غوږ شئ چې انګېزه مو زیاتوي. ځان مو په یوه وخت کې په ډېرو چارو کې مه بوخت کوئ بلکې په یوې ځانګړې چارې کار وکړئ. داسې چاره انتخاب کړئ چې نه ډېره اسانه وي او نه هم ډېره ننګونکې وي. د چارې روښانه موخه وټاکئ.

دوامداره سپورت د زهني روغتیا، سالم فکر او خلاقیت لپاره تر هر څه ډېر اړین دی. له ماتې سره ملګرتیا جوړه کړئ. که چېرې تاسې له ماتې وېره ونه لرئ نو په دې مانا ده چې تاسې د نوي نظر له پلي کېدو وېره نه لرئ. هر بریالی کس له ماتې خوړلو په ویرې نه دی بریالی شوی بلکې د وېرې خطر یې په غاړه اخیستی او له ماتې سره یې مناسبه دوستي کړې او هر هغه نظر یې موندل چې مونږ یې په اړه لا تر اوسه فکر هم نه دی کړی. دا پام کې ونیسئ چې خلاقیت په ۲۱ پېړۍ کې نوې کرنسي ده کومه چې هر ځای کې هر څه اخیستلای شي.

Sidebar



Share
Hide Buttons