د مغز د څپې حالت او خلاقیت

د زهن مناسبې او سمې فضا ته وړل او له ناسمو فکرونو لرې کول دي. دا چاره په اوسمهال کې په اوسېدو کیږي. له دې پرته د مغز د اندازه کوونې لپاره د (Muse) په نوم اله هم شته کومه چې تاسې ته ښي چې مغز مو کومې څپې ته داخل شوی، یاده اله مو په اوسمهال کې د اوسېدو د تمرین پرمهال هر پړاو کې ستاسې د مغز د څپې حالت تاسې ته ښي، د تمرین د دوام په صورت کې په سکرین تاسې ته مالومات په اتومات توګه ښودل کیږي. څېړونکي بیا د (EEG) په نوم د مغز د اندازه کولو اله کاروي.

د مغز د څپې مختلف حالتونه مختلفې اغیزې لري که چېرې مونږ له هر حالت او اغیز سره یې سم اشنا شو نو په دې پوهېدلای شو چې د خلاقیت لپاره د مغز کوم د څپې حالت وکاروو او نوي نظرونه پرې تولید کړو. د انسان مغز ډېر پېچلی دی او تقریبا تر ۱۰ واټه پورې برېښنایي ځواک تولیدوي. په جوړښتي توګه پرې هغه فکرونه کوم چې مونږ کوو، هغه احساسات کوم چې مونږ احساس کوو او هغه خبرې کومې چې مونږ بیانوو خپل اغیز لري. همداسې میلیونونه چارې پر مخ وړي له کومو چې مونږ خبر هم نه یو. زمونږ مغز د هنر او خلاقیت لپاره هم کار کوي او فکر ورته تولیدوي، نوي نظرونه یې په اړه تولیدوي. مغز د احساس، چلند، پېژندنې او تجربې کور دی. که چېرې مونږ د خلاقیت لپاره د مغز روزنه زده کړو نو ډېر څه پرې کولای شو.

د مغز د څپې مختلف حالتونه
مونږ ممکن د ورځې په یوه ځانګړي وخت کې د نورو وختونو په پرتله ممکن زیات خلاق واوسو. دا ځکه چې د ورځې په اوږدو کې زهن د څپې له یو پړاو نه بل ته په دوراني شکل تګ کوي. د ټولو فکرونو په ریښه کې چلند او احساسات د نیورونونو ترمنځ پیغام رسونکي دي. د زهن څپې د همغږو شوو برېښنایي ضربانونه د نیورونونو له تنې رامنځته کوي او یو بل سره اړیکه کې وي. د زهن څپې په پنځه کټګوریو وېشل شوي هر یوه یې دېلتا، تېتا، الفا، بېټا او ګاما دي.

دېلتا
DELTA (0.5–3Hz)
د مغز د څپې تر ټولو ورو حالت دی. ډېری وخت کله چې مونږ ډېر په ژوره توګه په اوسمهال کې د اوسېدو طریقه تمرین کوو او یا هم له خوب لیدلو پرته ویده یو مغز دې حالت ته ځي. په دې حالت کې ژوره بېرته رغېدنه او د حجرو بیا ځلې تولید رامنځته کیږي.

تېتا
THETA (3–8Hz)
تېتا د مغز د څپې حالت ته زمونږ مغز هغه وخت داخلیږي کله چې خوب وینو. هغه که د ورځې وي او که دشپې. په دې وخت کې مونږ ډېر نظرونه لرلای شو. معمولا د مغز مثبت د څپې حالت دی. له درک ورهخوا تصور او خیال سره تړاو لري. په دې حالت کې مونږ حافظې او پوهه کې ښه والی راوستلی شو. ښه زده کړه پکې کولای شو او د خلاقیت وړتیا ته پکې وده ورکولی شو.

الفا
ALPHA (8–12Hz)
داسې حالت دی په کوم کې چې مغز بوخت نه وي لکه یوه چاره پای ته ورسوئ او له چارې وروسته دمه کوئ، یا هم طبیعت کې قدم وهئ. په دې حالت کې مغز ارام او خوښ احساس کوي. په دې وخت کې مغز نظرونه او لرلید داخل ته اخلي.

بېټا
BETA (18–30Hz)
بېټا حالت د چټک فعالیت حالت دی. دې حالت کې مونږ چمتو، متمرکز، پام کوونکي او د ستونزو هوارولو کې بوخت یو او یا هم پرېکړې کولو کې بوخت یو.

ګاما
GAMMA (25–100Hz and above)
د مغز ګاما حالت هغه وخت موجود وي کله چې د مغز له مختلفو برخو مالوماتو ته پروسېس ورکوو. د لوړې کچې د لرلید لرلو له حالت سره تړاو لري. په اوسمهال متمرکز حالت وي.

د خلاقیت لپاره د مغز د څپې د حالت کچه لوړول
د مغز د څپې هر حالت مختلفې دندې او اغیز لري. ځینې د څپې حالتونه تر نورو ډېر مسلط وي خو ټول په ګډه کار سره کوي تر څو د انسان احساسات، لرلید او وړتیاوې رامنځته کړي. څلور داسې طریقې شته چې ستاسې د مغز د څپې حالت لوړوالی شي او د چارو پایله مو ښه کولای شي.

۱ – له کومو خلکو سره چې تاسې وخت تېروئ
زهن د مخابرې یا راډیو ټرانزمېټر په څېر دی، د مخابرې په څېر کوم کسان چې زمونږ چارچاپېره وي هغوي ته څپې لېږدوي. همداسې زهن مو په اتومات توګه له هغو خلکو سره ځان په همغږۍ کې کوي له کومو سره چې تاسې وخت تېروئ. له همدې امله ډېره اړینه ده چې له هغو خلکو لرېوالی وکړو کوم چې زهري فکر لري ځکه چې دا ډول خلک مو په ډېره چټکۍ له انرژي خالي کولی شي. دا اړینه ده چې داسې خلکو سره مو د ورځې وخت تېر کړئ کوم چې خپله هم ژوند او کار کول غواړي او نور هم یادو چارو ته هڅوي.
همداسې که چېرې تاسې طبیعت کې قدم ووهئ نو د ونو او طبیعت انرژي مو چار چاپېره چاپېریال جوړوي او په چاپېریال کې ژوي، ونې او بوټي تاسې ته انرژي درکوي.

۲ – خواړه
ځینې وخت کې خواړه د انرژي درکولو په ځای تاسې له انرژي او روغتیا دواړو خلاصوي او که یې چېرې له سالمو خوړو سره پرتله کړئ نو قیمت یې هم ډېر وي. د بېلګې په توګه خواږه خواړه او کافي تاسې ته موقتا انرژي درکوي خو له دې لنډمهالې انرژي وروسته سملاسي بې کچې زیات بې انرژي کیږی. له خوړو مو غوړ، بوره او وچه ډوډۍ بې کچې زیات کم کړئ او په ځای یې میوه لکه انګور، خټکۍ، هندوانه، مندتې، انار، ګیلاس، توت، سنزلې، مڼې، او په سبزي کې لکه مرچ، ملۍ، ملي سرخک، چغندر یا لبلبو، پودینه، دڼیا، ګندنه، پیاز، رومیان، کاهو، لیمو، بادرنګ او داسې نور ستاسې د زهني روغتیا ساتنه کې مرسته کوي.

سالم خواړه درمل دي خو ځینې خواړه زهر دي، له همدې امله باید د خوړو په اړه خوښې کې ډېر پام وکړو. کوم څښاک، واښه یا خواړه چې کاروئ لمړی یې په اړه کافي مالومات ولرئ. کوم خلک چې لوېدیځو هیوادونو کې اوسي له انرژي څکلو او یا هم ډبلیو کې له ساتل شوو خوړو دې ډېره کلکه ډډه وکړي ځکه چې دا ډول خواړه نه یوازې مړه دي بلکې په کیمیاوي توکو یې ساتنه کیږي او یاد کیمیاوي توکي مو روغتیا ته بې کچې زیات زیان لرلای شي. د پروتینو لپاره تر ټولو ښه سرچینه هګۍ دي، په اونۍ کې دوه ځلې د کبانو خوړل، د چرګ سینه خوړل، او یا هم سره غوښه خوړل مو د روغتیا ساتنه کې مرسته کوي. کوم توکي چې له شیدو جوړ شوي لکه مستې، پنېر او داسې نور مو د هاضمې د سیستم روغتیا ساتي او بدن کې مو بي ویټامینونه پوره کوي.

۳ – خپلې خبرې، زهن او کړنې پاکول
خبرې، فکرونه او کړنې مو په طبیعي روغتیا او داخل کې فرېکوینسي مستقیم اغیز لري. ستاسې خبرې، کړنې، فکرونه او خواړه ستاسې په روغتیا خپل اغیز لري. هر منفي احساسات مو ژوند او روغتیا د بدرنګي په لور بیایي. له داسې فلمونو او سریالونو کتلو ډډه وکړئ چې تاسې کې منفي احساسات پیدا کوي، له داسې میوزیک اورېدو ډډه وکړئ چې په داخل کې مو د خپګان څپې رامنځته کوي او تاسې له انرژي او زهني روغتیا خلاصوي. داسې کتابونه ولولئ کوم چې ستاسې زهن په یوه مثبته انرژي بدلولای شي. له خپلو خبرو ټولې زهري ویناوې لرې کړئ، د ناخوښونکو پېښو او خبرو په اړه فکرونه مه کوئ او هره کړنه مو داسې څه کړئ چې تاسې ترې خوند اخیستی شی.

۴- په اوسمهال کې پاتې کېدل تمرین کول

Sidebar



Share
Hide Buttons