خبرې اترې او خلاقیت

ته د خپلو خبرو په اندازه ځواکمن یې په دې مانا چې هر څه مو خبرې کوي او که مو چېرې خبرې اترې د خبرو اترو له هنر سره برابرې نه وي او یا ورسره په ټکر کې وي نو تاسې واک او ځواک نشئ لرلای. له خلاقیت نه بریا جوړول د خبرو اترو هنر ته اړتیا لري. په کوم انداز کې چې خبرې کوې، څه چې وایې، کومې پوښتنې چې ته کوې، د غږ څرنګوالی دې او داسې نور ستا د لیډرشېپ او خلاقیت په اړه بل ته ډېر څه وایي او ستا په اړه د نورو لرلید جوړوي.

د خبرو اترو د هنر لس طریقې :
۱ – مخکې تر ویلو په دې پوهېږې چې څه وایې، په لنډو خو په روښانو جملو بل ته پیغام رسول، له پېچلې ژبې ډډه کول، سخت لغتونه نه کارول، په ساده شکل کې نظرونه تر بل رسول، په خبرو کې د غږ څرنګوالي ته پام او له بند بند کېدو ډډه کول.
۲ – په خبرو کې فعالې زمانې وکاروئ د بېلګې په توګه زه د کتاب په لیکلو بوخت یم، ستا خبرې باید دا وښي چې ته هغه څه کوې د څه په اړه چې خبرې کوې، په خبرو کې په خپلې موضوع خبرې وکړه، خپلې کړنې خپلې وښیه، خلک له داسې خلکو سره کار کول غواړي کوم چې یوازې خبرې نه کوي بلکې خبرې په عمل کې پېښوي او یا یې په عمل بدلوي، خلک له داسې خلکو سره کار کول نغواړي چې هر څه په خپل سر ورپېښ شوي وي نو دا اړینه ده چې خبرې مو تاسې د یو ځواکمن، پېښونکي یا په عمل بدلونکي لوبغاړي په توګه وښي ؛ دې دوه بېلګو ته وګورئ، کوم کس ته چې هر څه په خپل سر ورپېښیږي داسې وایې (د اروپا لپاره پلان یو ګام مخکې بیول شوی یا یو ګام مخکې تللی) خو کوم کس چې د خبرو په هنر پوهیږي او ځان په خبرو کې پېښونکی لوبغاړی ښي همدا جمله داسې وایي (ما په اروپا کې د کار لپاره یو پلان جوړ کړ).
۳ – که هر ډول حالت وي د فشار لاندې ارام اوسئ، ځینې وخت کاري چاپېریال سټرس کوونکی وي او کله هم چې فشار زیات شي نو د خوځښت او خبرو کنټرول مو په یاد کې ساتئ، تر څو نورو ته وښیې چې هر ډول حالت خپل کنټرول کې لرلای شې او حالت تا په کنټرول کې نه اخلي.
۴ – خبرې ساده کوه، داسې څه پکې مه وایه چې ته نه یې.
۵ – کله هم چې خبرې کوې نو په نورو باندې د خپلو خبرو اغیز پام کې نیسه
۶ – سوال ته داسې لنډ ځواب وایه چې پوښتنې ته مستقیم ځواب وي او له داسې تشرېح پکې ډډه وکړه کومه چې مستقیم تړاو ورسره نه لري.
۷ – پوښتنه یو ځواک دی او که تاسې یې په طریقه پوه شئ نو پوښتنې د دې لپاره کارولای شئ چې نور خلک ستاسې لپاره نظرونه تولید کړي.
۸ – د بدن ژبې ته مو ډېر پام وکړئ
۹ – په خبرو د کې د خوښونکو خبرو او په موخې خبرو کولو کې توازن وساتئ.
۱۰ – خبرو کې چې څومره امکان لري مثبت واوسئ.

Sidebar



Share
Hide Buttons