خلاقیت او ماته خوړل

د نوښتګر یا خلاق کس یوه ځانګړنه دا وي چې که چېرې یوه کړنه یې له ماتې سره مخ شي پروا یې نه کوي. مونږ له مور او پلار، د ښونځي له استادانو او ټولنې دا زده کړي چې ماته خوړل یا تېروتنه کول بد دي. یو کس کیسه کوي وایي چې ښونکي د انګرېزۍ ژبې مضمون کې کورنۍ دنده راکړه او له کتلو وروسته یې په سرې کرښې لیکلي وو چې تېروتنه پکې شوې، د کتابچې ترلاسه کولو وخت کې یې راته ووېل چې زه به هېڅکله لیکواله نشم خو اوس زه تر ټولو ښه لیکواله یم او زیات کتابونه لرم. یاد کس زیاتوي چې کله هم مونږ تېروتنه وکړو دا تېروتنه مونږ ته ډېر ارزښتمن مالومات را زده کوي.

د تېروتنې کولو او ماتې خوړلو خطر په غاړه اخیستل
کوم خلک چې بریالي دي خطر په غاړه اخلي او د ماتې او پایلې په اړه د فکر په ځای خپل تمرکز په چارې ساتي. د نوو طریقو ازموینه کوي، په دې تمرکز نه کوي چې نوې طریقې یې د نورو په نظر کې څه دي. د مالوماتو راټولولو او منطق پسې د ګرځېدو په ځای خپل مثبت احساسات کاروي. دې ته پام کوي چې څه بریالي شول او څه د چارې ناسموالي کې ونډه لرله او د سمون لپاره بیا چارې ته ادامه ورکوي.

لاندې خبرې په یاد کې وساتئ
– مونږ د بریا په پرتله زیاته زده کړه له ماتې خوړولو او تېروتنې کوو.
– دومداره تمرین کول مو پوهې زیاتېدو او بریا کې مرسته کوي.
– تېروتنې د نویو لارو پیدا کولو کې مرسته کوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons