د ځان خیال ساتنه او ناڅاپه بدلون

ته او هر بل انسان په ژوند کې بدلون تجربه کوي. ممکن بدلون د تمې خلاف وي، ممکن ناڅاپه بدلون وي، بدلون ممکن په کاري چاپېریال کې وي، ممکن ستاسې شخصي ژوند کې وي، ممکن په تنظیم کې بدلون وي، ممکن د کومې ناروغي تشخیص وي او یا هم ممکن د وبا له امله بدلون وي. ځینې کسان د تیوریانو لټون کوي، د داسې بهیر او پوهې لټون کوي کومه چې بدلون کې نوی ممکن نظم رامنځته کولای شي او د نوي نورمال په لور لار وي.

په ژوند کې زیاتې پېښې له ځان سره نوی بدلون رامنځته کوي، داسې بدلون چې نامطلوب وي، نا پلان شوی وي او د ژوند بدلونکی وي. ډېری وخت مونږ په دې هم نه پوهېږو چې رامنځته شوی بدلون به چېرې او کله پای ته رسیږي. په داسې حالت کې مونږ دا فکر نشو کولای چې نوی نورمال حالت مونږ ته منتظر دی او برعکس فکر کوو چې نورمال حالت تللی او نور نشته.

شاپېرک ووېل چې “یوازې ژوند کول کافي نه دي، د ژوند لپاره باید لمر هم شته وي، ازادي هم ولرم او کوچنۍ ګل هم موجود وي”
هنس کرېسشن انډرسن

د ځان پاملرنه
د ځان پاملرنه د ژوند کولو لپاره د خپلو وجو ساتنه ده، په ځانګړې توګه هغه اړیکې کومې چې مونږ جوړو او هغه موخه چې د هرې ورځې لپاره یې ټاکو.

زهني حالت
زهني حالت د انسان مزاج او د انسان په چلند او فکر باندې د دې مزاج اغیز ته وایي. نیورو فزیولوجي د مغز د فعالیت په اړه څېړنې کړي او پایله کې یې د مزاج د رامنځته کېدو پېچلتیا ښودلې. زمونږ په چار چاپېره چاپېریال کې رامنځته کېدونکې پېښې او حالتونه د مغز په ځینو برخو خپل اغیز لري او یاد اغیز هغه مزاج رامنځته کوي چې تاسې یې تجربه کوی.

مهرباني، زړه سوی او له قضاوت پرته قدرداني کول څه ته وایي ؟ مهرباني دې ته وایي چې تاسې پرته له کومې ځانګړې تمې لرلو د بل انسان یا حیوان کوم چې اړتیا کې وي مرسته کوئ. زړه سوی د بل په څېر احساس لرنې ته وایي او یا د بل لپاره د همغه په څېر احساس لرنې ته وایي، د بل په درد، غم او خوښي کې شریکېدنې ته وایي او یو ډېر مثبت احساس ګڼل کیږي. ځینې انسانانو دا زده کړي وي چې په نورو زړه سوی وکړي او ورسره مهربانه واوسي خو له خپل ځان سره مهربانه اوسېدل او په ځان زړه سوی کول یې هېر کړي وي او یا یې نه وي زده کړي او یادې چارې یې په چلند او احساساتو خپل اغیز لرلای وي. ځینو بیا دواړه زده وي خو تر خپل ځانه یې نورو ته لمړیتوب ورکړی وي خو ته هېڅکله له بل سره مرسته نشې کولای تر څو له خپل ځان سره مرسته کول زده نه کړې د بېلګې په توګه که کار ځان کې لمړی ته خپل ځان اداره نه کړې نو نور هم نشې اداره کولای.

بې تمې او بې قضاوته قدرداني باندې تر اوسه ډېر کم خلک پوهیږي. ډېری کسان د قضاوت او قدرداني یا ستاینې په اړه کافي مالومات نه لري. بل ته له قضاوت پرته غوږ اېښودنه یوه وړتیا ده او د بل په منلو تکیه کوي؛ په دې مانا چې ستا زهن کې خلک اجازه لري چې د خپل فکر پر بنسټ خپله نړۍ جوړه کړي او ته خپله اجازه لرې چې د خپلې خوښې او خپل فکر پر بنسټ خپله نړۍ جوړه کړې.

قدرداني کول ارزښت ورکونې ته وایي، په دې مانا چې ته نورو کې او چارچاپېره نړۍ کې د غوروالي د پېژندلو هڅه کوې. که چېرې تاسې بدلون سره مخ یاستی نو په ریښتینې توګه ځان پېژندل او قدرداني یې کول اړین دي، همداسې له ځان سره مهرباني او زړه سوی له بدلون سره د تطابق لپاره یوه اړتیا ده. که چېرې تاسې په ځان زړه سوی، له ځان سره مهربانه اوسېدل او د خپل ځان قدرداني کول نه وي زده کړي له بل سره هم یادې چارې نشی ترسره کولای. همداسې بدلون کې د نوي رامنځته کېدونکي نورمال حالت لار هم نشئ موندلی او فکر کوی چې نور حالت تېر وخت کې وو کوم چې نور نشته.

Sidebar



Share
Hide Buttons