فکري وده او بریا

ستاسې د زهن وړتیا هغه وخت محدوده کیږي کله چې تاسې د خپل ځان په اړه د ټولنې او کلتورونو نظرونه په خپل زهن وتپئ، په دې مانا چې د هغه څه منل کوم چې کلتور او ټولنه ستا په اړه تاته وایي. ټول انسانان د دې وړتیا لري چې د نورو له نظرونو بهر را ووځي او خپل ریښتینی ځان وویني خو ډېر کم خلک دا هڅه کوي.

بریالي کېدل او یا بریا څه ته وایي ؟ ډېری خلک په دې هڅه کې دي چې یاده پوښتنه ځواب کړي. د یادو خلکو تر ټولو لویه تېروتنه دا وي چې خپل ځان له نورو سره پرتله کوي او د بریا لپاره د هغوي تعریف تعقیبوي. خو یاد کس بریا ته رسېدنه په داسې لار کې لټوي په کومه کې چې دا کس بلد نه وي او یاده چاره مو له ماتې سره مخ کوي، له ماتې سره مخ کېدنه مو په ځان باور له منځه وړي. تاسې بریا ته د رسېدو لپاره خپل تعریف او لارې جوړولو ته اړتیا لری او د جوړولو لپاره یې د هیچا لارې کاپي کولو ته اړتیا نه لری. د بریا لار او تعریف مو باید له ټولنیز او کلتوري خنډونو اغیزمن نه وي. یاده چاره تر سره کول تر هغې امکان نه لري تر څو مو چې خپل ځان نه وي پېژندلی او ځان هغه وخت پېژندلی شی کله چې خپله موخه وټاکئ او تعقیب یې کړئ.

بنسټیز ارزښتونه
بنسټیز ارزښتونه بنسټیز باورونه دي د کوم پر بنسټ چې ستاسې ورځنۍ پرېکړې، کړنې ترسره کوئ، چلند یې پر بنسټ اختیار کوئ او خپلې موخې ته لوری پرې ټاکئ. ستاسې بنسټیز ارزښتونه د ځان په اړه له پوهې رامنځته کیږي او که چېرې مو د ځان په اړه پېژندنه د ټولنې او کلتور نظر وي نو هېڅکله بریا ته نشی رسېدلی. کله هم چې تاسې له نامالومې راتلونکې سره مخ شی د پرېکړو لپاره بنسټیز ارزښتونه کاروی. څومره چې له ځان سره ښه اشنا شی، خپل ارزښتونه سم وپېژنئ او مثبت بدلون پکې راولئ همدومره ښې او اغیزمنې پرېکړې کولای شئ. کله هم چې تاته خپل ارزښتونه روښانه وي نو همدومره پرېکړې کول هم اسانه وي.

خپل هر ارزښت تعریف کړئ. د بېلګې په توګه تاسې درې ارزښتونه (ازادي، ټولنه او خندا) لری د هر یو تعریف ته لاندې کتنه وکړئ :
– ازادي : ازادي ماته دا وړتیا راکوي چې هرڅه چې وغواړم، هر وخت یې چې وغواړم او له هر چا سره یې چې وغواړم کولای یې شم.
– ټولنه : که چېرې خلک زما چار چاپېره موجود وي له پوښتنې پرته وړتیا مرسته او ملاتړ ترلاسه کولای شم.
– خندا : کله هم چې ژوند سخت پړاو کې وي نو خندا وړیا خوښي او ښه احساس راکوي.

بنسټیز ارزښتونه ټاکل او تعریف کول ښه دي خو تر هغې بې ارزښته دي تر څو مو چې پلي کړي نه وي. له ټاکلو او تعریف کولو وروسته یې د عملي کولو ګام پورته کړئ.

خوښه لرل
سمه او ناسمه خوښه لرل نشته. یوازې توپیر یې دادی چې ستا خوښه ده او د بل نه ده. د بېلګې په توګه یو کس غواړي ساینسي فلمونه وګوري او یو څه ترې زده کړي خو بل غواړي ساینسي کتابونه ولولي. تاسې دواړه ترسره کولای شی خو خوښ مو یو دی. که چېرې تاسې له خپلې خوښې سره ځان اشنا کړئ نو په کولو کې یې انګېزه لوړوالی شئ.


خپل انځور یا هم ځان انځور
مونږ خپل ځان څرنګه تعریف کوو ؟ له کومو کړنو چې زمونږ ژوند جوړ دی همدا کړنې بېرته د هیندارې په څېر مونږ ته د خپل زهن په لور انعکاس راکوي او زمونږ زهن پکې خپل ځان ویني. همدا کړنې زمونږ زهن ته پیغام ورکوي چې څه کولای شو او په خپلو کړنو څه ترلاسه کولای شو ؟ دا چاره تاسې په دې پوه کوي چې تاسې له څه خبر او له څه ناخبره یاستی. که چېرې د خپل ځان په اړه یوازې منفي نظر ولرئ نو زهن مو ټول په منفي اړخ تمرکز کوي. تاسې تر ډېره خپل نیم او منفي انځور وینئ او خپلو وړتیاو ته پام نه کوئ. که چېرې تاسې خپلو وړتیاو ته هم پام وکړئ نو د یو څه ترلاسه کولو لپاره یې کارولی شئ.

په داسې نړۍ کې ژوند چې هر کس پکې په لوړ غږ د خپلو لاسته راوړنو او په ځان د باور خبرې کوي ؛ که چېرې مونږ پکې د خپل ځان په اړه منفي زهنیت ولرو او یا هم د کلتور او ټولنې فکر کوم چې محدود باورونه دي خپل ارزښتونه ترې جوړ کړو نو خپلو کړنو کې یوازې د ځان نیم انځور لیدلای شو. ځان مو له هغو تعریفونو ازاد کړئ کوم چې تاسې سره د موخې په ترلاسه کولو کې مرسته نه کوي. د خپل ځان په اړه زهنیت مو خپل کنټرول کې وساتئ، ستاسې په اړه د نورو له لید څخه د خپل ځان تعریف او زهن کې انځور مه جوړوئ. په خپلو وړتیاو تمرکز وکړئ او په دې فکر وکړئ چې په خپلو وړتیاو څه ترلاسه کولای شئ.

په ځان د باور ژبه
د باور شکل او کچه په هر چا کې توپیر لري. په ځان د باور په اړه هر کس مختلف تعریف لري او تعریف یې له شخصیت سره تړاو لري خو په ټولیزه توګه په ځان باور په خپل داخل کې په خپلو وړتیاو، خپل ارزښت او خپل ارزښتونو باور دی. کله هم چې تاسې کې یاد باور د کړنو مرکز وي نو تاسې په دې اند یاستی چې په کومو چارو کې چې پوهه، تجربه او وړتیا لرئ ترسره کولای یې شی. دا ډول خلک د خپل ځان او کړنو په اړه د بل تصدیق ته او یا نظر ته اړتیا نه لري. په ځان باور په دې مانا نه دی چې ته لوی اتل یې او هر څه پرته له ستونزې ترسره کوې. په ځان باور لرونکی کس خپلې نیمګړتیاوې هم پېژني او د سمون لپاره یې له نورو مرسته هم غواړي او ننګونې هم ورته مالومې وي. په دې باور وي چې خپلو ټولو نیمګړتیاو کې سمون راوستل هم امکان نه لري خو تر پخواني حالت د غوره حالت په لور تګ ورته نا ممکنه نه وي. همداسې هغو خلکو سره نږدې اړیکې جوړوي کوم یې چې په نیمګړتیاو کې مرسته ورسره کولای شي.

Sidebar



Share
Hide Buttons