احساساتي زیرکتیا ته وده ورکول

احساساتي زیرکتیا ته وده ورکول هغه وخت امکان لري کله چې تاسې په خپلو کړنو او چلند تمرکز ولرئ. که چېرې تاسې په خپلو کړنو او چلند تمرکز وکړئ نو دا چاره مو د اړیکو مدیریت ته، ځان پېژندنې یا له ځان خبرېدنې ته، د ټولنې پېژندنې ته او د ځان مدیریت ته اړ کوي. دا چاره تاسې د فکري انعکاس د دوران په لور بیایي او تاسې اړ کوي چې په دې پوه شئ چې کوم احساسات مو لرل او کوم ګټور او کوم ویجاړونکي وو. همداسې تاسې دا زده کوئ چې د احساساتو له امله تاسې کې کوم چلند رامنځته شوی وو او په کوم حالت کې چې تاسې وی په هغه حالت یې څه اغیز لرلای وو. همداسې تاسې ته دا در زده کوي چې که تاسې بل ډول چلند یاد حالت ته اختیار کړی وای نو پایله باندې به یې اغیز څه وو. تاسې ته دا در زده کوي چې راتلونکې کې کوم ډول چلند اختیار کړئ او څه ډول خپل احساسات مدیریت کړئ.

د تېر وخت د احساساتو په اړه خپل د فکري انعکاس دوران داسې جوړ کړئ :
– د تېر وخت ښه یا بده پېښه در یاد کړئ.
– د پېښې له امله خپل احساس ولیکئ.
– تر لاسه شوې پایلې باندې مو د خپل احساس اغیز ولیکئ.
– اوس دا ولیکئ چې څه مو باید کړي وای چې پایله یې مثبته شوې وای او یا هم تر دې غوره وای ؟
– د راتلونکې لپاره بدلون ولیکئ.

که چېرې تاسې پورته چاره هر وخت تمرین کړئ نو له هغه نا مطلوب چلند اختیار کولو مو راګرځوي کوم چې تاسې له خپلې موخې او بریا بل لور ته بیایي.

له ځان خبرېدنه
له ځان خبرېدنه دې ته وایي چې احساسات او له امله یې رامنځته شوی چلند په تاسې څه اغیز لري، له نورو سره په فعل انفعال څه اغیز لري او په نورو یې اغیز څه دی، په نورو کې څه ډول احساسات رامنځته کوي او تاسې سره کوم ډول چلند اختیار کوي.

له ځان خبرېدنه اړینه ده ځکه چې : تاسې هر ډول احساسات تجربه کولای شئ، په یوه وخت کې څو ډوله احساسات تجربه کولای شئ، کله هم چې تاسې په سټرس حالت کې اوسئ نو د خپلو احساساتو او له امله یې رامنځته کېدونکي چلند باندې ځان خبرول اړین دي تر څو په بې اختیاره توګه نامطلوب چلند اختیار نه کړئ.

ډېری خلک د ځینې احساساتو له تجربه کولو ډډه کوي لکه وېره او غسه ځکه چې دوي په دې اند دي چې یاد احساسات یو ډول کمزورتیا یا نیمګړتیا ده. یاد احساسات په اداري کلتور کې هم د منلو وړ نه دي. د احساساتي زیرکتیا د ودې او د احساساتو د مدیریت لپاره تل داسې نوټ له ځان سره ولیکئ تر څو له ځان څخه د خبرتیا وړتیا ته وده ورکړئ : له چا سره مو خبرې اترې کولې ؟ د دې کس له تا سره اړیکه، د څه په اړه مو خبرې کولې ؟ موضوع، څه ډول احساسات مو لرل ؟ منفي که مثبت، د احساساتو احساس کول مو څومره ځواکمن وو؟ د احساساتو په بیان مو کنټرول لره او که نه ؟

که تاسې چېرې یادې چارې هر وخت تر سره کړئ نو په دې پوهېدلی شی چې کوم ډول خلک تاسې کې منفي احساسات پاروي او کوم ډول خلک تاسې کې مثبت احساسات پاروي، کوم ډول پېښې کوم ډول احساسات تاسې کې رامنځته کوي، په دې مو پوهوي چې چېرې باید تاسې خپل کوم ډول احساسات ځواکمن ښودلي او بیان کړي وای او یا مو له بیانولو ډډه کړې وای کوم چې تاسې پکې نه دي کړي.

څرنګه تاسې ځان خبرولای شی چې بل منفي احساسات تجربه کوي په مستقیم او یا غیرې مستقیم شکل یې بیانوي ؟ د نورو چلند کې دا ډول بېلګې ولټوئ : تعطیل یا بل وخت ته ځنډول، داسې ټوکې چې برید پکې وي، مرور مخ نیول، په خبرو کې زړه نا زړه کېدل، سر تمبه کېدل، په ارادي توګه ماتې ته لار هوارول. تاسې خپل ځان کې هم ورته چلند مطالعه کولی او لامل کېدونکي احساسات یې موندلی او ځان پرې پوه کولی شئ. دا ډول خلک دوه چارې نشي کولای : لمړی خپل احساس او نظر نشي بیانولی او دوېم بل ته او د بل نظر ته احترام نشي لرلای خو یو کار ډېر ښه کولای شي او هغه دا چې ځان قرباني ښودل په دې مانا چې هر ورپېښېدونکی حالت د نورو خلکو یا پېښو له امله بیان کړي او د خپل حالت ځان هېڅکله مسول نه کړي، همداسې د خپلو لاسته راوړنو لامل هم نور خلک ګڼي او خپله خپل ژوند کې هېڅ رول نه لري. د اډول منفي احساسات او له امله یې اختیار شوی چلند له تاسې خپلې نیمګړتیاوې او وړتیاوې پټوي او له فعالیت یا یوې موخې ته له رسېدو مو راګرځوي.

ستاسې ژوند کې ځینې چارې هم ډېری وخت د منفي احساساتو لامل کیږي او تاسې کې غیرې نورمال چلند اختیار کوي د بېلګې په توګه داسې چارو کې ډېر بې کچې زیات وخت تېرول کوم چې ارزښت نه لري، بې کچې زیات او یا له اړتیا ورهخوا د مبایل، کمپیوټر یا تلویزیون کارول، په مبایل یا کمپیوټر کې ګېم یا لوبې، ټوله ورځ د ټولنیزو رسنیو کارول لکه فیسبوک او یوټیوب یا داسې نور،… هر یو یې تاسې له دې راګرځوي چې له ځان څخه خپل ځان خبر کړئ، خپل منفي احساسات او له امله یې رامنځته شوی چلند وپېژنئ او سمون پکې راولئ. ستاسې مثبت او منفي احساسات او ترې رامنځته شوی چلند په نورو کې هم د احساساتو او چلند رامنځته کېدو لامل کیږي او بېرته ستاسې په لور انعکاس کوي.

د خپل ځان مدیریت
که چېرې تاسې خپل ځان سم وپېژنئ نو د خپل ځان مدیریت هم کولای شئ، داسې وړتیا لرلای شئ چې نور مو خپل احساسات کنټرول نه کړي بلکې تاسې احساسات کنټرول کړئ. د ځان مدیریت مانا دا ده چې خپل احساسات وپېژنې او داسې یې مدیریت کړې چې له نورو سره د مثبت فعل انفعال لامل شي، له دې پرته په هر ډول حالت کې د موخې د لاسته راوړنې لپاره ځان کې د انګېزې کچه لوړه وساتې. په خپل چلند او کړنو بشپړ کنټرول ولرې. په اداره کې هر مدیر باید د خپل ځان پېژندنې او د ځان د مدیریت وړتیا ولري که چېرې داسې نه وي کړنې او خبرې به یې له مزاج سره په بې اختیاره توګه بدلېدونکې او له موخې څخه انحراف کې وي او دې ډول ادارو یا مدیرانو سره وړتیا لرونکي خلک کار هم نه کوي. په تېر وخت کې دا ډول مدیران هره اداره کې پرېمانه وو او په غسې، توهین او کنزلو یا لوړ غږ خبرو به یې موخې ترلاسه کولې خو په عصري ادارو کې دا ډول خلک هېڅ ځای نه لري ځکه چې له یوې خوا د هر هېواد قانون دې ډول چلند ته اجازه نه ورکوي او له بلې خوا کار کوونکي هم په خپل حق پوهیږي.

د ځان مدیریت په دې مانا نه دی چې ته به هېڅکله نه غسه کیږې، ممکن داسې حالت هم وي چې غسه پکې یوازینی احساساتي غبرګون امکان ولري خو اړینه داده چې په دې پارول شوې غسې کنټرول ولرو او کومې ستونزې چې رامنځته کړې وي ستونزه حل کړو په دې مانا چې غسه ځانته د یوه پیغام په توګه وکاروو.

ځینې خلک د یوه مثبت حالت په اړه هم داخل کې منفي نظر او منفي احساسات لري لکه له یو کس سره د لیدو په اړه وېره لرل. که چېرې تاسې هم ورته حالت تجربه کوئ نو د فکري انعکاس دوران وکاروئ. لمړی خپل احساس وپېژنئ، په دې ځان پوه کړئ چې څرنګه احساس کوی، دوېم ګام کې یې لامل په ګوته کړئ او درېم ګام کې یې د سمون لپاره لاس په کار شئ.

که چېرې له نورو سره په فعل او انفعال کې تاسې خپل احساسات کنټرول نه کړئ نو نور خلک به هم د خپلو احساساتو د کنټرول لپاره هېڅ وجه ونه لري او دا چاره د خلکو ترمنځ د ډیسپلین د نشتوالي لامل کیږي. دا ډول حالت د زهن کارولو په ځای د احساساتو کارولو ته لار هواروي او د احساساتو کارونه تاسې له موخې منحرف کوي او حالت ته مو له ریښتینې کتنې راګرځوي. مخکې تر دې چې ستونزې په لوی لاس ویجاړونکې کړئ نو اړینه ده چې خپل احساسات او ترې رامنځته شوی چلند کنټرول او د حل لارې د لټې لپاره زهن وکاروئ.

د ځان د مدیریت لپاره له لاندې یاد شوي چلند اختیار کولو ډډه وکړئ :
– بې اړتیا د نورو د اغیز لاندې اوسېدل
– وړاندوینې
– په هر چا او هر څه نیوکې
– نورو باندې پړه اچول
– تل فکر کول او یا هېڅکله فکر نه کول
– مخکې له مخکې منفي نظرونه او وړاندوینې
– بې کچې زیات مسولیت اخیستل

کله هم چې تاسې د ځان د مدیریت پر وخت د ځان په اړه منفي موندنې ولرئ نو د سمون لپاره یې مثبت ګام واخلئ او هغه چلند په ګوته کړئ کوم چې ستاسې منفي احساسات تغذییه کوي. تل د نورو د خوښولو هڅه کې مه اوسئ ځکه چې هېڅ امکان نه لري چې تل ټول خوښ کړئ. که تاسې کار ځای کې ۹۵ % بریالي هم اوسئ نو ۵ % ماته به مو تر بریا په لوړ غږ ووېل شي نو تل هڅه وکړئ چې په خنثی رڼا کې نیوکې ووینئ او د مالوماتو په توګه یې د سمون لپاره وکاروئ.

د ټولنې پېژندل
که چېرې تاسې له ټولنې سره اشنا شی نو په دقیقه توګه خلک او وضیعت مطالعه کولای شئ، همداسې د خلکو احساسات درک کولای او ورسره پکې شریکېدلای شی. مدیریت داسې دنده په کومه کې چې ته څه غواړې په نورو یې ترسره کوې او یا هم په بله مانا ستا فکر د نورو کړنې وي. که چېرې له نورو سره کم یا هېڅ اشنا نه اوسې نو اړیکې نشې ورسره لرلای او له یو چا سره چې ګډ فکر اړیکې جوړې نه کړي نو ستا فکرپه کړنو نشي بدلولای او ته په یاده دنده کې مخکې نشې تللای. په مدیریت کې تر ټولو اړینه وړتیا د نورو درک کول او څرنګه چې احساس کوي او یا هم چې څرنګه دي قدرداني کول دي.

د اړیکو مدیریت
د نورو له احساساتو خبرېدنه او خپلو احساساتو ته پام کوونه ستاسې له نورو سره ښې او ټینګې اړیکې جوړوي او که چېرې پام ورته ونشي نو اړیکې مو ترینګلې کوي. که چېرې تاسې اړیکو کې ریښتیني واوسئ نو تاسې ته د نورو د لارښونې وړتیا هم درکوي. په اړیکو کې پیغام تر بل پورې په اغیزمنه توګه رسول او ترلاسه کول، د مخالفتونو یا شخړو هواری او له نورو سره په ګډه د یوې ګډې موخې لپاره کار کول دي. د اړیکو مدیریت په هر څه کې ستاسې له بریا سره خپلمنځي اړیکه لري. په ځانګړې توګه په اداره کې مدیریت چارې په نورو ترسره کول دي او د ګډې موخې په لور په ګډه تګ کول دي او که چېرې د ټیم ترمنځ اړیکې ترینګلې وي نو موخې ته رسېدل نا ممکنه خبر ده.

– نفوذ : ستاسې داسې وړتیا چې د خلکو ترمنځ همغږي رامنځته کړئ او د ټولو ملاتړ ترلاسه کړئ، په هغه څه تمرکز وکړئ چې نورو ته اړین دي.
– مشري : هغه کس له ځانه جوړول چې نور یې د تعقیبولو لپاره خوښ کړي.
– د نورو په وده کې ونډه اخیستل : د نورو وړتیاوې پېژندل او د ودې لپاره یې وړاندیز کول.
– د هغو نظرونو په اړه پوښتنې را پورته کول کوم چې پلي کیږي او که چېرې بدلون ته اړتیا وي نو بدلون ته لار هوارول.
– د شخړو مدیریت : که چېرې یو حالت د شخړې په لور تګ کوي سملاسي یې په ګوته کول او د هواري لپاره یې قطعي او پرېکړه کوونکي ګامونه اخیستل.
– خپله بریا مو په داسې طریقه تعریف کړئ چې په ترلاسه کولو کې یې ټول ټیم ګډون کولای شي.

د نفوذ لپاره ټولنیزه وړتیا اړینه ده. که چېرې خلک فکر وکړي چې ته د باور وړ او مثبت فکر لرونکی کس یې نو په ډېره اسانۍ یې د خپل نظر خپلولو یا تعقیب کولو ته هڅولی شې. دوي باید فکر وکړي چې ستا نظر کې د دوي ګټې په نظر کې ساتل شوي دي. که چېرې یو کس باندې نفوذ ونه کړئ نو د یادو افرادو مشري او لارښونه هم نشی کولای. په عصري حکومتولۍ او اداره کې هغه کس بریالی دی چې مشري ته نورو انتخاب کړی وي. که چېرې تاسې د نفوذ کولو وړتیا ونه لرئ نو ټیم کې به مو د خلکو کړنې ستاسې له نظر سره تل ټکر کې وي او تاسې به د کوچنیو کړنو سمون او کنټرول ته اړ کړي او پایله کې به له تاسې د مشري دنده پاتې وي.

که چېرې تاسې فکر کوئ چې له ټیم سره مو له اوږدې مودې کار کړی او تاسې یې پېژنئ نو ممکن د ټیم په کار کوونکو کې مختلف ډوله وړتیاوې شته وي کومو ته چې خپله د کار کوونکو نه وي پام او د ودې لپاره یې کار نه وي پرې کړی. د پټو وړتیاو موندنو لپاره تاسې پسیکومیټریک طریقې کارولی شی. پسیکو میټریک ازموینې انلاین په انټرنټ کې شته دي خو تر ډېره وړیا نه دي.

مدیریت کې تر ټولو اړین خپل موخه په روښانه توګه خپل ځان ته تعریف کول دي او که چېرې یې تاسې په روښانه توګه تعریف کړئ نو په اړه به یې ستاسې خبرې هم متمرکزې او مختصرې یا لنډې وي.

Sidebar



Share
Hide Buttons