چوکاټ کې کول

چوکاټ کې کول له موجودو مالوماتو سره تړاو لري. چوکاټ کې کوونه د دې لپاره وي چې ته پرې له خلکو د خپلې خوښې غبرګون ترلاسه کړې. د بېلګې په توګه که چېرې تاسې په خوړو ولیکئ چې ۷۵ % بې غوړو دي نو د خلکو غبرګون به دا وي چې بې زیانه خواړه دي او که چېرې په همدې خوړو تاسې ولیکئ چې ۲۵ % غوړ لري نو هر کس به یې له اخیستلو ډډه وکړي. چوکاټ کې کوونه په نظر، احساس، ستونزې د کتنې په طریقه کې بدلون راولي. همداسې د پېژندنې بیا ځلې چوکاټ کول په درملنه او مشوره کې کاریږي خو په سوداګرۍ کې د روښانه کولو، تشویق کولو، تشرېح کولو، په مارکېټ کې د پلور ښه کولو، د خدماتو وړاندې کولو او داسې نورو لپاره کاریږي.

بیا ځلې چوکاټ کوونه
بیا ځلې چوکاټ کوونه دې ته وایي چې یو نظر، یو مفهوم یا یو تولید تر پخوا په مختلفه توګه تشرېح کړې. حقیقت هماغسې پاتې کیږي لکه څنګه چې مخکې وو خو یوازې د بیان او تشرېح د بدلون له امله د خلکو په لید کې بدلون راولي. د بېلګې په توګه یوه ستونزه یا ننګونه موجوده ده، د یادې ستونزې یا بېلګې تشرېح مونږ زهن کې په مثبتې او منفي توګه کولای شو په دواړو حالتونو کې د ستونزې یا ننګونې حقیقت لکه د پخوا په څېر پاتې کیږي خو د تشرېح له امله یې زمونږ لید کې بدلون رامنځته کیږي او مونږ خپله تجربه له زیان اوښتونکې د هیله بښونکې په لور بیایو.

بیا ځلې چوکاټ کول یوه حالت ته په خپله په بل نظر کتل دي تر څو ځان کې انګېزه پیدا کړې او یا هم د نورو د یوه حالت په اړه نظر بدلول دي او پرې نفوذ کول دي، د نورو د یو څه کولو لپاره هڅول دي. داسې طریقه ده د کومې له لارې چې له نورو سره داسې اړیکې پرې جوړو په کومو کې چې د ټولو ګټه په پام کې نیول شوې وي. د خبرو اترو لپاره په اداره کې هم په هره کچه ګټوره طریقه ده.

بیا ځلې چوکاټ کول د یو کس په زهنیت کې مثبت یا منفي بدلون دی. کوم کس چې خندا کوونکی او هر څه کې خوشبینه وي نو په طبیعي توګه په بیا ځلې چوکاټ کولو کې لویه وړتیا لري خو لکه د هر څه په څېر څومره چې هر کس یاده وړتیا تمرین کړي همدومره په اسانۍ بیا ځلې چوکاټ کوونه ترسره کولای شي. په مدیریت کې هغه مدیران چې د یو څه کارونه د مختلفې موخې لپاره ټاکلی شي او یا یې د مختلفې موخې لپاره کارونې ته چمتو کولی شي په بیا ځلې چوکاټ کولو کې ښه وړتیا لري (د یو څه د بلې موخې لپاره کارول – لکه د بېلګې په توګه د خوب خونه د دفتر په توګه کارونې ته چمتو کول، دا ډول خلک د دې وړتیا هم لري چې خپله پوهه او وړتیاوې په بله رشته کې وکاروي). همداسې د خلاقیت وړتیا لرونکی کس هم په بیا ځلې چوکاټ کولو کې ماهر وي.

بیا ځلې چوکاټ کول په هر څه کې امکان لري، بیا ځلې چوکاټ کول ممکن د شخصیت وي، ممکن د یو تولید وي، ممکن د یوې ستونزې وي او یا هم کوم بل څه وي، ممکن په یادو کې د څه غوره موندل وي او یا هم تر پخوا بدتر حالت پکې لټول وي. خلاقیت هم بیا ځلې چوکاټ کولو ته ورته دی، خلاقیت د فکر کولو داسې وړتیا ده چې له یو څه بل نوی څه جوړوي.

په مثبته توګه بیا ځلې چوکاټ کوونه دې ته وایي چې یو منفي حالت یا پېښې کې مثبت لید ولرې. دا چاره ډېره ستونزمنه هم ده. د نیورو ساینس کارپوهان وایي چې مونږ تر مثبتو حالتونو او پېښو تر ډېره منفي حالتونه او پېښې په یاد کې ساتو او ژر یې یاد ته راوړو. که چېرې مونږ تل له منفي حالتونو یا پېښو سره سره مخ شو او یا هم مثبت او منفي حالت کې منفي تجربې زهن کې ترسره کړو نو دا مو د زده کړې په وړتیا کې، پام او تمرکز کې، حافظې کې او د یوه حالت یا پېښې په اړه قضاوت کې ستونزې پیدا کوي. د انسان زهن ممکن د بقا لپاره له دې امله تل چمتو وي چې منفي تجربې وکړي تر څو له ژوند ګواښونکي حالته انسان وژغوري خو په ورته وخت کې څېړونکو منفي احساساتو ته له ناروغیو سره تړاو ورکړی او مثبتو احساساتو ته له اوږد ژوند او روغتیا سره تړاو ورکړی. د اکسفورډ یوې څېړنې موندلې چې په ۲۵ کلنۍ کې چې کومو کسانو منفي تجربې لرلي په ۴۰ کلنۍ او ۵۰ کلنۍ کې په مرګونې ناروغۍ اخته شوي. بله څېړنه د ۶۹ هغو ښځو په اړه شوې کومو چې د تیانو سرطان لره او له عملیات وروسته ترې د خپلې ناروغۍ او ژوند ته د هیلې په اړه پوښتنه شوې وه ؛ کومو ښځو چې د مقاومت روحیه او مثبت نظر لره له درملنې پنځه کاله پس ژوندۍ او روغتیا لرونکې وې خو د منفي نظر لرونکو له درملنې سره سره خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

دا ټولو ته مالومه ده چې فکر او له امله یې اختیار کړی چلند په روغتیا او ستاسې په تولیدي وړتیا خپل منفي او مثبت اغیز لري. ستاسې خبرې، فکر او کړنې ستاسې په روغتیا مستقیم اغیز لري. یوې بلې څېړنې کې له ۲۸۰۰ ښځو او نرانو د کومو چې عمرونه ۶۰ کاله وو د روغتیا په اړه پوښتنه شوې وه. له دوي پوښتل شوي وو چې روغتیا مو ډېره ښه ده، ښه ده، مناسبه ده او که خرابه ؟ طبي ازموینو ښودلې وه چې ټول یو بل ته ورته روغتیا لري خو چا چې خرابه ده ځواب کې لیکلي وو ۱۲ کاله وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او نورو بیا هم مناسب روغتیایي حالت کې پاتې وو. ډاکټر اېلن اېډلېر وایي چې د خلکو د خپلې روغتیا په اړه قضاوت د خپلې بقا په اړه دقیق قضاوت دی.

خلک هره ورځ په خپل ځان او نورو د بیا ځلې چوکاټ کولو له لارې نفوذ کوي. تاسې هر وخت یو حالت په مختلف قسمه بیانولی شئ د بېلګې په توګه تل ویلای شئ چې ګیلاس نیم خالي دی او یا ګیلاس تر اوسه نیم ډک دی. هره وینا ستاسې په لید خپل اغیز لري. که چېرې دا وینا په لوړه روحیه او لوړ غږ ووېل شي د لوړوالي کچه یې ستاسې په زهن مختلفې اغیزې لري په دې مانا چې هر څومره په لوړه روحیه او لوړ غږ وي همدومره یې مثبت یا منفي اغیز زیات وي. همدا اغیز ستاسې لیکل، نورو ته وینا او ستاسې خپل باور باندې بدلیږي. دا په زهن کې ولرئ چې تقریبا هر منفي حالت د بیاځلې چوکاټ کې کولو له لارې په مثبت فکر بدلولای شئ. څه چې پېښیږي تاسې یې هر وخت کنټرول نشی کولای خو هرې پېښې ته د غبرګون کنټرول کولای شئ.

په منفي توګه بیا ځلې چوکاټ کې کول لکه رسنۍ چې یو سیاسي کس یا ډله بد معرفي کوي، د یو تولید یا سوداګرۍ په اړه منفي نظر خپروي. همداسې ځینې شرکتونه هم د مارکېټ له لارې ورته درواغ خپروي د بېلګې په توګه په عصري ټکنالوجي او کامرې د غلا مخنیوی کول. دا ډول درواغ د درواغجن له نظره ممکن په مثبته توګه بیا ځلې چوکاټ کول وي ځکه څه چې غواړي پرې ترلاسه کوي یې خو کوم کسان یې چې د اغیز قیمت ادا کوي ممکن د دوي په نظر کې منفي تجربه وي.

په سوداګرۍ کې بیا ځلې چوکاټ کول
په پلور او مارکېټ کې بیا ځلې چوکاټ کول د سوداګرۍ بنسټ ګڼل کیږي. له دې لارې د تولید یا خدماتو په اړه مالومات په داسې طریقه وړاندې کیږي چې مالومات ستاسې ګټه ونه ښي بلکې د پېرودونکي ګټه پرې وښودل شي. مارټین لینډسټروم په خپل بایوولوجي کتاب کې وایي چې نیورومارکېټینګ د خلکو زهن کې نظرونه ور اضافه کول نه دي او یا هم په زوره پرې خدمات یا تولید پېرل نه دي بلکې زهن یې راسپړل دي او په دې پوهېدل دي چې زهن کې یې څه دي او په دې ځان پوه کول دي چې زهن کې دوي د څه پېرلو په لټه کې دي. د بېلګې په توګه څلور په لس او یو په دوه نیمې دلته هېڅ کې توپیر نه دی راغلی یوازې د پېرودونکي په لید کې بدلون راوستل شوی. په مارکېټ کې تر ډېره توکي یو بل سره توپیر نه لري بلکې ځینې توکي هغه ډول نه دي تعریف شوي کوم څه چې ستاسې فکر سره برابر دي او یا یې ستاسې زهن د پېرلو په لټه کې دی د بېلګې په توګه که چېرې تاسې په بوي شیندونکې یا سپرې ولیکئ چې د کوټې بد بوي مو ورکوي او یا هم ستاسې تولید کړی بد بوي ورکوي له دې سره ډېر توپیر لري چې که چېرې ولیکئ په هوا کې د عطرو خپرونکې سپرې ده. په تولید کې کوم توپیرنه رامنځته کیږي خو د خلکو لید کې ستاسې د تولید په اړه توپیر هرو مرو رامنځته کیږي. بیا ځلې چوکاټ کول لیمو په لیمویي شربت بدلوي خو په اصل کې دواړه لیمو دی.

یوه شرکت صابون جوړوه، د جوړونې پر وخت د صابون په مخلوط کوونکي ماشین کې په تصادفي توګه هوا داخله شوه او صابون وبهېده. له تولید وروسته یې لامبو وهونکی یا بهېدونکی صابون نوم پرې کېښود او دې چارې یې په مارکېټ کې تر بل هر صابون پلور زیات کړ.

په سوداګرۍ کې لاندې یاد شوي هم د بیا ځلې چوکاټ کولو برخه ده :
– د تولید یا خدماتو پېرودونکو ته سملاسي د خبرو وخت ورکول.
– د پېرودونکو احترام
– په خبرو کې د بل درک کول

Sidebar



Share
Hide Buttons