د باور وړ اړیکې جوړول

په کار ځای، ټولنې او کورنۍ کې د باور وړ کېدنه له نرمو وړتیاو یوه اړینه نرمه وړتیا ده. د باور کېدنې لپاره باید تاسې له ځانه داسې شخصیت جوړ کړئ کوم چې هره دقیقه بدلون نه مومي او ثابت قدمه یا بدلون نه موندونکی، د تکیې وړ کس وي.

د باور وړ کېدو کس کې دا وړتیا شته وي چې بل کس ته دا وښي چې نظر یې درک کوي، د نورو په اړه قضاوت نه کوي او له همدې امله نور فکر کوي چې د باور وړ کس ته د منلو وړ دي. همداسې نورو ته غوږ ایږدي تر څو د نورو په اړه څه زده کړي.

د باور وړ کېدو کس دې ته وایي چې څه وایي هغه کوي او کولای یې شي، له هغه څه ویلو ډډه کوي چې ترسره کول یې امکان نه لري. ځینې خلک یوازې کار ځای کې د باور وړ وي، ځینې ټولنه او یا کورنۍ کې د باور وړ وي خو ځینو ته چې هر رول وسپارل شي په هر سپارل شوي رول کې د باور وړ وي. د بېلګې په توګه مېړه کار ته روان دی اوله خپلې مېرمنې یې وغوښتل چې کوچنیان تر ښونځي پورې له اته بجو مخکې ورسوه که چېرې یې مېرمن ووایي چې سمه ده نو تر ښونځي له اته بجو مخکې رسېدلې وي : مېرمن یې مېړه ته د باور وړ کس دی ځکه چې څه وایي هغه کوي. همداسې مېرمن ته یې مېړه د باور وړ کس دی ځکه چې مېړه یې هغه څه نه وایي کوم چې نشي ترسره کولای. دواړه په یو بل باور او تکیه کوونکي دي.

د بېلګې په توګه توریالی کار ځای کې د باور وړ کس نه دی ځکه چې سوپروایزر یې چې کومه دنده ورته سپاري دنده تل نیمه کې پاتې وي او تر پایه یې نشي رسولی. همداسې تل کار ځای ته ناوخته رسیږي او یا هم غېر حاضر وي. همداسې کله یې چې همکاران د همکاري غوښتنه ترې وکړي نو هېر یې وي. تل چې کله سوپروایزر د کار د بشړېدو پوښتنه ترې کوي نو د بشپړېدو وخت یې راتلونکې ته ځنډوي او ټولې چارې یې نیمګړې پاتې وي. توریالی مسول کس نه دی او له همدې امله پرې باور نشي کېدلی. توریالی باید څرنګه له خپل چلند خبر شي او خپل چلند کې بدلون رامنځته کړي تر څو د باور وړ کس شي؟

د باور وړ کېدنه ستاسې د شخصیت جوړونکې ځانګړنې او اختیار کړی یا خپل کړی چلند دی. د باور وړ کس کېدنه یوه نرمه وړتیا ده او هر کس یې زده کولای او تمرین کولای شي. نرمې وړتیاوې د مختلفو وړتیاو ټولګه ده په کومې کې چې مختلفې ټولنیزې وړتیاوې، د خپلمنځي اړیکو وړتیاوې او د چلند خپلولو وړتیاوې پکې شاملې دي.

نرمې وړتیاوې په یو کس کې دکرکټر ځانګړنې یا ځانتیاوې دي. هغه ځانګړنې دي کومې چې نورو ته زمونږ ښودنه کوي چې څوک یو، زمونږعادتونه، چلند او له نورو سره زمونږ فعل او انفعال رانغاړي. دا وړتیا هغه څه ته رجوع کوي کوم چې له یو کس څخه ښه کار کوونکی جوړوي کوم چې هر فرصت ته دروازې پرانیستلای شي.
نرمې وړتیاوې هغه څه دي د کومې په ذریعه چې یو کس له نورو سره اړیکې جوړولای شي، د خبرو اترو له لارې، د لیک یا بریښنا لیک له لارې او یا هم کومې بلې لارې نورو ته مناسب مسلکي پیغام لېږدولای او تر لاسه کولای شي.

نړیوال روغتیایي سازمان د نرمې وړتیاو تعریف داسې کړی: نرمې وړتیاوې یوه تطابقي وړتیا ده، یو مثبت چلند دی کوم چې یو کس ته داسې وړتیا ورکوي چې په ورځني ژوند کې له ننګونو او غوښتنو سره معامله وکړي.
یونیسف نرمې وړتیا ته د ژوند وړتیا نوم ورکړی او داسې یې تعریف کړې: د چلند بدلون، د چلند د ودې یوه طرحه شوې نقشه ده کومه چې په پوهې، چلند او وړتیاو کې توازن ښي.

په نرمې وړتیا کې د ټولنیزې اروا پوهنې وړتیاوې، د دوه کسانو ترمنځ د اړیکو خپلمنځي وړتیاوې، د پرېکړو وړتیاوې، د ستونزو د هوارولو وړتیاوې، د نیوکې فکر، اغیزمنې خبرې اترې، روغې اړیکې جوړول، د مشرتابه وړتیاوې، په ټیم کې د کار کولو وړتیاوې، د وخت سم مدیریت، د ذهني فشار یا سټرس مدیریت او ورسره مقاومت شامل دي.

نرمې وړتیاوې مونږ ته دا وړتیا راکوي چې خپلې تخنیکي وړتیاوې او پوهه په اغیزمنه توګه وکاروو. په اداره کې له مشرانو، همکارانو، په سوداګرۍ کې له پېرودونکو او نورو بهرنیو ډلو سره په فعل او انفعال کې ښه والی رامنځته کوي. مونږ ته دا وړتیا راکوي چې کار په وخت ختم کړو. مونږ کې دا درک پیدا کوي چې خپله دنده کې څرنګه احساس کوو او دنده کې بل ته څرنګه ښکارو. په کاري چاپېریال کې د با ثباته بدلون له امله په نرمې وړتیا تکیه کول زېاتېدونکې ده.

شخصیت څه ته وایي ؟
څرنګه چې ښکارو، احساس کوو او چلند کوو زمونږ شخصیت دی. شخصیت د یو انسان ټولټال تعریف دی. یوازې بهرنۍ شکل اړین نه دی بلکې نورې ځانګړنې چې د انسان چلند ته شکل ورکوي هم شخصیت دی.

د شخصیت اجزا په لاندې ډول دي:

۱- د کرکټر ځانګړنې:
بشپړتیا: له نورو سره په جوړ جاړي یا معامله کې ریښتینولي، خپلو باورونو ته وفاداري، د ارزښتونو سیستم ته وفاداري.
منل: د یو کس داسې منل چې څرنګه وي (خپله خوښه پرې تحمیل نه کړي).
ډسپلین یا نظم: په ژوند او کار کې د یو کس پر خپل چلند کنټرول ترتیب او نظم ته رجوع کوي.
ژمنه، وقف، اختصاص یا ځانګړې کوونه: هغې ژمنې ته رجوع کوي چې یو کس په یوازې ځان او د ګروپ په توګه لاسته راوړنې لپاره کړې وي.

۲- د چلند ځانګړنې:
د دوه کسانو د خپلمنځي اړیکو وړتیا: د بل کس سره اړیکه جوړول او بیا دا اړیکې ساتل لکه د پېردونکو، له ملګرو، همکارانو، شخصي یا دولتي ځایونو کې له کسانو سره اړیکې.
د خبرو اترو وړتیا: د مختلفو چینلونو له لارې په موثره توګه خبرو اترو ته رجوع کوي لکه د خبرو له لارې، د غوږ کېښودنې له لارې، د لیکلو له لارې، په مثبته توګه د اندامونو لکه لاسونو سر یا نورو برخو له لارې خبرې اترې یا پیغام.
د مشرتابه ځانتیاوې: هغه ځانتیاو (کوالیټیز) ته رجوع کوي چې یو کس د مشرتابه مقام ته رسېدلی وي او خپل ځان کې یې لري لکه له زړه کار سرته رسونه، د مشرتابه پر مهال له نورو سره ګډ کار کوونه (خپلې وړتیاوې د نورو هدف ته رسېدو کې کارونه).
د ټیم اداره: داسې ځانتیاوې لرل چې د سټرس یا ذهني فشار پر وخت ارام واوسي، هغه فکتورونه په ګوته کړي یا وپېژني چې د سټرس لامل ګرځي، د ذهني فشار یا سټرس د کمولو یا له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټونه.

۳ – چلند
مثبت چلند: په هر حالت کې که هغه سخت حالت وي، ناممکنه حالت وي او یا ممکن وي مثبت چلند لرل، کله چې له ستونزمن یا ناممکنه حالت سره مخ شی نوې لارې چارې او نظرونه لټول یا وړاندې کول.
وېن وېن حل لارې، د خبرو اترو یا مذاکرې له لارې حل لارې: له بل کس سره داسې د منلو وړ حل لارې چې د دواړه تر منځ ستونزه هواره کړي.
پای په یاد کې ساتل: هر وخت پای په یاد کې ساتل. په دې مانا کله چې د موخې یا پای په لور روان یاستی او لار مو ستونزې ډب کړي د ستونزو هوارولو پر وخت تل پای یا موخه یاد کې ساتل.

ځان نورو ته د باور وړ په توګه ورپېژندل
داسې ځانګړنې لرل چې نور پرې تکیه کولی شي د باور وړ په توګه تاسې نورو ته ورپېژني خو دا چاره په یوه ورځ کې نه کیږي. وخت ته اړتیا لري او په ژوند کې د هر رول ترسره کولو ته اړتیا لري. دا چاره یو دوامداره او ورو بهیر دی خو د ترسره کولو لپاره یې تاسې هره ورځ ډېر فرصتونه لرئ.

مسولیت لټول او تر سره کول
د باور وړ کس خپل مسولیت پېژني او د ترسره کولو لپاره یې په لټه کې وي. همداسې د یو رضا کار په توګه کورنۍ، ټولنې او کار ځای کې له نورو سره د مرستې او همکاري په لټه کې وي. او کله هم چې د یو څه کولو وعده وکړي هرو مرو یې ترسره کوي. همداسې د دومره چارو مسولیت اخلي چې ترسره کولای یې شي. هر وضیعت په زیر سره مطالعه کوي او خبرې یې په کړنو بدلیږي او یوازې خیالي خبرې نه کوي. د چارو د ترسره کولو لپاره تل د پیل او پای وخت ټاکي. خپلې وړتیاوې ورته مالومې وي او د یو څه لاسته راوړنې لپاره یې کاروي.

د باور وړ کس اسانه او د لاس لاندې چارې هم پر مخ وړي خو په ورته وخت کې له ننګونو سره هم مخ وي او کومه ویره نه ترې لري. د ننګونو له امله نوې زده کړه کوي او په پلي کولو یې خپله تجربه زیاتوي. تل له ټاکلي وخت څو دقیقې مخکې حاضر وي او د خپل وخت د مدیریت ښه وړتیا لري. د هر حالت تفصیل ته له پام کولو وروسته په چارې پیل کوي. که چېرې د یوې چارې په ترسره کولو کې پاتې راشي نو د پاتې راتلو لپاره یې بهانه نور نه وي بلکې خپله نیمګړتیا مني او د ښه کولو لپاره یې کار کوي.

د هرې نرمې وړتیا زده کولو لپاره انسان له څلور پړاونو تېریږي : په وړتیا کې ښه نه وي او پرې پوه هم نه وي، په وړتیا پوه وي خو پکې ښه نه وي، په وړتیا کې ښه وي او پرې پوه هم وي، پای کې وړتیا لري خو پوه نه وي چې وړتیا لري.

په وړتیا کې ښه نه وي او پرې پوه هم نه وي
خلک په دې نه پوهیږي چې څرنګه د باور وړ کس شي، او د باور وړ کس نه اوسېدل یې هم فکر کې کومه ستونزه نه وي. له ګټوروالي یې هم منکر وي. کله یې هم چې په زده کړې پیل وکړي نو لمړی له دې خبریږي چې له یوې اړینې وړتیا سره نا اشنا وو او دوېم ګام کې د یادې نرمې وړتیا په ارزښت پوهیږي.

په وړتیا پوه وي خو پکې ښه نه وي
په دې ګام کې پوهیږي چې د باور وړ کس څه ته وایي خو په دې کې ستونزه لري چې د باور وړ کس شي. کله هم چې پوه شي چې یاده اړینه وړتیا نه لري نو د وړتیا ارزښت تر هر وخت زیات درک کوي. په دې پړاو کې هڅه کوي چې د باور وړ کس شي خو هڅه یې تر ډېره تېروتنې وي او انسان په تېروتنې کولو یو څه زده کوي.

په وړتیا کې ښه وي او پرې پوه هم وي
په دې پړاو کې کس دا زده کړي وي چې څرنګه د باور وړ شي، په دې پوهیږي چې څرنګه نورو ته ځان د باور وړ کس په توګه ځان ور وپېژني.

پای کې وړتیا لري خو پوه نه وي
ځکه چې نوره ورته وړتیا نه وي بلکې د طبیعت یوه برخه یې ګرځېدلې وي او بې کچې زیاته یې تمرین کړې وي. په دې پړاو کې خلکو د باور وړ کس په توګه پېژندلی وي.

خلک ولې له بل مرسته غواړي ؟ ځکه چې باور پرې لري او له همدې امله یې په مرستې تکیه کوي. د دوه کسانو ترمنځ باور رامنځته کېدل وخت اخلي او هغه وخت رامنځته کیږي کله چې یو کس د یو څه کولو وعده وکړي نو په وخت یې ترسره کړي او یاده چاره د دوه کسان ترمنځ په اړیکه کې ثبات، شفافیت او احترام یا درناوی رامنځته کوي. باور یو ارزښت دی او هر انسان یې بل کې لټوي. د باور وړ کس کله چې له خلکو وړاندیز تر لاسه کوي په خپلې پرېکړې او هو یا نه ویلو فکر کوي. د یو موخې په لور کړنې تاسې سره مرسته کوي چې د هر څه کولو په اړه له نورو سره وعدې ونه کړئ.

د ټولو انسانانو ترمنځ د فعل او انفعال لپاره باور اړین جز دی. ځینو کومو چې باور جوړول نه وي زده له نورو سره فعل او انفعال کې ستونزه لري. ځینې خلکو کې په طبیعي توګه یاده وړتیا موجوده وي خو ځینې یې فکري ودې ته له رسېدو سره زده کوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons