د وېنسټون چرچل ویناوې

۱- زه نور خلکو ته غوږ نه ږدم، یوازې یې کړنو ته کتنه کوم ځکه چې چلند هېڅکله درواغ نه وایي.
۲ – ته به هېڅکله خپلې موخې ته ونه رسېږې که چېرې لارې کې هر غپېدونکي سپيي ته ودرېږې او تیږې پسې واخلې.
۳ – بریا وروستۍ نه ده او ماته مرګونې نه ده، یوازې له ماتې او بریا وروسته د بیا ځلې هڅه د حساب وړ ده.
۴ – که چېرې په ۲۰ کلنۍ کې لېبرال نه یې نو زړه نه لرې، که چېرې په ۴۰ کلنۍ کې محافظه کار نه یې نو مغز نه لرې.
۵ – مثبت فکر کوونکي نښکارېدونکي ویني، نه لمس کېدونکي احساس کوي، او ترلاسه کېدل یې چې ناممکنه وي هغه ترلاسه کوي.
۶ – د علاقې له لاسه وروکول پرته له یوې ماتې د بلې ماتې په لور تګ ته بریا وایي.
۷ – بدبینه کس په هر فرصت کې ستونزه ویني، خوشبینه کس په هرې ستونزې کې فرصت ویني.
۸ – ښه وینا باید د ښځې د کمیس په څېر وي، دومره اوږده چې ټوله موضوع راونغاړي او دومره لنډه چې ګټې په ګوته کړي.
۹ – ټول نران تېروتنې کوي خو یوازې هوښیار نران له خپلو تېروتنو زده کړه کوي.
۱۰ – زړورتیا درېدل او خبرې کول دي خو زړورتیا کېناستل او بل ته غوږ کېدل هم دي.
۱۲ – دا غوره ده چې یو څه وکړې، کله چې هېڅ نه کوې او انتظار کوې چې هر څه به وکړې.
۱۳ – یوازې یو باور لرونکی نر هغه سل نران ډوبوي کوم چې یوازې نظر لري خو باور نه لري.
۱۴ – مقاومت یا هوښیاري نه ده بلکې دوامداره هڅه ده چې زمونږ چې زمونږ اصلي ظرفیت را برسېره کوي یا راسپړي.
۱۵ – ستا تر ټولو لویې ویرې ستا خپل فکر جوړې کړي، مه ورته تسلیم کیږه.
۱۶ – تر ټولو لویه بریا هغه وخت ترلاسه کېدای شي کله چې تر ټولو لوی خطر په غاړه واخلې.
۱۷ – که ستراتیژي هر څومره ښکلې وي کله نا کله باید پایلو ته م وګورې.
۱۸ – تر څو چې ریښتیا خپل پتلون اغوندي تر هغو درواغو په ټولې نړۍ کې چکر هم وهلی وي.
۱۹ – بریا د لوی ناورین په اوږدو کې د تګ وړتیا ده.
۲۰ – که چېرې داخل کې دشمن نه وي نو بهر کې دشمن زیان نشي در اړولی.
۲۱ – که چېرې بدلون له لاسه ونه نیسې نو بدلون به دې له ګرېوانه را ونیسي.
۲۲ – څومره چې وروسته کتلای شې همدومره مخکې لید لرلای شې.
۲۳ – د یوازې مدیریت او مشري ترمنځ توپیر خبرې اترې دي.
۲۴ – قصاب ته په لارې د رمې چارچاپېره کوم زیات شمېر څارونکي څوکیداران نشته.
۲۵ – که چېرې سره یو اوسو هېڅ نا ممکنه نه دي خو که چېرې سره وېشلي اوسو هر ممکن به له ماتې سره مخ وي.
۲۶ – په غلامي کې له ژوند کولو غوره ده چې مبارزه وکړې او له منځه ولاړ شې.
۲۷ – په ژوند کې تر ټولو ښه درس دا دی چې په دې پوه شې چې احمقان هم کله نا کله په حقه دي.
۲۸ – په ټوله نړۍ کې تر ټولو خوندور شی جنسي اړیکه ده خو ښځه تر ټولو پېچلی یا مغلق او مبهم مخلوق پرې واکمنه ده.
۲۹ – له نیوکې سره ممکن څوک موافق نه وي، خو نیوکه اړینه ده، نیوکه داسې ده لکه چې بدن کې ستونزه پیدا شي او ته پرې د درد په ذریعه خبرېږې، نیوکه هم ناسم حالت باندې تا لکه د درد په څېر خبروي.

Sidebar



Share
Hide Buttons