د سیګمونډ فروډ ویناوې

۱ – د زهن تر شا د ډېر پېچلي ماشین د خوځښت لپاره ځواک جنسي اړیکه ده.
۲ – خبرې لوی ځواک لري، خبرې کولای شي لویه خوښي یا ناهیلي در په برخه کړي.
۳ – مونږ په تصادفي توګه یو بل نه خوښوو بلکې هغه کس سره یو ځای کیږو چې د زهن هغې برخې کې موجود وي کوم چې زمونږ له ارادې پرته کار کوي او زمونږ په کړنو خپل اغیز لري.
۴ – ډېری خلک په ریښتینې سره ازادي نه غواړي ځکه چې ازادي کې انسان مسولیت لري او ډېری خلک له مسولیت په غاړه اخیستلو ویره لري.
۵ – نر تر هغو ځواکمن دی تر څو چې ځواکمن نظر لري، هغه وخت کمزوری دی چې له ځواکمن نظر سره مخالفت پیل کړي.
۶ – د ټولو کورنیو ژوند په کورنۍ کې تر ټولو په ویجاړ شوي کس را ټول وي.
۷ – یو کس له تېروتنې تر تېروتنې د ټول حقیقت موندنه کوي.
۸ – نوښت ماته نه راځي بلکې د لیدلو لپاره یې زه تر نیمې لارې ورځم.
۹ – هیله د لار موندنې داسې اله ده چې مونږ د خپل ځان له هغو سیمو سره بلدوي کومې چې مونږ مخکې نه وې لیدلې.
۱۰ – که چېرې غواړې چې مېرمن دې غوږ درته ونیسي نو له بلې مېرمنې سره خبرې وکړه، مېرمېن دې په دواړو غوږونو او ټول پام درته غوږ کیږي.
۱۱ – د بلوغ ته رسېدلې ښځې جنسي ژوند اروا پوهنې ته داسې دی لکه تیاره لویه وچه (تیاره براعظم).
۱۲ – د ژوند د روغتیا دوه نښې دي، د کار کولو او مینې کولو وړتیا لرل، دواړه فکر ته اړتیا لري.
۱۳ – ماشومان په بشپړ توګه خودخواه دي، خپلې اړتیاوې درک کوي او په ټول زور یې د ترلاسه کولو هڅه کوي.
۱۴ – زمونږ د فکر د زړه د درزا سرعت د هغو هیلو له سرعت سره برابر دی کومې چې تر اوسه نا وېل شوي دي.
۱۵ – د خوبو په تیاتر کې، جنسي اړیکه د ادا کار او کیسې لیکونکي دواړو ځای نیسي.
۱۶ – ښځه باید سړی نرم کړي خو کمزوری یې نه کړي.
۱۷ – سپی دوست سره مینه لري او دشمن په غاښ کوي، انسانانو د سپي برعکس د مینې او کرکې ځای ګډوډ کړی وي.
۱۸ – تمدن هغه وخت پیل شو چې غسه کس د ډبرې وارولو په ځای خبرې وکړې.
۱۹ – ګلان ځکه ارام دي ځکه چې خپله کې احساسات او مخالفتونه نه لري.
۲۰ – تر ټولو ښه تمرین له ځان سره ریښتینولي ده.

Sidebar



Share
Hide Buttons