د کال ینګ ویناوې

د نوم تفظ یې کارل جنګ لیکل کیږي خو تلفظ یې کال ینګ دی

۱ – ته هغه څه یې چې څه کوې، هغه څه نه یې کوم چې ته وایې وبه یې کړې.
۲ – زه هغه څه نه یم چې څه ژوند کې په خپل سر راپېښ شوي، زه هغه څه یم چې ما ژوند کې پېښ کړي.
۳ – هر هغه څه چې نورو کې وینو او مونږ نا ارامه کوي، کولای شي د ځان په درک کولو کې هم مرسته راسره وکړي.
۴ – د دوه شخصیتونو سره یو ځای کېدل داسې دي لکه د دوه کیمیاوي موادو یو ځای کېدل، که چېرې تعامل وکړي دواړه په بلې مادې بدلیږي.
۵ – د چا فکر چې خپل داخل ویني ویښي وي، د چا فکر چې له ځانه بهر نړۍ ویني نو ویده دي او خوب ویني.
۶ – که چېرې خپلو تیارو سره اشنا شې نو د نورو خلکو له تیارو سره هم جوړجاړی کولای شې.
۷ – د زهن زانګو د منطق او غیرې منطق ترمنځ ځنګیږي، د سم او ناسم ترمنځ ټال نه وهي.
۸ – هېڅ ونه تر جنت پورې تر هغو نشي لوړېدای تر څو یې چې ریښې لاندې دوزخ ته نه وي غزېدلې.
۹ – هغه بوټان چې د یو کس پښو کې جوړ وي بل کس کې تنګ وي او پښه یې وهي، ژوند کې داسې دستور نشته چې د خلکو د هرې طبقې لپاره مناسب وي.
۱۰ – کوم کس چې د خپلو احساساتو له دوزخ نه وي تېر شوی، خپل احساسات نشي کنټرول کولای.
۱۱ – چېرې چې مینه واک کې ده هلته د واک ترلاسه کېدو هیله نشته، چېرې چې واک واکمن دی هلته د مینې کمی موجود دی.
۱۲ – فکر کول ستونزمن دي نو ځکه هر کس د فکر په ځای قضاوت ته مخه کوي.
۱۳ – ژوند په څلوېښت کلنۍ کې پیل کیږي تر هغې مخکې تاسې څېړنې کوی.

Sidebar



Share
Hide Buttons