R4M – ار ۴ اېم

نوم یې په جرمني ژبه کې د (Rakete, 4 kilogramm, Minenkopf) لنډیز دی مانا یې ” د ماین سر لرونکی ۴ کیلو ګرامه راکټ” ده. بل نوم یې اورکان دی. په جرمني ژبه کې اورکان توپان ته وایي، کله چې یاد توغندی وتوغول شي وروسته د لوګي ځانګړې لړۍ جوړوي او له همدې امله پرې د توپان نوم ایښودل شوی. له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی توغندی وو، د نازي جرمني هوایي ځواک “لوفت وافا” د دوېمې نړیوالې جګړې په پای کې کاروه.

د دوېمې نړیوالې جګړې په پای کې د جرمني په مختلف ډوله جنګ کوونکو الوتکو کې نصب شوي وو خو تر ټولو زیات په مېساشمېت مي ۲۶۲ (Messerschmitt Me 262) الوتکو کې کارېدل. د الوتکې د وزرو لاندې هم نصب کېدل خو د راکټ له تونلونو هم توغول کېدای شو. سروکي کې یې ۵۲۰ ګرامه د (HTA 41) په نوم چاودېدونکي توکي موجود وو کوم چې له ۴۵% هېګزوجېن، ۴۵% ټریني ټروټولوین او ۱۵ % الومینیم جوړ دي. د سروکي د پوښ ډبلوالی یې ۰.۸ ملي متره وو.

په توغندي کې د مختلفو موخو لپاره سرکوي د بدلېدو او نصب کېدو وړ وو د بېلګې په توګه له هوا څخه هوا ته سروکی، له هوا څخه ځمکې ته سروکی، د ټانک ضد سروکی. د ټانک ضد سروکي ته یې پانزېر بلېټز نوم اخیستل کېده مانا یې “زغره – برېښنا” ده.

جوړونکی هېواد یې جرمني ده، په دوېمه نړیواله جګړه کې د ۱۹۴۴-۱۹۴۵ کلونو ترمنځ کارېدلی، ډول یې راکټ دی. دوه ډولونه یې لرل یو یې له هوا څخه هوا ته (R4M) او بل (R4HL) یې له هوا ځمکې ته توغول کېده. ټول وزن یې ۳.۸۵ کیلو ګرامه وو. له ۶۰۰ تر ۱۰۰۰ متره پورې واټن کې یې هدف په نښه کوه خو تر ۱۵۰۰ متره پورې یې د توغېدنې وړتیا لرله.

Sidebar



Share
Hide Buttons