MAA-1 Piranha – اېم اې اې-۱ پیرانها

د انفرارېډ په وړانګې هدایت کېدونکی د لنډ واټن توغندی دی. لمړی توغندی دی کوم چې برازیل د خپل هوایي او سمندري ځواک لپاره په کور دننه جوړ کړی او وروسته یې پاکستان، کولمبیا، ایکوادور او اېندونیزیا ته صادر کړی. د جوړونې موخه یې د متحده ایالتونو د سایډ وېنډر توغندي ځای نیونه وه.

ډول یې له هوا څخه هوا ته توغېدونکی د لنډ واټن توغندی دی، جوړونکی شرکت یې مېکټرون دی، د چاودنې میکانیزم یې موخې نږدې واټن کې چاودنه کوونکی (Laser proximity fuse) دی، په انفرارېډ وړانګو هدایت کیږي. یوازې له الوتکې د توغېدو وړ دی، په توغندي کې انجن د جامد سونګ توکو کارونکی (Solid-fuel rocket) انجن موجود وي.

د ۱۹۷۶ کال په مارچ کې برازیل د یاد توغندي د جوړونې چارې پیل کړې، په ۱۹۷۸ کې یې د تولید چارې ګړندۍ کړې. کوم شرکت چې په اپتیک او د وسلو د هدایت په سیستم کې تجربه لرله او د یاد توغندي لپاره یې دواړه چارې ترسره کولې له افلاس سره مخ شو او په ۱۹۸۶ کې یې پروژه پرېښوده. د یاد توغندي چارې مختلفو شرکتونو پیل کړي او بېرته پریښي. په ۱۹۹۳ کې برازیل وتوانیده چې یاد توغندی کارونې ته چمتو کړي، په ۲۰۰۵ کې یې د سوېلې افریقا (Skua) ډرون الوتکه د توغندي د ازموینې لپاره وکاروله.

له غږ څخه چټګ سرعت لرونکی توغندی دی، د الوتکې له انجن څخه د خپرېدونکې تودوخې تعقیب کوي. په لوړه کچه د مانوري خوځښت وړتیا لري. د توغونې او هېرونې (fire and forget) سیستم لري په دې مانا چې یو ځل وتوغول شي نو د هدف ویشتنې لپاره د الوتکې له سېنسور څخه بیا ځلې د مالوماتو ترلاسه کولو ته اړتیا نلري او خپله هدف پېژندلی او تعقیبوالی شي.

د سروکي د چاودنې مسولیت یې (laser fuze) لري. د توغندي بهرنی ایرو ډاینامیکي جوړښت او ترتیب ډېر د اسرایلو پېتون ۳ توغندي ته ورته والی لري. الوتکه له پورته، لاندې، وروسته او یو بل څنګ په نښه کولای شي. د سروکي وزن یې ۱۲ کیلو ګرامه دی. زیات نه زیات سرعت یې مک ۲ دی. موټور یې لوګی نه کوي، د ماموریت وخت یې ۴۰ ثانې دی، د ۸–۱۰ کیلو مترو ترمنځ هدف په نښه کولای شي.

د (MAA-1B) په نامه دوېم توغندی د همدې توغندي بل ورژن او د څلورم نسل توغندی دی کوم چې مېکټرون شرکت له اېربس ډېفنس اېنډ سپېس سره په ګډه جوړه کړی. د ۲۰۱۲ کال تر اپریل پورې یې ۴۰ د هدایت وړ توغونې او ازموینې پرې ترسره کړې وې او تمه کېده چې په ۲۰۱۳ کې یې تولید پیل شي. یاد توغندي د درې الوتکو ( F-5M, AMX A-1M and Super Tucano aircraft) لپاره په نظر کې نیول شوي. تر لمړي توغندي زیاتې وړتیاوې لري.

له الوتکې د توغېدو وړ دی، د یوه یونټ ارزښت یې ۳ لکه ډالر دی، د چاودنې میکانیزم یې (Laser proximity fuse) دی، په توغندي کې (Solid-fuel rocket) انجن نصب دی، د هدایت سیستم یې (Infrared homing) دی.

Sidebar



Share
Hide Buttons