له ماتې او بریا وېره

 – د ماتې خوړلو وېره
مونږ تل له نوې زدکړې او نوو کړنو ډډه کوو ځکه چې د ماتې خوړلو وېره راسره وي او دا وېره مو په ځان باور خپل اغیز لري. که چېرې کار ځای کې یو فکر کوو چې ناسمه چاره به پر مخ یوسو، د همکارانو ترمخ به کم راشو، ترویج به ترلاسه نه کړو، د ماتې له امله به دنده له لاسه ورکړو.

وېره لکه د نور هر ډول چلند په څېر یو زده شوی چلند دی.
وېره یو زده شوی چلند دی : مونږ چې کله په یو څه پوهېږو او د پوهې پر بنسټ یوه چاره سمه پر مخ وړو نو بدل کې یې جایزه راکول کیږي خو هېڅکله کورنۍ، ښوونکي، ټولنه مونږ ته د تېروتنې له امله، د پوهې زیاتولو لپاره د پوښتنې له امله، له نورو سره د توپیر لرلو له امله او د نوې تجربې کولو له امله جایزه نه راکوي. له همدې امله مو وېره له یادو چارو راګرځوي او مونږ هغه څه کوو چې د نورو تصدیق پرې ترلاسه کولای شو (باورونه په کم عمر کې جوړیږي او د همدې باورونو پر بنسټ مونږ تل تکراري کړنې ترسره کوو او له هرې نوې چارې ډډه کوو، تل په دې هڅه کې یو چې د ترلاسه شوې پوهې پر بنسټ سمې چارې ترسره کړو او د تېروتنې خطر په غاړه وانخلو).

تاسې تل په دې لټه کې یاستی چې نوی نظر ونلرئ ځکه چې فکر کوی نوی نظر پلي کول به له ماتې سره مخ شي. که چېرې تاسې په ځان باور ولرئ نو له ننګونو وېره نه لرئ، تل له نورو سره د ځان توپیر په نوي نظر لرلو او پلي کولو کوئ، هرې پخوانۍ قاعدې یا نورمونو او قوانینو کې بدلون او نوښت رامنځته کوئ.

– له بریا وېره
یوازې له ماتې خوړلو وېره مو په ځان باور لرل نه اغیزمن کوي بلکې د بریا وېره هم په ځان باور باندې خپل اغیز لري. زمونږ مغز داسې بهیر ته مخه کوي : که چېرې د بریا په لور زما نوی نظر چارې سمې پر مخ یوسي نو بدلون ورسره رامنځته کیږي، بدلون د ناڅرګند حالت رامنځته کول کوي او نوی نظر مو د بدلون په وېرې زهن ډکوي.

نوی نظر بدلون رامنځته کوي، بدلون ناڅرګند حالت رامنځته کوي او نا څرګند حالت وېره رامنځته کوي، ویره انسان کې د سټرس او تشویش لامل کیږي او د بریا مخه ډب کوي، انسان کې له بریا وېره پیدا کوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons