په ځان باور مو څه اغیز کوي ؟

کله چې تاسې وده وکړئ په تاسې د تېر وخت تجربه، مور او پلار، د پوهې کچه، ملګري او ټولنه خپل اغیز لري. دا ټول ستاسې په باور او په ځان باور جوړولو کې ونډه لري او په خپل ځوان عمر کې د همدې باور پر بنسټ نړۍ ته کتنه کوئ. اروا پوهان وایي چې فکر، ارزښتونه او لرلید مو له اووه کلنۍ رامنځته کیږي.

کوم فکتورونه چې په ځان باور باندې اغیز لري ؟

۱ – وېره
وېره د انسان او د ژوي داخل کې داسې بدلون نه موندونکی چلند دی د کوم چې د رامنځته کېدو لامل بهرني تحریکونکي فکتورونه دي او د بقا یا ژوندي پاتې کېدو لپاره بنسټیز ګڼل کیږي. انسان ویره احساس کوي ځکه چې وېره د انسان حفاظت کې مرسته کوي. د تکامل له نظره زمونږ لمړیتوب زمونږ بقا ده. مونږ داسې جوړ شوي یو چې د خطر وړاندوینه کوو، له وړاندوینې وروسته ځان چمتو کوو او شخړه یا مقاومت ورسره کوو.

کله هم چې تاسې ناڅرګند او نامالوم حالت سره مخ شی نو فکر کوی چې خطر یا کوم بد څه کمین نیولی. که چېرې یو کس په ځان باور ولري او له ناڅرګند حالت سره مخ شي نو د وېرې احساس کولو په ځای فرصت پکې لټوي او ګمان کوي چې تر پخوا ښه حالت سره مخ کېدونکی دی.

څېړنو موندلې چې که اوسنی حالت ډېر ښه حالت هم نه وي خو د زغم وړ وي نو بیا یې هم د ښه خو ناڅرګند حالت په پرتله محفوظ احساس پکې کوو. همدا یې لامل دی چې مونږ تل هغه څه کوو چې پرې پوهیږو او له هرې نوې کړنې او زده کړې ډډه کوو په دې مانا چې زهن کې مو په یوه مالوم حالت کې د ځان پاتې کېدو وړاندوینه کړې وي او له ناڅرګند یا نا مالوم حالت څخه یې تل د ژغورنې هڅه کې یو. خو له دې ټولو هڅو سره بیا هم ناڅرګند یا نامالوم حالت مخنیوی ناشونی دی او د ژوند یوه برخه ده.

مالوم او څرګند حالت کې مونږ خپل ځان محفوظ احساس کوو او کله چې له ناڅرګند حالت سره مخ شو سملاسي مو مغز مونږ ته وایي چې حفاظت مو له ګواښ سره مخ دی، دا چاره زمونږ فزیولوجي کې بدلون رامنځته کوي او سملاسي مو بدن د سټرس په کورټیزول او اډرېنالین هورمونونو ډکوي. یاد هورمونونه زمونږ بدن له حالت څخه تېښتې او یا مقاومت ته چمتو کوي او یا مو بدن کنګل حالت ته بیایي. د انسان د مغز د کورټیکس مخکینۍ برخه د فکر او پرېکړې دنده پر مخ بیایي، له یادو هورمونو سره وینه کې ټینګوالی رامنځته کیږي او د مغز د کورټیکس له منځنۍ برخې تخلیه کیږي، وینه د بدن ځینو غړو او عضلو لور ته بهیږي، یاده چاره زمونږ بدن مقاومت، تېښتې او یا پټېدو ته چمتو کوي. په اوس وخت کې چې انسانان له کومو خطرونو او ګواښونو سره مخ دي له پخوا سره ډېر توپیر لري خو مغز اوس هم لکه د پخوا په څېر جوړښت لري او له همدې امله هر ناڅرګند حالت ته انسانان لکه سلګونه پېړۍ وړاندې د خپلو پلرونو په څېر غبرګون ښي.

که چېرې وېره احساس کړو نو مونږ په سټرس او د سټرس په هورمونونو او تشویش ډکوي، له مثبتو احساساتو مو خالي کوي او په ځان مو باور کموي.

Sidebar



Share
Hide Buttons