AgustaWestland AW149 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۴۹

د څو موخو لپاره نظامي چورلکه ده. د اګوستا وېسټ لنډ شرکت د کوم چې اوسنی نوم لیونارډو دی جوړه کړې. په پروژې یې چاره په ۲۰۰۶ کې پیل شوې وې. د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۰ نېټه یې د همدې چورلکې د طرحې پر بنسټ د اې ډبلیو ۱۸۹ ملکي ډول اعلان کړ.

د اې ډبلیو ۱۴۹ د طرحې بنسټ له اې ډبلیو ۱۳۹ څخه اخیستل شوی خو اې ډبلیو ۱۴۹ اوږده تنه اوډېر ځواکمن ماشین لري او له همدې امله زیات وزن او زیات وسایل ځان کې انتقالولای شي. د ۲۰۰۹ کال د نومبر په ۱۳ نېټه یې خپله لمړۍ الوتنه د ایټالیا په شمال کې ترسره کړې.

د نظامي موخې لپاره د کارونې تصدیق یې په ۲۰۱۴ کې ترلاسه کړ. که چېرې په یوه ثانیه کې تر نهو مترو پورې سرعت کې ناسته وکړي په همدې سرعت کې یې ټایرونه په ځمکې د ناستې وړتیا لري. د ملکي ډول ټایرونه یې بیا په ثانیه کې تر دوه مترو سرعت پورې د ناستې وړتیا لري. په مارکېټ کې د متحده ایالتونو د زړو بلک هاوک او سیکورسکي یو اېچ ۶۰ چورلکو ځای نیونکې دي. تایلنډ لمړی هیواد وو چې د ۵ چورلکو غوښتنه یې وکړه. د ایټالیا هوایي ځواک د لټون او ژغورنې لپاره پام کې نیولې وې خو وروسته یې د لټون او ژغورنې لپاره سپکې اې ډبلیو ۱۳۹ اېم چورلکې خوښې کړې.

د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې د مصر سمندري ځواک د ۲۴ چورلکو غوښتنه وکړه او لمړۍ جوپه یې په ۲۰۲۰ کې ترلاسه کړه وروسته یې د لسو نورو چورلکو غوښتنه هم تاید کړه. همداسې یې د ترکې د وسله والو ځواکونو لپاره د همدې چورلکو د تولید په (TUHP149) ډول چارې پیل کړې، ترکې ټولټال د ۱۰۹ چورلکو غوښتنه کړې وه، د ټول تړون ارزښت یې ۴ بیلیونه ډالر وو خو د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په ۲۱ نېټه له یاد تړون څخه ووتله او په ځای یې سیکورسکي اېس ۷۰ چورلکو پېرلو ته مخه کړه. همداسې انګلستان غوښتل خپلې پوما چورلکې تقاوت کړي، لیونارډو شرکت اې ډبلیو ۱۴۹ ورته د ځایناستو چورلکو په توګه وړاندیز کړې وې.

پولنډ د ۲۰۲۲ کال د جولای په لمړۍ نېټه د ۳۲ چورلکو تړون لاسلیک کړ. د تړون ټول ارزښت ۱.۸۵ بیلیونه ډالر دی. خپلې ټولې چورلکې به د ۲۰۲۳ او ۲۰۳۰ تر منځ ترلاسه کړي.


کارونکي

مصر
  • د مصر سمندري ځواک د ۲۴ چورلکو غوښتنه کړې وه، پنځه چورلکې یې په ۲۰۲۱ او پنځه نورې په ۲۰۲۲ کې ترلاسه کړې، د لسو نورو چورلکو غوښتنه یې تاید کړې
پولنډ
  • پولنډ د ۳۲ چورلکو په ۲۰۲۲ کې غوښتنه کړې ټولې چورلکې به تر ۲۰۳۰ کال پورې ترلاسه کړي
تایلنډ
  • د تایلنډ سلطنتي پولیس یوه چورلکه لري
  • د تایلنډ سلطنتي پوځ پنځه چورلکې لري

ځانګړنې

  • پیلوټان : دوه پیلوټان، تر ۱۸ کسانو پورې یا تر ۱۲ مجهز پوځیان یا تر ۲۷۲۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالولای شي
  • اوږدوالی : ۱۷.۵۷ متره
  • سور : ۳.۰۶ متره
  • لوړوالی : ۵.۱۴ متره
  • له وسایلو سره وزن : ۸۶۰۰ کیلو ګرامه
  • ماشین : دوه (Safran Aneto-1K) ماشینونه هر یو یې ۱۷۱۵ کیلو واټه یا ۲۳۰۰ هارس پاوره ځواک تولیدوي
  • سرعت : زیات نه زیات ۳۱۰  کیلو متره، تر ۴ ساعته پورې الوتنې ته دوام ورکولای شي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons