AgustaWestland CH-149 Cormorant – اګوستا وېسټ لنډ سي اېچ – ۱۴۹ کورمورانټ

د کاناډا د پوځ لپاره تولید شوی د اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۰۱ چورلکې د تولید ډول دی. په سمندر کې د لټون او ژغورنې لپاره کار ترې اخیستل کیږي. د انګلستان وېسټ لنډ او د ایټالیا اګوستا شرکت په ګډه جوړه کړې چورلکه ده اوسمهال دواړه شرکتونه سره ګډ شوي او نوی نوم یې لیونارډو دی.


عملیاتي مخینه
سي اېچ – ۱۴۹ چورلکو لمړۍ عملیاتي الوتنه په ۲۰۰۲ کال کې کړې. لمړي عملیات یې له سوداګریزې بېړۍ د ناروغ انتقال وو. بېړۍ له سمندر غاړې ۲۰۰ کیلو متره لرې واټن کې وه. په ۲۰۰۳ کې یې د عملیاتو پر مهال تقریبا ۱۲۰۰ کیلو متره بریالۍ الوتنه ترسره کړې او د الوتنې د ادامې لپاره یې دوه ځلې د تیلو اچولو لپاره ناسته کړې. د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په ۲۵ نېټه یې د ژغورنې تر ټولو سخت عملیات ترسره کړي. تر ۲۰۱۰ کال پورې یې ټولټال تر ۴۰۰۰۰ ساعتونو زیاتې عملیاتي الوتنې ترسره کړې وې.


پېښې
کله چې د اې ډبلیو ۱۰۱ کارونه پیل شوه نو لمړۍ ستونزه پکې د لکۍ څرخ کې درز رامنځته کېدل وو. د انګلستان ډول یې مېرلېن نومیږي. مېرلېن د ۲۰۰۴ کال د مارچ په ۳۰ نېټه نسکوره شوه د نسکورېدو لامل یې د لکۍ څرخ کې چاود رامنځته کېدل وو. د کاناډا ډول سي اېچ – ۱۴۹ هم په لکۍ کې د چاود رامنځته کېدو له امله څو ځلې ناسته کړې او الوتنې یې محدودې شوې وې. کاناډا تر ۲۰۰۴ کال پورې ټولې ۱۵ چورلکې لرلې او د هرې چورلکې د لکۍ په څرخ کې یې د مختلفې کچې چاود رامنځته شوی وو. په ۲۰۰۵ کې یې شپږو چورلکو ته نوی څرخ نصب کړ خو درې میاشتې وروسته په درې چورلکو کې بیا هم د څرخ برخې چاود پیدا کړی وو. وروسته یې په اې ډبلیو ۱۰۱ ډول کې د ایلاسټومیریک بیرنګونو څرخ نصب کړ کوم چې اوسمهال معیاري ګڼل کیږي.

د ۲۰۰۶ کال د جولای په ۱۳ نېټه د کاناډا یوې سي اېچ – ۱۴۹ چورلکې د لټون او ژغورنې تمرین کوه او ناڅاپه اوبو کې نسکوره شوه. په پېښه کې درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شول. له څېړنو وروسته یې د پېښې لامل میکانیکي ستونزه وګڼل شوه. د ۲۰۰۸ کال د مارچ په ۱۱ نېټه د پېښې لامل د پیلوټ تېروتنه وګڼل شوه او پای کې دې نتیجې ته ورسېدل چې پیلوټان یې سم نه دي روزل شوي.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ په لسمه نېټه بله سي اېچ – ۱۴۹ نسکوره شوه، چورلکه په څنګ پرېوته او ټول پکې ناست کسان روغتون ته یوړل شول. له شپږو یې څلور رخصت او دوه د ایمرجنسي د درملنې لاندې پاتې شول.


کارونکي

کاناډا
  • د کاناډا سلطنتي هوایي ځواک
    • ۱۰۳ د لټونه او ژغورنې قطعه
    • ۴۱۳ د ټرانسپورټ او ژغورنې قطعه
    • ۴۴۲ د ټرانسپورټ او ژغورنې قطعه

ځانګړنې

  • پیلوټان : ټولټال پنځه کسان (د الوتکې قومندان، لمړی افسر، د الوتنې انجنیر، دوه کسان لټونکي او ژغورونکي)، په ځان کې د پنځلس ولاړو پوځیانو لپاره یا ۲۰ په چوکیو ناستو پوځیانو لپاره یا د اغیزمنو د دوه کسان د تذکرو لپاره ځای لرلای شي
  • اوږدوالی : ۲۲.۸۱ متره
  • لوړوالی : ۶.۶۵ متره
  • بې وسایلو وزن : ۱۰۵۰۰ کیلو ګرامه
  • د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۴۶۰۰ کیلو ګرامه
  • ماشین : درې (General Electric T700/T6A1) ماشینونه هر یو یې ۱۶۰۰ کیلو واټه یا ۲۱۰۰ هارس پاوره ځواک تولیدوي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons