AgustaWestland AW169 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۶۹

د منځنۍ کچې چورلکه ده. د لیونارډو شرکت (مخکینې نومی یې اګوستا وېسټ لنډ) څانګې جوړه کړې. له غټې اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۳۹ او اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو۱۸۹ چورلکو سره ګډې ځانګړنې لري. دوه ماشینونه لري. په داخل کې له ۷ تر ۱۰ پورې کسانو ته ځای لرلای شي. ماشین کې یې د سرعت بدلېدو وړتیا د بهر غږ کموي او په څرخ کې د ځینو برخو په انسټالېشن لړزه کمه شوې. د ټایرونو فعالیت یې په الیکټرونیکي سیستم ترسره کیږي. په سمندر کې، په ښارونو کې د پولیسو لخوا، د امبولانس په توګه او د ټرانسپورټ لپاره د کارېدو وړ چورلکه ده.

مختلف ډوله برېښنایي سیستمونه لري. د پیلوټ کابین کې بورډ د راک وېل کولین شرکت برېښنایي سیستمونه دي. درې د ښودنې سکرینونه یې په ټچ سکرین مجهز شوي. همداسې ډیجیټلي نقشه، د دوه ګوني رادار د لوړوالي یا ارتفاع ارزونکی، د څارنې لپاره اې ډي اېس – بي څارونکی سیستم، د چورلکې د روغتیا او کارونې د څارنې سیستم، د شپني لید لپاره دوربین پکې موجود دي. د پیلوټ کابین کې ډېری نصب شوي برېښنايي سیستمونه یې د اګوستا وېسټ لنډ ۱۳۹ او اګوستا وېسټ لنډ ۱۸۹ چورلکو ته ورته والی لري. اتومات د څلورو محورونو ډیجیټلي د الوتنې د کنټرول سیستم کاروي. د الوتنې د مدیریت لپاره پکې دوه ګونی سیستم، په هوا او ځمکه د پېښو د مخنیوي سیستمونه پکې شامل دي او د همدې سیستمونو له امله یې یو پیلوټ ته هم د الوتنې اجازه ورکړل شوې.

د فعالیت لپاره د ځواک تولیدونکې برخه یا مرسته کوونکې د ځواک برخه پکې نه ده انسټال شوې او پر ځای یې یو کلچ پکې کارېدلی کوم چې څرخ ته د درېدو اجازه ورکوي خو په ورته وخت کې د پورټ انجن فعالیت کوي تر څو برېښنایي سیستم ته ځواک ورکړي. تر اوسه یوازې یوه پېرودونکي د داسې چورلکې غوښتنه کړې چې د واورې او کنګل ضد سیستم پکې انسټال وي. د دې لپاره چې مارکېټ کې پېرودونکي زیات کړي نو په چورلکو کې یې اضافي انسټالېشن یا د اضافي سیستمونو نصب پام کې نیولی لکه اضافي ټانکۍ، د ژغورنې لپاره پورته خېژونکی سیستم، د چورلکې لاندې د وزن زوړندولو لپاره کونډه، بهر نصب شوې کامرې، د سیلاب ځپلو د مرستې سیستم، بهر نصب شوي لوډ سپیکرونه او داسې نور، …

کومې چې د مساپرو انتقالونکی ډول دی تر لسو پورې کسانو ته چوکۍ لرلای شي. کومې چې د وي ای پي لپاره دي تر ۷ کسانو پورې او د ټرانسپورټ لپاره تر ۸ کسانو پورې انتقالولای شي.


مخینه
د ۲۰۱۰ کال د جولای په ۱۹ نېټه اګوستا وېسټ لنډ په فارنبرو نړیوال هوایي نندارتون کې د اې ډبلیو ۱۶۹ د جوړولو اعلان خپور کړ. په دې وخت کې یې سپکه د کم لګښت ۴.۵ ټنه چورلکه وګڼله. په ۲۰۱۱ کال کې د انګلستان حکومت اګوستا وېسټ لنډ شرکت ته د یادې چورلکې د جوړولو لپاره ۳۳ میلیونه ډالر پور ورکړ. په ۲۰۱۲ کال کې اروپایي اتحادیې ۲۷۲ میلیونه یورو د ۱۹ کالو لپاره شرکت ته پرته له سود اخیستو پور ورکړ، یادې پیسې د ایټالیا د حکومت لخوا د اروپایي اتحادیې له لارې شرکت ته ورکړل شوې. په دې پیسو کې یې ۴۰ % د څېړنو لپاره، ۶۰ % د تجربې لپاره او ۹۴ میلیونه یورو د توکو په پېرلو مصرف کړي.

د ۲۰۱۲ کال د مې په ۱۰ نېټه لمړۍ چورلکې خپله لمړۍ الوتنه وکړه. د ازموینې په الوتنه کې یې ټولې څلور چورلکې شاملې وې او ازموینو یې تر ۲۰۱۳ کال پورې ادامه لرله. د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې یوه چورلکه مختلفو سیمو ته د لوړې او ټیټې الوتنې د ازموینې لپاره انتقال شوه. د ۲۰۱۶ کال په فېبروري کې یې له ازموینو وروسته د پلور لپاره جواز ترلاسه کړ. وروسته یې د برخو په تولید کار پیل کړ او د ۲۰۲۲ کال تر جنوري پورې یې ټولې ۱۳۰ چورلکې تولید کړې وې.


پېښې
د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲۷ نېټه یوه چورلکه کومه چې د تایلنډ یوه بیلونر او د انګلستان د لسټر ښار د فوټبال کلب ریس ویچای سري وادانا پرابا اخیستې وه، د لسټر ښار له کېنګ پاور سټوډیم یې الوتنه وکړه او له الوتنې پس سملاسي نسکوره شوه. له نسکورېدو سره په چورلکې اور ولګېده او پکې سپاره شپږ کسان ټول د ویچای په شمول مړه شول.

له څېړنو وروسته مالومه شوه چې د پیلوټ پښې سره پایډل ته مالومات نه لېږل کېدو له امله د چورلکې په لکۍ کې څرخ کار پریښی وو. د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د څېړنې د ادامې راپور خپور شو او د چورلکې د نسکورېدو لامل یې د لکۍ د څرخ بهرنۍ برخه کې یو تاوېدونکی بېرنګ بند شوی وو او بندېدل یې د خلاصېدو لامل شوی وو.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۷ نېټه د ایټالیا په بولزانو هوایي ډګر کې پیلوټ د الوتنې پر مهال په خپل مبایل پیغام لېږه چې ناڅاپه یې چورلکه له کنټرول ووته او پای کې نسکوره شوه خو چورلکه کې ټول کسان روغ رمټ پاتې شو.


د تولید ډولونه

AW169

د ډول لپاره ټولیزه ټاکنه

AW169 AAS
نظامي شوی ډول وو او د متحده ایالتونو ارمډ اېریل سکوټ پروګرام ته وړاندیز شوی وو خو وروسته لغوه شو
AW169M
د څو موخو لپاره چورلکه ده، د ایټالیا ګواردیا دي فینانزا دولتي اداره یې کاروي
AW169MA

د څو موخو لپاره پر مختللې نظامي چورلکه ده، د ایټالیا پوځ یې د پوځ د انتقال لپاره، د سمندري ګزمې لپاره، د څارنې او پیاده پوځ ته د جګړې په ډګر کې د ملاتړ لپاره کاروي

کارونکي

ارجنټینا
  • یوه چورلکه، د ارجنټینا ملي جاندار مېري
جرمني
  • هېلي نړیوال خدمات
اېندونیزیا
  • د اېندونیزیا ملي پولیس نهه چورلکې کاروي
اېټالیا
  • د ایټالیا ګواردیا دي فینانزا اداره ۲۲ چورلکې کاروي، یوه یې د پیلوټ د تېروتنې له امله نسکوره شوې
ناروې
  • د سمندر غاړو اداره
  • د ناروې پولیس
نیوزلنډ 
  • اوکلنډ د ژغورنې هیلیکوپټر ټرسټ اداره
سلوانیا
  • د سلوانیا ملي پولیس درې چورلکې کاروي
سوېډن
  • بابوک د اسیکاندیناویا هوایي امبولانس
تایوان (د چین جمهوریت)
  • امېرالد پسیفیک ایرلاین
انګلستان
  • یو اېن ای فلای
  • سپېشلېسټ اپرېشن سروېسیز
  • اېرامبولانس کېنټ سروې سوسېکس
  • ډورسېټ اېنډ سومېرسیټ ایر امبولانس
  • اېسېکس اېنډ هېرټس اېر امبولانس
  • مګپاس
متحده ایالتونه
  • لایف لېنک ۳
  • ټروما هاوک
  • سټار فلایټ

نظامي

استرالیا
  • د استرالیا هوایي ځواک ۳۶ چورلکې کاروي
دومینیکان جمهوریت
  • د دومینیکان جمهوریت هوایي ځواک څلور چورلکې لري
ایټالیا
  • د ایټالیا پوځ پنځلس چورلکې کاروي
قطر
  • د قطر امیري هوایي ځواک څلور چورلکې کاروي

ځانګړنې

  • پیلوټان : یو یا دوه، له اته تر دولسو پورې کسان او ۲۵۰ کیلو ګرامه وزن، ځینې ډولونو کې د اغیزمن کس لپاره د یوې تذکرې ځای او ۷ د روغتیایي مرستې رسونکي یا د دوه اغیزمنو کسانو لپاره د تذکرو ځای او ۵ د روغتیایي مرستې رسونکي
  • اوږدوالی : ۱۴.۶۴ متره
  • سور : ۲.۵۳ متره
  • لوړوالی : ۴.۵۰ متره
  • له وسایلو سره وزن : ۲۸۵۰ کیلو ګرامه
  • د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۴۸۰۰ کیلو ګرامه
  • ماشین : دوه (Pratt & Whitney PW210A) ماشینونه هر یو یې ۷۳۵ کیلو واټه ځواک تولیدوي
  • سرعت : په ساعت کې ۳۰۶ کیلومتره تر څلور ساعتو پورې یا ۸۲۰ کیلو متره واټن پورې الوتنې ته دوام ورکولای شي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons