FBA Type A – اېف بي اې د اې ډول

د فرانسې د الوت کوونکو کیشتیو کورنۍ وه، د بي ډول، سي ډول، اېچ ډول او اې ډول پکې وو. له لمړۍ نړیوالې جګړې مخکې او د جګړې پر مهال جوړې شوې وې. لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۱۲ کې کړې او په همدې کال یې کارونه پیل شوې.

په تنه کې یې د وزن زغمونکی سیستم یا عناصر کارېدلي وو کوم چې د درې طبقو د لرګي په تختو پوښل شوی وو. داخل کې یې اته برخې لرلې او هره برخه یې د لرګي په دیوال جلا شوې وه. لکۍ یې پورته لور ته منحني شوی جوړښت لره او د فولادو له تونل ته ورته شکل جوړه شوې وه. تنې یې کوم چت او دیوال نه لره، په تنه کې یې پیلوټ او څارونکی له یو بل سره څنګ په څنګ کېناستل.

په اې ډول کې د توکو د نصب لپاره یو وزر وو خو په لویو بي او سي ډول کې د توکو د نصب لپاره دوه وزرونه وو. بل توپیر یې په ماشین کې وو د بي ډول کې ۷۵ کیلو واټه یا ۱۰۰ هارس پاوره ځواک تولیدونکی ماشین وو او په سي ډول کې ۹۷ کیلو واټه یا ۱۳۰ هارس پاوره ځواک تولیدونکی ماشین نصب وو. وروسته له سي ډول څخه د اېچ ډول جوړ شو کوم چې تر نورو غټ ډول وو.


عملیاتي مخینه
تر ټولو لمړۍ له لمړۍ نړیوالې جګړې مخکې د دنمارک او د اتریش – هنګري په سمندري ځواک پلورل شوې وې. وروسته د انګلستان سلطنتي سمندري هوایي خدماتو د ۲۰ الوت کوونکو کیشتیو غوښتنه وکړه او له دې غوښتنې سره سم یې مارکېټ کې ارزښت پیدا کړ. په ۱۹۱۵ کال کې د فرانسې او ایټالیا سمندري ځواکونو هم د انګلستان په څېر د بي ډول او وروسته سي ډول غوښتنه تعقیب کره. تر ډېره د سمندري ګزمې لپاره کارېدې خو ډېری وخت به له اتریش – هنګري او د جرمني له سمندري ځواک سره مخ کېدې او له همدې امله پکې ماشینداره نصب کړل شوه تر څو خپله دفاع وکړای شي. تر انګلستان، فرانسې او ایټالیا وروسته پرتګال هم وپېرلې.


د تولید ډولونه

Type A
په ۱۹۱۳ کال کې جوړه شوې الوت کوونکې کیشتۍ وه، ماین یې ۳۷ کیلو واټه یا ۵۰ هارس پاوره ځواک تولیدوه
Type A
تر لمړۍ غټه جوړه شوې الوت کوونکې کیشتۍ وه، ماشین یې هم ځواکمن وو او تر ۶۰ کیلو واټه یا ۸۰ هارس پاوره ځواک یې تولیدوه
Type B
ټولې تر ۱۵۰ زیاتې تولید شوې وې، ماشین یې ۷۵ کیلو واټه یا ۱۰۰ هارس پاوره ځواک تولیدوه
Type C
ټولې ۷۸ تولید شوې وې، ماشین ۹۷ کیلو واټه یا ۱۳۰ هارس پاوره ځواک تولیدوه
Type 11 HE.2
لمړنۍ الوت کوونکې د دوه چوکیو لرونکې کیشتۍ وه
Type 14 HE.2
ټولې ۲۰ تولید شوې وې، د فرانسې سمندري ځواک د روزنې لپاره کارولې
FBA 100ch
بي ډول وو، فرانسې کارولې او خپل نوم یې ورته ټاکلی وو
FBA 130ch
سي ډول وو، فرانسې کارولې او خپل نوم یې ورته ټاکلی وو

 


کارونکي

اتریش – هنګري
  • سلطنتي سمندري ځواک
برازیل
  • د برازیل سمندري هوایي ځواک دوه الوت کوونکې کیشتۍ لرلې
دنمارک
  • د دنمارک سمندري ځواک
فرانس
  • ایروناتیک سمندري ځواک
ایټالیا
  • د ایټالیا سمندري ځواک
پرتګال
  • د پرتګال سمندري هوایي ځواک درې بي ډول لرلې .
روسیه
  • د روسې د امپراتوري خدمات
  • د روسې د امپراتوري سمندري ځواک
انګلستان
  • سلطنتي سمندري هوایي خدمات، ۱۱۶ الوت کوونکې کیشتۍ لرلې، د بي ډول یې ۲۰ لرلې
  • د چورلکو او انجنیري ګوسپورټ شرکت هم لرلې


د سي ډول ځانګړنې

  • پیلوټان : یو پیلوټ او یو څارونکی
  • اوږدوالی : ۹.۱۴ متره
  • د وزرو پراخوالی : ۱۳.۷۱ متره
  • لوړوالی : ۳.۰۵ متره
  • د وزرو سطحه : ۳۲ متر مربع
  • بې وسایلو وزن : ۶۴۰ کیلو ګرامه
  • له وسایلو سره وزن : ۹۰۷ کیلو ګرامه
  • ماشین : یو ( Clerget 9B 9-cylinder) ماشین کوم چې ۹۷ کیلو واټه یا ۱۳۰ هارس پاوره ځواک تولیدوه
  • سرعت : په ساعت کې ۱۱۰ کیلو متره، تر۳۲۰ کیلو متره پورې یې الوتنې ته ادامه ورکولای شوه

وسلې

  • یوه ۷.۷  اېم اېم ماشینداره
  • دوه ۱۱ کیلو ګرامه بمونه

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons