Girl child labour in Nigeria – په نایجیریا کې کم عمره مزودرانې انجونې

په نایجریا کې د ۵ او ۱۴ کالو ترمنځ انجونې له زده کړو او تفریح بهر په کار کې بوختې دي کوم چې د ناروغیو او جرمونو لامل کیږي. له زدکړو د محرومېدو لامل یې د مور او پلار د پوهې کمه کچه ده، په کم عمر کې د انجلۍ واده کول دي، د کورنۍ او زده کړو د لوړ لګښت له امله انجونې د ګټې او کار لپاره بهر ته لیږل دي، لکه لوړ فیس، ښونځي ته د تګ را تګ لپاره ټرانسپورټ، کتابونه او د ښونځي جامې. له بلې خوا له کم عمرو انجونو سره تعصب دی او مور پلار تر ډېره د لور په پرتله زوی ته پاملرنه کوي. له کم عمرو انجونو سره په زدکړو کې، خوړو او فرصت کې تعصب کیږي. انجونې تر ډېره د کرنې او مالدارۍ چارې او د کور چارې پر مخ وړي او کم عمرۍ کې واده کیږي. واده یې له هغو وړتیاو زده کولو بې برخې کوي کومې چې د بقا یا ژوندي پاتې کېدو لپاره اړینې دي. له دې ټولو چارو هغه کسان ګټه پورته کوي کوم چې د جنسي اړیکو د کاروبار له لارې پیسې پیدا کوي.

د نایجریا په شمال کې چې کوم مسلمانان دي هغوي خپلې وړې انجونې ښونځي ته د لیګلو په ځای مورګانو سره بهر چارو ترسره کولو ته لیږي او یا د زده کړو وخت کې هغو ښځو سره مرسته کوي چې د عبادت لپاره یې ټولنه لنډمهاله ترک کړې وي. ډېری د کم عمر انجونې په لارو کوڅو کې توکي پلوري، له دکاندارنو سره د مرستې کولو لپاره په کار ګمارل کیږي او یا کورونو کې د شتمنو لخوا مزدورانې کیږي. د کم عمره انجونو په اقتصادي فعالیت کې کارول ډېری وخت د جنسي تېري، یوازېتوب، غسې، د مور او پلار له مینې او پاملرنې بې برخې کېدو لامل کیږي او د لویانو لخوا د ناوړه ګټو ښکار کیږي.

د کوچنیانو د کار لاملونه غربت، د مور او پلار دنده له لاسه ورکول، د مور او پلار کې د یوه مړینه، له کلیو ښارونو ته کډوالي، ډېر بچیان زېږول، کلتوري نورمونه لکه څو ښځو سره واده یا پولیګامي دي. له دې پرته نور لاملونه یې کم ښونځي، د زده کړو لوړ فیس، کورنۍ جګړې او شخړو ماشومانې د زده کړو په ځای کار ته ټېل وهي. همداسې د مجرمانو لخوا د پلار یا مور وژل هم یسیرانو او یتیمانو زیاتېدو ته لار هواروي او پایله کې یې کوچنیان د نفقې پوره کولو لپاره سختو کارونو ته مخه کوي.

په ۱۹۸۰ لسیزه کې ډېری نران په رسمي دندو ګمارل شوي وو او ښځې بیا په غیرې رسمي چارو کې خو داسې چارې سخته مزدوري وه د کوم ځانګړي مسلک دنده نه وه بوختې وې. د ښځو مزدوري له یوې خوا سخته وه له بلې خوا هره ورځ د نرانو په پرتله یې د ورځې اوږدو کې کاري موده دوه ځلې اوږده وه. دې چارې کورنیو کې ښځې اړې کړې وې چې خپل بچیان د لارو او کوڅو په سر پلور ته ولیږي. دا چې سخت کارونه یوازې د وړو انجونو ښونځی نه قضا کوي له دې پرته یې د بې کچې زیاتې ستړیا لامل کیږي، زهني او فزیکي روغتیا یې ګواښل کیږي او ډېری وخت له فزیکي خطرونو هم محفوظې نه وي. د جنسي اړیکو د کاروباریانو لخوا تښتول کیږي.

د ناسم سیستم له امله د نایجریا اقتصاد خراب او کورنۍ یې د بقا لپاره نویو لارو چارو لټولو ته اړې کړې چې په دې کې خپل ماشومان له کلیوالو سیمو ښارونو ته په کورونو کې د کار کولو لپاره لېږل، په ماشومانو جنسي کاروبار کول شامل دي.

په کلیوالو سیمو کې کوچنۍ ماشومه اړه ده چې د کور له پېغلو او ښځو سره د کور په کار کې مرسته وکړي او د کور کار زده کړي. د سوزولو لپاره لرګي راغونډ کړي. دا چې د کور چارې په انجونو له کوچینوالي زده کیږي نو دا یې لامل دی چې لویو ښارونو کې یوازې وړې انجونې د کار لپاره په کورونو ساتل کیږي. په فولاني قوم کې کوم چې دنایجریا په شمال کې مېشت دی وړې لورګانې له مورګانو سره د څارویو ساتنه کې مرستې ته اړ کیږي.

د مخنیوي لپاره یې باید خلکو کې دا پوهاوی رامنځته شي چې د جنسیت ضد تعصب له منځه وړل چټکه اقتصادي وده ممکنه کوي، که چېرې د ښځې په زده کړو پانګونه وشي نو د کورنۍ جوړولو او د کورنۍ د موخې تر لاسه کولو کې مرسته کوي او راتلونکې کې به ماشومان وړتیا لرونکي او روغتیا لرونکي وي. خو که چېرې دا چاره ونشي نو د ښځې فزیکي او زهني روغتیا ته زیان اړوي او په ډېره اسانۍ د ناروغیو ښکار کیږي. همداسې مور او پلار ته په کم عمرۍ کې د انجونو د واده د زیان په اړه د زدکړو پروګرام جوړ شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons