Child sexual abuse in Nigeria – په نایجریا کې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستنه

د نایجریا په قانون کې د ۲۱ فصل په مختلفو برخو کې له ماشوم جنسي ګټه پورته کول جرم دی. د جنسي اړیکې لپاره د رضایت عمر ۱۸ کاله لرل قانون کې ټاکل شوي. خو د ۲۰۱۵ کال په راپورونو کې په هرو ۴ انجونو کې یوې او هرو لسو هلکانو کې یوه جنسي تېری تر ۱۸ کلنۍ مخکې تجربه کړی دی. بل راپور کې ۳۱.۴ % انجونو ویلي چې لمړۍ جنسي اړیکه یې د لویانو لخوا جنسي تېری وو او یا هم یو ډول نه ډول د زور بڼه پکې کارېدلې وه. یوازې په ۲۰۱۲ کال کې، د نایجریا په رېورس ایالت کې، په ۱۲۰۰ انجونو جنسي تېری راپور شوې وو. بل راپور موندلې چې له هرو لسو کم عمرو انجونو یې شپږ احساساتي، فزیکي او جنسي ناوړه چلند تجربه کوي او سمې نیمایي یې فزیکي زورېدنه، وهل ټکول او توهین تجربه کوي.

له کم عمرو انجونو د لویانو لخوا جنسي ګټه په ښونځیو کې، هغو شرکتونو کې چې کم عمره انجونې پکې مزدوري کوي، لارو او کوڅو کې پلور او داسې نورو ځایونه چېرې چې وړې انجونې له لویانو سره ګډ کار کوي اخیستل کیږي. یوه سروې کومه چې ۲۰۰۸ کې پیل او په ۲۰۱۲ کې پای ته ورسېده موندلي چې په ۸۳ % انجونو باندې له ۱۹ کلنۍ مخکې جنسي تېری شوی، په دې کې ۷۰ % انجونو تر ۱۸ کالو کم عمر لره.

د کم عمرو ماشومانو جنسي تېری تر ډېره د ماشومانو په اقتصادي فعالیت کې کارونې ممکن کړی دی. په ماشومانو جنسي تېری او د ماشومانو کار دواړه خپله کې نږدې تړاو سره لري. بل لامل یې د غریبو زیات اولادونه دي او د کورنۍ د نفقې پوره کولو لپاره د ماشومانو مزدوري ته لېږل.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons