MBB/Kawasaki BK 117 – اېم بي بي / کاواساکي بي کې ۱۱۷

وړه د دوه ماشینونو لرونکې، د ټرانسپورټ لپاره چورلکه ده. د جرمني اېم بي بي شرکت او د جاپان کاواساکي شرکت په ګډه جوړه کړې. اېم بي بي شرکت وروسته ډیملر بېنز واخیسته او ممکن وروسته د یوروکاپټرز برخه شوې وي، د یورو کاپټرز اوسنی نوم اېربس هیلیکوپټرز دی. د ۱۹۷۷ کال د فېبروري په ۲۵ نېټه کاواساکي او اېم بي بي شرکتونو د همکارۍ تړون لاسلیک کړ تر څو دواړه د وړې، دوه ماشینونو لرونکې چورلکې جوړلو یوازې هڅې بس کړي او په ګډه د یوې نوې چورلکې جوړولو پلان جوړ کړي.

د پروژې لګښت دواړو سم نیم په غاړه اخیستی وو. په چورلکه کې چارې یې په دوه برخو ووېشلې او هر شرکت چې په کومو برخو کې تجربه لرله د جوړولو بهیر یې په غاړه واخیست. اېم بي بي شرکت مخکې بي او ۱۰۵ په نوم چورلکې څرخ جوړ کړی او تجربه یې پکې لرله، همداسې یې د ډاینامیک سیستمونو او د الوتنې د کنټرول سیستمونو د جوړولو دنده په غاړه واخیسته. کاواساکي یې د تنې، د جوړښتي عناصرو او ځینو نورو برخو په جوړولو پیل وکړ. د ۱۹۷۹ کال د جون په ۱۳ نېټه د اېم بي بي شرکت لخوا په لمړۍ جوړې شوې چورلکې د ازموینې الوتنه د جرمني د باواریا په اوتوبرن کې ترسره شوه. څو میاشتې وروسته د ۱۹۷۹ کال د اګسټ په ۱۰ نېټه، کاواساکي هم په لمړۍ جوړې شوې چورلکې د ازموینې الوتنه د جاپان د چوبو ولایت په ګیفو سیمه کې وکړه.

هر شرکت د برخو د نصب لپاره خپله سیمه وټاکله. په کابین کې یې د مخلتفو موخو لپاره چوکۍ نصب کېدای او بدلېدای شي. همداسې د چورلکې د تولید مختلف ډولونه د مختلفو موخو لپاره کارېدلای شي لکه د هوایي کرېن په توګه، د وزن د انتقال لپاره، د امنیتي ادارو لخوا د امنیت او ګزمې لپاره، د پوځونو لخوا د ټرانسپورټ لپاره، د هوایي امبولانس، د لټون او ژغورنې لپاره کارېدلي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې مارکېټ کې ښه ځای لره او ډېر پېرودونکي یې لرل.

د ډېرې سپکې چورلکې لپاره دوه ماشینونه، زیات ځای لرونکی د تنې جوړښت، په چورلکه کې دوه دروازو د دې وړتیا ورکړې چې د مختلفو موخو لپاره وکارول شي. د زیات ځای لرلو له امله د هوايي امبولانس په توګه اغیزمنه چورلکه ده. تنه یې په ډبلو میخونو نصب شوې وسپنه ده او کمپوزېټ توکي پکې ډېر کم کارېدلي.



د تولید ډولونه

BK 117 P-2 (D-HBKA)
د جرمني لمړۍ لپاره لمړۍ تولید شوې چورلکه وه، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۹ کال د جون په ۱۳ نېټه کړې اوسمهال میوزیم کې ولاړه ده
BK 117 S-01 (D-HDRF)
د پلور لپاره تر تولید مخکې ډول دی
BK 117 P-3/P-5 (JQ0003)
د پلور لپاره تر تولید مخکې ډول دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۹ کال د اګسټ په ۱۰ نېټه کړې، اوسمهال د جاپان په کاکامیګاهارا هوایي میوزیم کې ولاړه ده
BK 117 A-1
دوه (Lycoming LTS 101-650B-1) ماشینونه پکې نصب وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۲ کال د اپرېل په ۲۳ نېټه کړې
BK 117 A-3
کارونه یې د ۱۹۸۵ کال په مارچ کې پیل شوې، د لکۍ څرخ یې غټ وو او تر نورو یې د څرخ پرو کې ښه والی رامنځته شوی وو، د الوتنې لپاره وزن یې تر ۳۲۰۰ کیلو ګرامه پورې زیات شوی وو، کاناډا یوه د ازموینې لپاره اخیستې وه خو چې کله پروګرام بشپړ شو چورلکه یې بېرته وسپارله
BK 117 A-4
د ۱۹۸۶ کال په جولای کې یې کارونه پیل شوه، په لکۍ کې یې ښه والی رامنځته شوی وو، کومې چورلکې چې جرمني کارولې اضافي د تېلو ټانکۍ پکې کارېدلې وې تر څو اوږد واټن کې الوتنې ته دوام ورکړای شي
BK 117 A-3M
د تولید نظامي ډول وو، کارونه یې په ۱۹۸۶ کې پیل شوه، په داخل کې یې ۱۱ پوځیانو ته ځای لره، همداسې ۱۲.۷اېم اېم ماشینداره پکې نصب وه، ماشینداره یې د پیلوټ له هلمټ سره وصل وه
BK 117 B-1
کارونه یې د ۱۹۸۷ کال په ډسمبر کې پیل شوې، تر نورو ډولونو یې ۱۴۰ کیلو ګرامه زیات وزن ځان کې انتقالولای شو
BK 117 B-1C
د کارونې لپاره یې تصدیق په انګلستان کې ترلاسه کړی وو تر نورو چورلکو یې لنډ مهاله الوتنه کوله
BK 117 B-2
تر ۱۵۰۰۰ فټه پورې لوړه الوتنه یې کولای شوه
NBK 117
د تولید لپاره اېندونیزیا جواز ترلاسه کړی وو او د اېندونیزیا ایروسپېس جوړه کړې وه
BK 117-850D2
کارونه یې په ۲۰۱۰ کې پیل شوې، نوی ماشین پکې نصب شوی، د جوړونې او طرحې چارې یې په نیوزلنډ کې ترسره شوي

نوټ : نور ټول ډولونه یې د بي کې ۱۱۷ چورلکې له طرحې جوړ شوي، د جوړونې چارې یوروکاپټر دوچلند شرکت پر مخ وړي

کارونکي

پوځ او حکومت

استرالیا
  • اېن اېس ډبلو د اور وژنې او ژغورنې اداره
  • د نیو سوت وېل د اور وژنې اداره
  • د نیو سوت وېل پولیس
  • د لوېدیځې استرالیا پولیس
چیل
  • د چیل هوایي ځواک
  • د چیل کرابینېروس
کولمبیا 
  • د کولمبیا ملي ارمادا
جرمني
  • بوندېس وېر
  • پولیس
یونان
  • د یونان د اور وژنې اداره
جاپان
  • ولایتي پولیس
ماداګاسکار
  • د ماداګاسکار هوایي ځواک
پېرو
  • د پېرو ملي پولیس
روسیه
  • د بیړنیو حالاتو وزارت
هسپانیا
  • ګاردیا سېول
سوېله افریقا 
  • د سوېلې افریقا هوایي ځواک
  • د سوېلې افریقا پولیس
متحده ایالتونه
  • د کلیفورنیا پولیس

ملکي کارونکي

استرالیا
  • کېر فلایټ
  • وېسټ پک د ژوند ژغورنې خدمات
کاناډا
  • شاک ټروما د هوا له لارې د ژغورنې اداره
  • هیلیکو ژغورنه
جرمني
  • اې ډي اې سي
  • ډي ار اېف
کینیا
  • اېوېرېت الوتنې
نیوزلنډ
  • اوکلنډ هیلیکوپټر ریکیو ټرسټ
  • لایف فلایټ اداره
  • کنټربري وېسټ کاسټ اېر رېسکیو ټرسټ
  • اوتاګو رېسکیوهیلیکوپټر ټرسټ
سوېزرلنډ
  • رېګا د هوا له لارې ژغورونکې اداره
تایوان
  • ورځنۍ هوایي همکاري
تایلنډ
  • سي چنګ د الوتنو خدمات
متحده ایالتونه
  • اېر میتډز
  • سنټ لویس د ماشومانو روغتون
  • اورلنډو سیمه ایز روغتیایي مرکز

پخواني کارونکي

بوفوتاتسوانا
  • د بوفوتاتسوانا هوایي ځواک
کاناډا
  • د کاناډا هوایي ځواک
سیسکي
  • د سیسکي دفاعي ځواکونه
ټرانسکي
  • د ټرانسکي دفاعي ځواکونه
وېنډا
  • د وېنډا دفاعي ځواکونه

ځانګړنې یې د تولید د بي کې ۱۱۷ بي – ۲ ډول دي

  • پیلوټان : یو، تر څلورو نورو کسانو ته پکې ځای شته وو
  • اوږدوالی : ۹.۹۱ متره
  • لوړوالی : ۳.۸۵ متره
  • بې وسایلو وزن : ۱۷۲۷ کیلو ګرامه
  • د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۳۵۰ کیلو ګرامه
  • د تېلو ظریفت : ۶۹۷ لیتره
  • ماشین : دوه (Textron Lycoming LTS 101-750B-1) ماشینونه او هر یو یې د ۴۴۲ کیلو واټه یا ۵۹۳ هارس پاوره ځواک لره
  • سرعت : په ساعت کې ۲۵۰  کیلو متره او تر ۵۴۱ کیلو متره پورې یې الوتنې ته ادامه ورکولای شوه

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons