په کار ځای کې په ځان باور

داسې نه چې ځینې کسان په ځان باور لري او ځینې یې نه لري بلکې ټول خلک په ځان باندې له باور لرلو سره زېږېدلي. صرف دومره ده چې کوم خلک په ځان باور لرل کار ځای کې وکاروي تر نورو یې کاري تولید زیات وي. سره له دې چې زمونږ جنتیک زمونږ په ظرفیت کې رول لري خو بل فکتور یې دا هم دی چې ولې او کله په ځان د باور لرلو کچه کې توپیر رامنځته کیږي او څرنګه یې د کمېدو په صورت کې بېرته زیات کړو. کوم خلک چې په ځان باور لري نو دا وړتیا یې هم ورسره زده کړې وي چې په ځان د شک کولو احساس کنټرول کړي او د هرې ورځې په اوږدو کې په خپل ځان د باور کچه لوړه وساتي. دا ډول خلک چې د هر سکتور، په هر رول او هر مقام کې وي تر نورو زیاته لاسته راوړنه لري.

په ځان باور څه ته وایي ؟
په هر ډول حالت کې په ځان تکیه کولو ته په ځان باور وایي. ته څوک یې، ته څه کوې او ته څه وړتیاوې لرې یو چلند او احساس دی او په ځان د باور لرلو لپاره پرې پوهېدل ډېر اړین دي. څوک چې په ځان باور لري نو خپل ځان له پېژندلو پس هماغسې مني لکه څرنګه چې وي. خپل کمزوري ټکي او مثبت ټکي ورته مالوم وي او د دواړو په اړه مثبت نظر لري.

په ځان باور لرونکی کس له خپل ځان څخه ریښتینې تمې لري په دې مانا چې تمې یې نه له خپلې وړتیا ټیټې وي او نه لوړې وي بلکې ریښتینې وي. موخې یې روښانه او ریښتینې وي، خپلې موخې ځانته او نورو ته په روښانه توګه بیانولای شي. کوم کس چې په ځان باور لري تل د یو نوي څه کولو په لټه کې وي تر څو پرې خپله پوهه او فکري وده زیاته کړي.

که چېرې دې په ځان باور کم وي تل به د ځان په اړه شک لرې، نوي فرصت او حالت څخه به تېښته کوې او تل به هڅه کوې چې په هغې پوهې چارې مخ ته بوځې کومه چې تا مخکې ترلاسه کړې وي. همداسې به تل له نیوکې سره ډېر بې کچې حساس اوسې او هره نیوکه به ډېر بد اغیز درباندې لري او دا ټولې چارې به تاته له نورو کم احساس درکوي. له چارو د تېښتې لپاره به ځانته وړاندېز کوې چې ته وړتیا نه لرې او که چېرې پکې بوخت شې نو نور به دې تېروتنې پیدا کړي.

په ځان د باور کچه هر وخت کې بدلون مومي او ستا له وړتیاوو سره کوم تړاو نه لري بلکې ستا له لرلید سره تړاو لري، د خپل ځان په اړه له فکر سره دې تړاو لري. همداسې ستا له زهني او فزیکي احساس سره هم تړاو لري. د بېلګې په توګه یو نظر چې ته یې خپلو همکارانو سره په ډېره اسانۍ شریکوې او د شریکولو په وخت کې په ځان باور لرې، که چېرې ته همدا نظر خپل لوړ پوړو سره شریک کړې ممکن په خپل ځان د باور کچه دې ډېره کمه شي نو له همدې امله په ځان باور ستا له زهني، فزیکي احساس او وضعیت سره تړاو لري.

په ځان باور لرل او په ځان د باور لرلو حالت کې اوسېدل اړین دي او که چېرې تاسې دا وړتیا پیدا کړئ چې د هرې ورځې په کچه په هر حالت کې په ځان د باور لرلو کچه لوړه وساتئ نو هر څه مو چې مخې ته راشي تاسې په خپلو وړتیاو او خپل ځان تکیه کولای شئ او له دې لارې د هر ډول حالت مدیریت هم کولای شئ.

کله هم چې په خپل ځان باور ولرئ نو تاسې ډېر ارام او کم تشویش کوونکي کیږی. تل مو هر کس او هر حالت ته غبرګون مثبت وي. تل د نوي فرصت په لټه کې کیږی او هر نوی فرصت مو د پوهې په زیاتېدو کې مرسته کوي.

په ځان باور زده کېدای شي
مخکې تر زده کولو یې دا زهن کې ولرئ چې په ځان باور کومه مخکې له مخکې انسان کې موجوده ځانګړنه نه ده او ستاسې له لرلید او د خپل ځان په اړه له فکر سره تړاو لري. په ځان باور د هغو فکرونو چې ته یې کوې او هغو کړنو چې ته یې ترسره کوې پایله ده. ته خپل فکر ته بیا ځلې چوکاټ جوړوی شې، همداسې داخل کې د خپل ځان په اړه منفي فکر او نیوکې کمولای شې تر څو کړنو ته مخه کړې او دا چاره ستا په خپل ځان باور زیاتېدو کې مرسته کوي.

په ځان مو باور هغه وخت زیاتېدای شي چې کله یوه چاره په سمه توګه ترسره کړئ او یا هم نیوکې او وړاندیز سره مخ شئ. خو که چېرې چاره په ناسمه توګه ترسره شي، تاسې رد ځواب ترلاسه کړئ او یا هم له وړاندیز پرته نیوکه درباندې وشي او یا هم د پلان سره برابر هر څه ترسره نشي په ځان باور مو کمیږي نو ځکه اړینه ده چې یوازې په بهرني تصدیق په ځان د باور زیاتېدو لپاره تکیه ونه کړئ او خپله مسولیت په غاړه واخلئ چې په ځان باور په خپل زهني او فزیکي حالت سمولو زیات کړئ.

ته خوښه لرې
په ځان باور په خپلو وړتیاو باور لرل دي. ارواپوهان وایي چې مونږ فکر کوو چې “ریښتیا دي کنه نو” دا چاره د فکرونو بهیر دی او زمونږ کړنو او چلند ته جوړښت ورکوي. ته دا خوښه لرې چې کوم فکرونه تکرار کړې، ته خوښه لرې چې کومو تولید شوو فکرونو ته غوږ شې، ته خوښه لرې چې کوم تولید شوي فکرونه وننګوې. د بېلګې په توګه ستا مغز دا فکر تولید کړ چې ته ” دا نشې کولای” ته دا خوښه لرې چې دا فکر په بل فکر “ته یې کولای شې” وننګوې او دا چاره ستا په ځان باور ډېرېدو کې مرسته کوي. څومره چې ته په ځان د باور جوړېدو فکر په کړنو او چلند کې تکراروې همدومره دې په ځان باور زیاتیږي. د ځان په اړه خپلو باورونو او فکرونو ته کتنه او ننګول یې ستا په ځان باور جوړولو کې مرسته کوي.

یو دقیقه ممکن تاسې د خپل ځان په اړه ډاډه واوسئ خو بله دقیقه کې مو فکر کې د ځان په اړه شک پیدا شي. په ځان مو باور د مختلفو لاملونو له امله بدلون موندلی شي. کله چې سټرس یې، تشویش ولرې او یا ستړی اوسې او یا هم بې کچې زیات بې انرجي احساس ولرې نو د لنډ وخت لپاره دې په ځان باور کمېدلای شي. د مخنیوي لپاره یې هره ورځ سپورت، سالمو خوړو او کافي تر اته ساعتو پورې خوب ته مخه کړئ ځکه چې درېواړه هر ورځ ستاسې په خپل ځان باور ساتلو کې مرسته کوي. که چېرې تاسې د درېواړو له امله چارې سمې پر مخ یوسئ او یا هم د خپلو چارو په اړه د نورو مثبت نظر واورئ نو دا مو هم په خپل ځان باور زیاتېدو کې مرسته کوي، په ځان باور مو له لټي بهر کوي، تاسې نوو کړنو ته اړ باسي او نوې کړنې تاسې ته نوې پوهه در په برخه کوي، نوې پوهه مو فکري وده کې مرسته کوي.

که تاسې چېرې په ځان د باور کمېدو پرمهال ځانته یو څو دقیقې د فکر کولو لپاره ورکړئ او دا ومومئ چې څه مو په ځان د باور د کمېدو لامل شو له لیکلو وروسته یې په دوامداره توګه د سمون لپاره کار وکړئ نو په خپل ځان مو د باور زیاتېدو کې مرسته کوي. همداسې مو که چېرې په خپل ځان باور زیات احساس کړ نو هم ورته چاره ترسره کړئ او له موندلو او لیکلو وروسته ادامه ورکړئ.

Sidebar



Share
Hide Buttons