Rough-skinned newt – د زیږ پوستکي تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Taricha granulosa) دی. په شمالي امریکا کې د تریتون ډول دی. پوستکی یې د زهرو ترشح کوونکي مرغړي لري. ګرد شوی پوز لري، بدن د زیتونو رنګ نه نیولې تر خړ رنګه تور پورې وي. د بدن د لاندې برخې رنګ یې له زېړ رنګه تر نارنجي پورې وي. پوستکی یې زیږوالی لري خو د مثل تولید په موده کې یې د نر پوستکی نرموالی پیدا کوي. له لکۍ سره یې ټول اوږدوالی له ۱۱ تر ۱۸ سانتي متره پورې رسیږي. د مثل د تولید موده کې یې د نر او ښځې توپیر په ګېډه د پړسېدلو نرمیو شکل باندې کېدلای شي.

که چېرې یې زهر د انسان بدن ته تذریق شي نو انسان وژلی شي. که چېرې یاد تریتون په لاس کې واخلي او له مینځلو پرته لاس په سترګو یا خوله کې ووهي نو زهر یې اغیز پرې کولای شي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل تاریچا

Sidebar



Share
Hide Buttons