Red-bellied newt – سور ګېډی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Taricha rivularis) دی. په کلیفورنیا کې پیدا کیږي. د کال لویه برخه په وچه کې تېروي. د بشپړ ودې ته رسېدلي اوږدوالی یې له لکۍ سره تر ۷.۵ انچه پورې وي. زیږ پوستکی لري. د ملا رنګ یې تور ته ورته نسواري او د ګېډې سور رنګ وي.

لاروای بچیان یې خپل ژوند په اوبو کې پیل کوي. له څلور تر شپږو میاشتو پورې موده کې یې بدن بدلون مومي او په واړه تریتون بدلیږي. له بدلون موندلو وروسته په وچه کې د اېفټ په توګه ژوند پیل کوي. له څلور تر شپږو کلونو پورې موده کې جنسي بلوغ ته رسېږي. له ۲۰ تر ۳۰ کالو پورې ژوند کولای شي.

کوم نران یې چې جنسي بلوغ ته رسېدلي وي په جنوري یا فېبروري کې اوبو ته ځي او دوه یا درې اونۍ پس یې ښځې هم ورسره یو ځای کیږي او له دې وروسته جنسي اړیکه نیسي. خپلې هګۍ په تېزو بهېدونکو یا د ډبرو لرونکو روانو اوبو په سیندونو کې اچوي. هګۍ د اوبو په تل کې په ډبرو، ریښو او څانګو پسې نښلوي. نران یې له ښځو سره هر کال د مثل تولید کې ونډه اخلي خو برعکس ښځې یې هر کال د مثل تولید نه کوي.

هر کال د سیند یا نهرونو همغې برخې ته ځي چېرې یې چې تېرو کلونو کې د مثل تولید کړی وي او همداسې یې د موندلو وړتیا هم لري.

له ښکاري ژو د ځان پټولو لپاره لمړی خپل تور رنګه نسواري رنګ کاروي تر څو ونه لیدل شي خو که چېرې یې نور ژوي پیدا کړي او ویې ګواښي نو سملاسي خپل سر او لکۍ پورته کوي تر څو خپل سور رنګ ورته وښي او د خپل بدن د زهرجنتوب سګنال ورکړي. بدن یې کافي اندازه نیورو ټوکسین ټېټرو ډو ټوکسین زهر ترشح کوي، همداسې یې واړه بچیان او هګۍ هم زهرجن وي او په خپلو زهرو کولای شي د انسان ژوند هم وګواښي. همداسې یو تریتون کولای شي په خپلو زهرو له ۱۲۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې مږې ووژني. یوازې د مارانو یو څو ډولونه یې له زهرو سره مقاومت لري او په سور ګېډي تریتون خپل ځان تغذیه کوي. که چېرې یې د بدن یوه برخه پرې شي بېرته وده کوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل تاریچا

 

Sidebar



Share
Hide Buttons