Sierra newt – سیرا تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Taricha sierrae) دی. د متحده ایالتونو په سیرا ناوېډا کې پیدا کیږي. پوستکی یې زهر ترشح کوي. اوږدوالی یې له ۱۳ تر ۲۰ سانتي متره پورې رسیږي. د زیږ پوستکي تریتون په پرتله زیات وچ چاپېریال خوښوي. یوازې د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته تګ کوي او د کال نوره موده په وچه کې تېروي. په وچه کې تر ډېره د ونو او ډبرو په غارونو کې پټیږي. خواړه یې مختلف ډوله حشرې، چونجیان، د کبانو هګۍ او واړه حلزون دي.

د جنوري او فېبروري تر منځ بېرته اوبو ته ځي. خپلې هګۍ د غنچې شکل کې کوي او په یوه غنچه کې له ۵ تر ۳۰ پورې هګۍ موجودې وي. په ورو بهېدونکو اوبو کې خپلې هګۍ په ریښو، څانګو او ډبرو پسې نښلوي. د مثل د تولید په ټوله موده کې په اوبو کې پاتې کیږي. د اوړي په پیل کې یې له هګیو لاروای بچیان پیدا کیږي خو پیدا کېدل یې له تودوخې سره هم تړاو لري معمولا له ۱۴ تر ۵۲ ورځو پورې موده کې هګۍ په لاروای بدلیږي. لاروای بچیان یې په اسانۍ په اوبو کې نشي پیدا کېدلای او لامل یې د اوبو په تل کې له شګو سره نږدې پاتې کېدل دي. د اوړي تر پای او مني تر پیل پورې یې بدن بدلون مومي. له بدلون موندلو وروسته وچې ته تګ کوي او له ۵ تر ۸ کالو پورې وچه کې ژوند ته ادامه ورکوي او جنسي بلوغ ته له رسېدو وروسته د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته تګ کوي.

پوستکی یې نیورو ټوکسین ټېټرو ډو ټوکسین ترشح کوي. زهر یې که چېرې د انسان بدن ته تذریق شي انسان وژلی شي همداسې که چېرې یاد تریتون په لاس کې واخلي او له لاس مینځلو پرته لاس په سترګو یا خوله کې لاس ووهي اغیز پرې کولای شي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل تاریچا

Sidebar



Share
Hide Buttons