Taricha – تاریچا

د تریتون نسل دی. بې کچې زیات زهرجن څلور ډولونه پکې شامل دي. په عامه ژبه کې ورته د ارام سمندر تریتون نوم اخلي، ځینې خلک یې د لوېدیځ تریتون په نوم هم یادوي. څلور واړه ډولونه یې د ارام سمندر سیمه کې د الاساکا له سوېل تر د کلیفورنیا سوېل پورې پیدا کیږي.

دوه ډولونه یې چې یو یې د کلیفورنیا تریتون دی او بل یې د زېږ پوستکي تریتون دی ډېر سره ورته والی لري او له یو بل سره یې توپیر کول اسانه چاره نه ده. د دواړو ډولونو ملا نسواري رنګ کې وي، د ګېډې رنګ یې له زېړ تر نارنجي پورې وي. د دواړو د پوستکي سطحه زیږه وي. د بدن اوږدوالی یې تر اته انچه پورې رسیږي. د کلیفورنیا تریتون غټې سترګې لري او سترګې یې چوغې وي خو د زیږ پوستکي لرونکي تریتون سترګې وړې او پراخې پرانیستې وي. د زیږ پوستکي لرونکي تریتون پاسني غاښونه V ته ورته شکل کې وي خو د کلیفورنیا د تریتون پاسني غاښونه Y ته ورته شکل لري.

د سور ګېډي تریتون د تنې پاسه برخه نسواري وي، د ګېډې رنګ یې سور وي. د بدن اوږدوالی یې تر ۷ انچه پورې رسیږي. له نورو سره یوازې د بدن په رنګ کې توپیر نه لري بلکې د سترګو رنګ یې هم له نورو بدل دی. د نر پوستکی یې د مثل د تولید په موده کې نرمیږي او لکۍ کې یې پراخوالی رامنځته کیږي.

د تاریچا نسل د ټولو ډولونو خواړه واړه بې شمزي دي خو غټان یې کله نا کله په کبانو او د دوه ژواکو په هګیو هم ځان تغذیه کوي. که چېرې ښکاري ژوي برید پرې وکړي نو سملاسي د ګېډې سور یا نارنجي رنګ ورته ښي کوم چې د زهرجن بدن لرلو سګنال دی. ټول ډولونه یې تقریبا د شپې لخوا فعالیت کوي، ډېر وخت په اوبو کې تېروي. د مثل د تولید لپاره اوبو ته ځي. لاروای بچیان یې چې کله اوبو کې وده وکړي او بدن یې بدلون ومومي د کوچني تریتون یا اېفټ په توګه په وچه کې ژوند پیل کوي خو کله چې بشپړ ودې ته ورسیږي د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته ځي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل تاریچا

ډولونه

انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه
Taricha granulosa د زیږ پوستکي تریتون د متحده ایالتونو د لویدیځ سمندرغاړه کې، له سوېل تر سانټا کروز پورې او له شمال تر الاساکا پورې
Taricha rivularis سور ګېډی تریتون د کلیفورنیا شمال
Taricha sierrae سیرا تریتون سیرا نوېډا
Taricha torosa د کلیفورنیا تریتون کلیفورنیا او سیرا نوېډا
Sidebar



Share
Hide Buttons