2018 اکتوبر

Brain – مغز

د هر ژوندي په پورتني پای کې د اعصابو انساج دي. مغز حسي مالومات خپله کې سره ادغام کوي یا نښلوي او د ځوښت غبرګونونه هدایت کوي. په غټو شمزي لرونکو کې د زده کړې مرکز هم ده، په وړو شمزي لرونکو کې مغز نل ته ورته شکل لري داسې ده لکه چې په غټو… read more »

Auguste-Henri Forel – اوګوسټ هنري فورېل

د ۱۸۴۸ کال، د سپټمبر په لمړۍ نېټه، د سویزلنډ په لګغاسیوس (لګراسیسوس) کې زېږېدلی او د ۱۸۴۸ کال، د جولای په ۲۷ نېټه، د سویزلنډ په ايورن کې مړ شوی. د سویزلنډ د عصابو جوړښت پوه (neuroanatomist)، د عصابو ډاکټر (psychiatrist) او حشره پېژندونکی (entomologist) او د عصابو د جوړښت څېړونکی وو.   د… read more »

António Egas Moniz – انتونیو ایګاز مونیز

بشپړ نوم یې (António Caetano de Abreu Freire Egas Moniz) ده. د ۱۸۷۴ کال، د نومبر په ۲۹ نېټه، اوانسا پورټ کې زېږېدلی او د ۱۹۵۵ کال، د ډسمبر په ۱۳ نېټه، په لیزبون کې مړ شوی. د پرتګال د مغز او عصابو متخصص (neurologist) او سیاست پوه (statesman) وو، د ذهني بې نظمیو لپاره… read more »

A.A. Michelson

بشپړ نوم یې (Albert Abraham Michelson) ده. د ۱۸۵۲ کال، د ډسمبر په ۱۹ نېټه، د پروسیا په سټرېلنو اوسمهال پولنډ کې زېږېدلی او د ۱۹۳۱ کال، د مې میاشت په ۹ نېټه، د متحده ایالتونو د کلیفورنیا په پساډینا کې مړ شوی. په جرمني کې پیدا شوی امریکایی فزیک پوه وو، د وړانګو د… read more »

Monsoon

د بادونو عمده سیستم کوم چې هر شپږ میاشتو کې خپل لوری بر عکس کوي. شپږ میاشتې د شمال ختیځ لخوا لګیږي او شپږ میاشتې د سوېل لوېدیځ لخوا لګیږي. تر ټولو دومداره برخه یې د اسیا په سوېل کې، استرالیا، افریقا او د مرکزي امریکا په ارام سمندر کې ده. په متحده ایالتونو، مرکزي… read more »

Methane burp hypothesis

په انګرېزۍ کې د (gas hydrate dissociation hypothesis) نوم هم ورته اخلي. په سمندر پوهنه او اقلیم پوهنه کې د (Paleocene-Eocene Thermal Maximum PETM) تشرېح ده. د جیولوجیکي وخت انټروال یا د وخت واټن ده کوم چې تقریبا ۵۵ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوی او ځانګړنه یې د سینو زویک عصر (Cenozoic Era) تر ټولو… read more »

Mediterranean climate – د مدیترانې اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده ځانګړنه یې ګرم وچ اوړی او سوړ لوند ژمی ده. د شمالي او سوېلې نیمې کرې د لویو وچو په لویدیځه برخه کې د ۳۰° او ۴۵° عرض البلدونو تر منځ واقع ده. د کوپېن ګیګر په اقلیمي سیستم کې په دوه فرعي ډولونو… read more »

Marine west coast climate – د لوېدیځو سمندر غاړو سمندري اقلیم

په انګرېزۍ کې ورته (oceanic climate) نوم هم اخلي. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده. ځانګړنه یې په ټولو میاشتو کې کافي ورښت ده. د مدیترانې له اقلیمي سیمې څخه د لویو وچو په لوېدیځ کې د شمالي او سوېلې نیمې کرې د ۳۵° او ۶۰° عرض البلدونو تر منځ… read more »

Lavandula – شنشوبی

عام نوم یې (lavender) دی، لویندر د بوټو د نسل نوم دی کوم کې چې ۴۷ ډوله بوټي دي او ټول د لمیاسیای کورنۍ (Lamiaceae) غړي دي. د زړې نړۍ ګل کوونکي بوټي دي او له کېپ وېرډ تر کنري ټاپو، له اروپا تر شمال ختیځې افریقا، د مدیترانې سیمې کې، له سوېل لوېدیځې اسیا… read more »

Amygdala – امیګدالا

امیګدالا ته په لاتیني کې (corpus amygdaloideum) نوم هم اخیستل کیږي، د یونانۍ ژبه له (ἀμυγδαλή, amygdalē) څخه اخستل شوی لفظ ده او مانا یې بادام ده. بادام ته ورته شکل لرونکي دوه ګروپونه دي. دانسان په شمول د ټولو پېچلو شمزي لرونکو د مغز (temporal lobes) په داخل کې موجود دي. څېړنو موندلې چې… read more »

Ambidexterity – په مساوي توګه د دواړو لاسونو د کارونې وړتیا

په مساوي توګه یا هم په برابره اسانۍ د ښي او کیڼ لاس د کارونې وړتیا ده یا هم هغه حالت ده کوم کې چې انسان دواړه لاسونه په برابره توګه کارولای شي. دا د انساني مغز ځانګړنه ده چې فعالیت یا په ښۍ یا کیڼې نیمه کره کې سیمه ایز یا محدود کړي. په… read more »

Keeling Curve

یو ګراف ده کوم چې له ۱۹۵۸ کال څخه را په دیخوا د اتموسفیر د کاربن ډایوکسایډ په غلظت کې کلنۍ او په هر فصل کې بدلون ښي. یاد ګراف د امریکا د اقلیم یوه ساینس پوه چارلز ډیویډ کیلینګ (Charles David Keeling) طرحه کړی وو.

د غاښونو طب کې تخصص

د غاښونو ځینې ډاکټران له خپلې بنسټیزې ډګري یا دیپلوم له ترلاسه کولو وروسته نورې روزنې ته دوام ورکوي کومه چې په هر ځای کې توپیر لري. لاندې د هرتخصص انګرېزي نوم او پښتو تعریف دواړه وګورئ: Dental public health د خولې له روغتیا سره تړاو لرونکې د عامه روغتیا د پالیسۍ او د ایپیډیمیو… read more »

Lightning – برېښنا

د برېښنا څرګنده خالي کېدنه ده او هغه وخت رامنځته کیږي چې د ورېځې یوه برخه اضافي مثبت یا منفي برېښنایي چارچ ته اړتیا پیدا کړي کوم چې د باد مقاومت له منځه وړلای شي. برېښنا ډېر وخت د ټکې له ورېځې (cumulonimbus clouds) سره مل وي خو په افقي توګه پراخو ورېځو (stratiform clouds)… read more »

دغاښونو طب

د غاښونو طب معمولا د خولې د ناروغیو درملنه او مخنیوی کوي په دې ناروغیو کې د غاښونو خرابېدنه، د ووریو ناروغۍ (periodontal disease) په عامه انګرېزۍ کې ورته (gum diseases) هم وایي، همانیزه یې (pyorrhea or periodontitis) دي شاملې دي. خو له دې پرته د غاښ وېستنه (tooth extraction) او د خراب شوي یا… read more »

Dentistry – د غاښونو درملنه

د طب یوه څانګه ده په کوم کې چې د خولې مطالعه، د ناروغیو تشخیص، د نارغیو مخنیوی او درملنه، بې نظمي او د خولې د حالتونو مطالعه شامله ده. له دې پرته د خولې مخاط او ورسره تړلي جوړښتونه او نسجونه په ځانګړې توګه له ژامې او مخ سره تړاو لرونکې برخې (maxillofacial) مطالعه… read more »

Energy – انرژي

په فزیک کې انرژي یو فزیکي مقدار ده چې باید یو توکي ته ولېږدول شي تر څو یوه چاره ترسره کړي یا تودوخه رامنځته کړي. انرژي په شکلونو بدلیدای شي خو نه خلق کیدای شي او نه له منځه وړل کیدای شي. د واحدونو په نړیوال سیستم کې انرژي جول (joule) ده کومه چې د… read more »

Force – ځواک

هر هغه فعل او انفعال کوم چې د یو توکي په خوځښت کې تغیر یا بدلون راولي. ځواک د یوه توکي په سرعت کې د بدلون لامل کیږي. ځواک کش کولو یا ټیل وهلو ته هم وېل کیږي. یو ځواک کچه او لوری لري له کوم چې د یو ویکتور مقدار جوړیږي.

Power – قدرت

په فزیک کې قدرت د کار کولو نرخ ده، د وخت په یوه ځانګړي واحد کې د انرژۍ لېږد ده. لوری نلري او یو سکالر مقدار یا کمیت ده. د واحدونو په نړیوال سیستم کې کې ځواک ثانیه / جول (joule per second) اندازه کیږي. د قدرت د اندازه کولو لپاره بل دودیز کچه هارس… read more »

Machine

ماشین یو میکانیکي جوړښت ده کوم چې قدرت کاروي تر څو ځواک په کار واچوي، خوځښت کنټرل کړي او د دې پروسې په ذریعه یو فعالیت یا کړنه تر سره کړي. قدرت مو ممکن په فزیک کې لوستی وي وروسته پرې تفصیلي لیکنه کوم دلته له قدرت نه مطلب (power) ده او له ځواک مطلب… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons