Auguste-Henri Forel – اوګوسټ هنري فورېل

د ۱۸۴۸ کال، د سپټمبر په لمړۍ نېټه، د سویزلنډ په لګغاسیوس (لګراسیسوس) کې زېږېدلی او د ۱۸۴۸ کال، د جولای په ۲۷ نېټه، د سویزلنډ په ايورن کې مړ شوی. د سویزلنډ د عصابو جوړښت پوه (neuroanatomist)، د عصابو ډاکټر (psychiatrist) او حشره پېژندونکی (entomologist) او د عصابو د جوړښت څېړونکی وو.
 
د ۱۸۶۶ – ۱۸۷۱ کلونو تر منځ یې په (University of Zürich) پوهنتون کې خپلې زده کړې ترسره کړي، د طب دیپلوم یې د ویانا پوهنتون (University of Vienna) څخه په ۱۸۷۲ کال کې ترلاسه کړی او په یاد پوهنتون کې د عصابو د اناتومۍ پروفیسر پاتې شوی. په کال ۱۸۷۷ کې یې لمړۍ لیکنه د عصابو په ځینو هغو برخو خپره کړه او په دې لیکنه کې یې د عصابو پخوا پېژندل شوې برخې تشرېح کړې وې. په کال ۱۸۸۹ کې یې په الکولو د روږدو کسانو درملنه وموندله. د طب تر څنګ ښه مدني فعال هم وو او خلک یې په الکولو له روږدي کېدو، له ذهني ناروغیو او جنسي ناروغیو د مالوماتو خپرولو له لارې ژغورل.
ETH-BIB-Forel, Auguste Henri (1838-1931)- Ancien professeur à l'Université de Zürich-Portrait-Portr 02856.tif (cropped)
Auguste-Henri Forel Library of the ETH Zurich

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons