Brain – مغز

د هر ژوندي په پورتني پای کې د اعصابو انساج دي. مغز حسي مالومات خپله کې سره ادغام کوي یا نښلوي او د ځوښت غبرګونونه هدایت کوي. په غټو شمزي لرونکو کې د زده کړې مرکز هم ده، په وړو شمزي لرونکو کې مغز نل ته ورته شکل لري داسې ده لکه چې په غټو شمزي لرونکو کې په لمړني د ودې جنیني پړاو کې وي. مغز کې درې سیمې موجودې وي : یوه سیمه د مغز وروستۍ سیمه (hindbrain) د مغز وروستۍ برخه ده او په دې سیمه کې (cerebellum, pons, and medulla oblongata) شامل دي؛ دوېمه سیمه د مغز منځنۍ سیمه (midbrain) ده کومه چې له جنیني یا لمړني مغز څخه وده کوي؛ د مغز مخکینۍ سیمه (forebrain) کومه کې چې (thalamus, and hypothalamus) موجود دي. د غټو شمزي لرونکو په مغز کې د جنیني پړاو پر وخت د پام وړ تغیرات رامنځته کیږي خو دا درې برخې په هغه وخت کې هم د تشخیص وړ یا څرګندې وي.
 
د مغز وروستۍ برخه له (medulla oblongata) او (pons) جوړه شوې. میډولا برخه یې د شوکي نخاع او (higher parts of the brain) تر منځ سګنال لېږدوي او خودمختاره فعالیتونه لکه د زړه ضربان او ساه اخیستنه کنټرول کوي. د (pons) لږ برخه یې له لارو یا ریښو جوړه شوې او شوکي نخاع له (higher brain levels) سره وصل کوي، په دې برخه کې د حجرو ګروپونه موجود دي کوم چې له (cerebrum) څخه (cerebellum) ته مالومات لېږدوي.
 
د مغز منځنۍ برخه په دوه ژواکو، کبانو، خزندګانو او مرغانو کې د حسي نښلونې یا ادغام اصلي مرکز ده. په تی لرونکو کې د مغز منځنۍ برخه ډېر وړه شوې او د په اساسي توګه د وروستۍ او مخکینۍ برخې نښلونکې برخه ده. د مغز دا برخه د عضلو د ګروپونو د همغږو خوځښتونو په تولید باندې توازن، تناسب او همغږي کنټرول کوي.
 
د مغز مخکینۍ برخه له (thalamus and hypothalamus) جوړه شوې. په دې کې تالاموس (thalamus) برخه د (medulla) او ترمنځ (cerebrum) د بیا خپرونې یا مرستې مرکز ده. او هایپوتالاموس (hypothalamus) برخه د کنټرول اړین مرکز ده کوم چې شهوت، خوند، درد، ولږه، تنده، د وینې فشار، د بدن تودوخه او عضلاتي فعالیت کنټرول کوي. هایپوتالاموس هورمون تولیدوي کوم چې د مخیکینيو هیپوفیز مرغړیو (anterior pituitary gland) ترشح کنټرول کوي، همداسې د (oxytocin and antidiuretic hormone) هورمونونه هم تولیدوي کوم چې داخل کې ذخیره کیږي او د وروستیو هیپوفیز مرغړیو (posterior pituitary gland) لخوا پرېښودل کیږي.
 
سېرېبریم (cerebrum) په اساسي توګه د بوي د حس برخه ګڼل کیږي. کچه یې د بدن له کچې سره تړاو لري، په انسان کې منځنۍ کچه لري خو په غټو ژو لکه فیل کې زیاته وده کوي.
 
د مغز دوه نیمې کرې یو درز یا ژور چاود سره جلا کړي کوم ته چې انګرېزۍ (longitudinal cerebral fissure) نوم اخلي. د چاود یا درز لاندې د عصبي فایبرونو غنچه موجوده ده کومه چې د (corpus callosum) په نامه یادیږي او دا فایبرونه د دواړو نیمو کرو ترمنځ اړیکې جوړونکې دنده لري یا هم د دواړو نیمو کرو تر منځ اړیکه رامنځته کوونکې دي. د مغز د کیڼ اړخ نیمه کره د بدن ښۍ خوا کنټرول کوي او برعکس ښۍ نیمه کره د بدن کیڼ اړخ کنټرول کوي او لامل یې په میډولا کې د عصابو د ریښو له یو بل تېرېدل دي او یا لږ معمول په شوکي نخاع کې.
 
دوه عمده ژورو چې یوه د (central sulcus) او بله د (lateral sulcus) په نامه یادیږي د مغز هره نیمه کره په څلورو برخو وېشلې: د څلور برخو نومونه یې (the frontal, parietal, temporal, and occipital lobes) دي. د (central sulcus) چاود یا ژوره یې د (fissure of Rolando) په نامه هم یادیږي کومه چې د (cortical motor area) له (cortical sensory area) څخه هم جلا کوي.
 
Blausen 0102 Brain Motor&Sensory (flipped)
Blausen 0102 Brain Motor & Sensory By BruceBlaus Blausen.com staff (2014). “Medical gallery of Blausen Medical 2014“. WikiJournal of Medicine 1 (2). DOI:10.15347/wjm/2014.010. ISSN 2002-4436.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons