Nerve – عصاب

په اناتومي کې تار ته ورته ځلېدونکي د فایبرونو غنچه یابنډل ده, پوښ یا شیت پوښلي وي کوم چې د عصابو سیستم د بدن له نورو برخو سره نښلوي. عصاب یا عصابو مرکزي میکانیزم لور ته سګنال انتقال کوي او یا د عصابو له مرکزي میکانیزم څخه سګنال انتقال کوي. په انسان کې د سر د کوپړۍ دولس جوړې عصاب له مغز سره وصل دي او ۳۱ جوړې د شمزي عصاب یا نخاعي عصاب له شوکي نخاع سره وصل دي.
 
یا هم په بله طریقه په (peripheral nervous system) کې عصاب کیبل ته ورته د اکسون (axons) بنډل یا غنچه ده. د عصابو په مرکزي سیستم کې ورته جوړښتونه د (tracts) په نامه یادیږي. نیورون ته ځینې وخت د عصابو د حجرې نوم اخیستل کیږي خو دا فکر ناسم ده ځکه چې نیورون عصاب نه جوړوي او د دې ترڅنګ په عصابو کې شوان حجرې (Schwann cells) هم شاملې دي کومې چې نیوروني ندي. عصاب تار یا سیم ته ورته د اکسون بنډل ده. د عصابو په داخل کې هر اکسون په نښلونکو نسجونو پوښل شوی کوم ته چې (endoneurium) نوم اخیستل کیږي. اکسونونه بنډل ده او یو ځای په ګروپونو کې د (fascicles) په نامه یادیږي او هر (fascicle) نښلونکو نسجونو پوښلې وي کوم ته چې (perineurium) نوم اخلي او بلاخره ټول عصاب په یوه بل نښلونکي نسج کې پوښل شوي وي کوم ته چې (epineurium) نوم اخلي.
 
د فعالیت له مخې په درې ګروپونو وېشل شوي دي :
یو ګروپ (Afferent nerves) ده کوم چې له حسي نیورونونو (sensory neurons) د عصابو مرکزي سیستم ته سګنال لېږي د بېلګې په توګه په پوستکي کې (mechanoreceptors)
دوېم ګروپ (Efferent nerves) ده کوم چې د عصابو له مرکزي سیستم څخه د موټور نیورونونو له لارې هدف شوې عضلې او مرغړیو ته سګنال لېږي.
درېم د عصابو ګډ ګروپ ده کوم کې چې پورته دواړه ګروپونه شامل دي، په یوه بنډل کې راتلونکي حسي مالومات راوړي او د عضلاتو لخوا غوښتل شوي بهر انتقالوي.
 
عصاب د نښلېدو له مخې په دوه ګروپونو وېشل شوي:
نخاعي یا د شمزي عصاب (Spinal nerves) د (vertebral column) له لارې له شوکي نخاع سره نښلي او په همدې ترتیب د عصابو له مرکز سیستم سره
 
د سر د کوپړۍ عصاب (Cranial nerves) په مستقیمه توګه له مغز سره نښتي په ځانګړې توګه له (brainstem) سره

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons