Saliva – لاړې

ټینګه، بې رنګه د ښیښې رنګ ته ورته مایع ده کومه چې په باثباته توګه د انسان او د ټولو نورو شمزي لرونکو ژو په خوله کې موجوده وي. لاړو کې اوبه، مخاط یا بلغم، پروتین، معدني مالګه او املېز انزایم (amylase) شامل وي. لاړې چې کله خوله کې دوران ترسره کړي باکتریاي حجرې، د خوړو پاتې شوني او د وینې سپین کرویات (white blood cells) هم ورسره ګډیږي. د انسان په خوله له یو تر دوه لیتره پورې لاړې هره ورځ بهیږي. د لاړو په جوړولو کې د لاړجنو مرغړیو (salivary glands) درې جوړې او ډېر واړه مرغړي کوم چې په سخواختو یا اننګیو، شونډو، ژبې او تالو کې دي د لاړو په جوړولو کې ګډون کوي. خولې کې کمه اندازه لاړې تل شته وي خو خواړه یا هم د خوړو په اړه فکر کولای شي د لاړو اندازه نا څاپه زیاته کړي.
 
لاړې مختلفې دندې لري. بنسټیزه دنده یې د خولې داخل نرم او لوند ساتل دي تر څو انسان خبرې وکړای شي، خواړه نرم کړای شي، له خوړو مزه واخلي او بلاخره خواړه تېر کړي. لاړې د بدن د اوبو په کنټرول کې هم مرسته کوي که چېرې بدن کې اوبه کمې شي نو لاړجن مرغړي وچیږي کوم چې د خولې د وچېدو لامل ګرځي او تنده پیدا کوي، تنده انسان کې د اوبو څکلو انګېزه پیدا کوي. غاښونه له خرابېدو ساتي ځکه چې لاړې له خولې د خوړو پاتې شونې لرې کوي، مړې حجرې لرې کوي، د باکتریا حجرې پاکوي او د وینې سپین کورویات لرې کوي. کمه اندازه د املېز (amylase) په نامه د هاضمې انزایم هم لري کوم چې په کیمیاوي توګه کاربوهایډرېټ ساده ترکیبونو ته تجزیه کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons